روزنامه اصلاح

پر کابل پوهنتون د برید دوهم طرحه کوونکی ووژل شو

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایی، پر کابل پوهنتون د برید د طرحه کوونکو دوهم غړی په پکتیا ولایت کې افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی او دریم هغه یې نیول شوی چې د ده په خبره تر څو ساعتونو پورې به کابل ته راوړل شی.
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې په دې ورستیو کې د ولسمشر غنی له خوا د کابل د امنیتی چارو د څارنې مسوولیت ورکړل شوی پر کابل پوهنتون د برید د یو بل طرحه کوونکی د نیولو او د یو د وژل کېدو خبر ورکوی.
ښاغلی صالح پرون دوشنبه په خپله فیسبوک پاڼه د سهار د شپږ نیمو بجو د غونډې جزیات کومه چې دې یې هره ورځ د کابل له امنیتی مسوولینو سره لری، شریک کړی او لیکلی، چې پر کابل پوهنتون د برید یو طرحه کوونکی چې احمد نومېږی په پکتیا ولایت کې امنیتی ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی او یو بل یې نیول شوی چې د ده په خبره تر څو ساعتونو پورې به کابل ته راوړل شی.
ښاغلی صالح د شنبې په ورځ د دغه برید له طرحه کوونکو د عادل په نوم د یو کس د نیول کېدلو خبر ورکړ، چې د تازه څرګندونو له مخې یې عادل نومی په خپل اعتراف کې ویلی، چې دوی له برید لس ورځې مخکې کابل پوهنتون ته تللی و او دې ته یې پام شوی و چې، تر ډېره هغه کسان چې ښاری سر او وضع لری پرې شک نه کېږی او نه هم جدی تلاشی کېږی.
نو د ښاغلی صالح په خبره، د پنجشېر ولایت اوسېدونکی عادل په خپل اعترف کې دا هم ویلی، چې دوی د شیکو محصلانو په شان ځان جوړوی چې بیکونه یې هم نه پلټل کېږی.
د نوموړی دا اعتراف په داسې حال کې دی، چې پر کابل پوهنتون په برید کې د یو وژل شوې محصلې پلار ولی الله وایی، چې د کابل څلور سوه بستریز روغتون ته یې د لور د جنازې د انتقال پر مهال ان جنازه هم پلټل شوې ده.
ښاغلی صالح په خپل فیسبوک پاڼه لیکلی، اوس د ځان مرګو هویت هم افشا شوی چې تر یوه دوه ورځو پورې به یې معلومات له خلکو سره شریک شی.
امرالله صالح د شنبې په ورځ په کابل پوهنتون د لومړی نیول شوی برید کوونکی عادل په اړه په خپله فیسبوک پاڼه کې معلومات شریک کړل.
نوموړی د عادل په اړه ویلی و، چې د شرعیاتو پوهنځی یې تر دریم ټولګی پورې لوستی، بیا د حقانی شبکې د یو غړی ثناالله له خوا جذب شوی او دې کارته ګمارل شوی او ورته ویل شوی وه چې داسې کار باید وکړې چې حکومت تر فشار لاندې راشی، بدنامه شی او کمزوری وښودل شی.
اوس پوښتنه دا ده، که چېرې د افغانستان کشفی او امنیتی ارګانو دومره فعال دی ولې تر بریدونه مخکې یې د مخنیوی لپاره عمل نه کوی؟
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایی، په دېرو مواردو کې مخنیوی شوی دی.
هغه زیاتوی: “په ډېر مواردو کې مونږ د دښمن امنیتی ګواښونه شنډ کړی دی، په تر ټولو تازه مورد کې یو په چاودېدونکو موادو بار یو موټر چې له سنګ نوشتې کابل ته راروان و تشخیص او شڼد شو، لسګونه شبکې مو نیولی، پر کابل برید کې مونږ منو چې یو ضعف و او چا چې غفلت کړی له خپلو دندو به لرې او څېړنې به ترې کېږی.”
روانه لمریز میاشت پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ کسان ووژل شول او تر څلوېښتو نور ټپیان شول، د برید مسوولیت یې داعش یا اسلامی دولت ډلې پر ځان ومانه خو ښاغلی صالح برید کوونکی څو هویتی ګڼی، وایی حزب التحریر، داعش، طالب او ټول کیدای شی، یعنې د ده په خبره د اړتیا پر مهال له دې نومونو له هر یو استفاده کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید