روزنامه اصلاح

پر ښځو تاوتریخوالی یو ناوړه ټولنیزه پدیده ده

پرښځو باندې تاوتریخوالې یا زور زیاتې یو ناولې او ناوړه ټولنیزه پدیده ده. هغسی کرکجنه پدیده چې لرغونتیایې تر اسلام نه د مخه په تیره بیا په سعودی عربستان او عربی هیوادونه کی عمومیت درلود.

د تاریخی مدارکو په شهادت په کورنیو کی به یې د نجونو زیږیدنه ډېره ناوړه پیښه بلله او هغوی د دې لپاره چې د کورنۍ د شرم او عار وسیله نه وی ګرزیدلی ژوندۍ به یی په خاورو کی ښخولې.

همدارنګه په مصر کی چې به کله د نیل سیند توپانی شو نو به یی نجونې سینګارولې اود ناوې په عنوان به یی ژوندۍ ورته غورځولی. په نړیواله کچه یی هم زیاتې بیلګی وړاندۍ کیدای.

زموږ په هېواد کی هم پر ښځو تاوتریخوالی اوسنۍ پیښه نه ده بلکې په شکل د شکلونو یی په کورنیو کې عمومیت درلود.

لکه چی څرګنده ده د امیرعبدالرحمن خان د پاچهی په دوره کې ښځو د وینځو په توګه د یوی مادی متاع بڼه درلودلې، لکه هغه مهال چې په کافرستان کی د اسلام دین خپور او ترویج شو، نو کله چی نورستانیان د اسلام د ختیزی برخی د لښکر په واسطه د سپه سالار غلام حیدرخان څرخی په مشرۍ په جګړه کې مغلوب شول نو یې بندیوانی ښځی د وینځو په توګه د امیرعبدالرحمان خان دربار ته راولیږل شو، ښایی وویل شی چی د ښځو په ګډون د نارینه وو د مریانو پروسه د اعلیحضرت غازی امان الله خان په غوړیدلې دوره کې منع کړی شول او ورسره جوخت حتی  په بهرنیو اسلامی هیوادونو کې ښځو ته د زده کړی حق هم ورکړشو.

له دې واقعیت څخه په هیڅ ډول انکار کیدای نه شی چې پر ښځو د تاوتریخوالې کرکجنه پدیده له کلیونه په غیر، ښارونو کې همدا اوس هم عمومیت لری، پر ښځو د تاوتریخوالی د عملی کولو په خواکې په اوس مهال کې چې په هېواد سوله او امنیت عمومیت لا نه دی پیدا کړی، په هېواد کی د زور واکانو په تیره ټوپکوانو له خوا پر ښځو د جنسی تاوتریخوالی زیات شکلونه عملی کیږی او دا په افغانی او اسلامی ټولنه بیخی زښته زیات د شرم موضوع ده.

زمونږ په هېواد کې همدا اوس د زیاتو کورنیو نجونو د خپل راتلونکی ملګری انتخاب له حقه بې برخې دی، د مورو پلار په خوښه او رضا دلوڼو کوژ دی او ودونه کیږی، زمونږ په ټولنه کی د دې ناوړه دود هیڅ قربانی نجلۍ له خپله خانه دفاع کولای لاڅه، چۍ د خپل نه رضایت په صورت کی کوژ ده ردولای  نه شی.

او دا خو ډیره لویه خبره ده چۍ یو پیغله په خپله خوښه او رضا د راتلونکی ژوند د مقدراتو د ټاکلو په خاطر د میړه انتخاب وکړی البته لکه څومره چى د تاوتریخوالی شکلونه زیات دی تردی بې لاملونه هم لا زیات دی.

نو که په پایله کی وویل شی ترڅو چۍ دغه لاملونه په ټولنه کی له منځه نه وی وړل شوی ترهغی به د تاوتریخوالی د پدیدو لړۍ جاری وی.

رازقی نړیوال

ممکن است شما دوست داشته باشید