روزنامه اصلاح

پاکستان کې د بودیجې پر ضد د سوداګرو اعتصاب

پاکستان کې د نوی مالی کال بودیجه کې د نویو مالیو لګېدو او ټیکسونو اړوند اسنادو وړاندې کولو خلاف د ټول هېواد سوداګرو او کاروباریانو اعتصاب کړی. سوداګر وایی، د مالیو ټولولو ادارې (ایف بی ار) ته یې د کاروبار اړوند ثبوتونو وړاندې کولو او نویو مالیو خلاف کاروبارونه تړلی دی.

بی بی سی ته رسېدلی رپوټونه ښیی چې له همدې امله د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د پاکستان یو شمېر ښارونو کې ځینې کاروباروی چارې په ټپه ولاړې دی. د پاکستان سوداګرو ټولنې عمومی منشی نعیم میر پر خواله رسنیو یوه پیغام کې ویلی، سوداګر نوې بودیجه ردوی او لومړی وزیر عمران خان باید له سوداګرو سره پر دې موضوع خبرې وکړی.

نوموړی وایی، ۸۰ سلنه سوداګر به د دې نویو اقداماتو پر ضد له مالیې ورکولو ډډه وکړی.

د مالیې ټولولو نویو اقداماتو کې د غالیو، پوست یا پوټکی، سپورتی او طبی جراحی تولیداتو پر پلور د ۱۷ سلنې پلور مالیې بېرته لګول شامل دی، چې مخکنیو حکومتونو د صادراتو زیاتېدو په تمه نه اخیسته او اوس چارواکی په دې باور دی چې د سیلز یا پلور ټیکس په نامه مالیې بېرته فعالولو له کبله به له اویا تر اتیا میلیاردو روپیو پورې اضافی عاید ولری.

یو بل شرط له پنځوس زره روپیو د اضافی پېر یا پلور لپاره دی چې باید د پېژند پاڼې یا شناختی کارت له مخې وشی او ځینې سوداګر ورسره مخالفت کوی. دوی ادعا کوی چې ځینې کوچنی صنعتونه نه غواړی د مالیې ورکړې په شبکه کې شامل شی یا ځینې خلک نه غواړی د عاید سرچینه یې معلومه شی، ځکه به ورسره پر کاروبار اغېز وشی، خو چارواکی بیا هیله من دی چې دې سره به د مالیه ورکونکو شمېر ډېر شی.

له دې مخکې پرون لومړی وزیر عمران خان په کراچۍ کې له کاروباریانو سره ولیدل. رپوټونه وایی، نوموړی د بودیجې نویو اقداماتو په تړاو د سوداګرو قانع کولو هڅه کړې.

پاکستانی کاروباریان ادعا کوی چې حکومت د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف په سپارښتنه د کاروبارونو مستند کولو هڅه کوی، خو کاروباری شرایطو لپاره هیڅ نه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید