روزنامه اصلاح

پاکستان پر خپل هوایی حریم بندیز نور هم وغځوه

د پاکستان د هوانوردۍ ادارې یو چارواکی وایی چې د دغه هېواد د هوایی حریم پر ځینو برخو لګول شوی بندیزونه به د روانې میاشتې (مۍ) تر اخره وی.

د پاکستان او هند ترمنځ د وروستی پوځی کړکیچ وروسته اسلام اباد پر خپل هوایی حریم نړیوال پروازونه بند کړل. خو د کړکیچ له کمېدو وروسته یې دا بندیزونه تر ډېره لېرې کړل او یوازې یې د پاکستان له لارې هند ته تلونکی پروازونو باندې بندیز پر خپل ځاې پریښود.

د پاکستان د هوانوردۍ ادارې یو ویاند مصطفی بیګ رویټرز خبری اژانس ته وویل ” زموږ له هوایی حریم څخه د ګټې اخیستلو د بندیز مسئله به د مۍ تر ۳۰ په خپل حال وی او له دې وروسته به دغه مسئله بیا څېړل کیږی.” هغه ونه ویل چې پاکستان ولې دا بندیز وغځولو.

دغه کار یو شمېر نړیوالو هوایی شرکتونو ته چې د پاکستان له لارې سویلی اسیا ته پروازونه لری، ستونزې جوړې کړی دی. دا الوتکې اوس له اوږدې لارې هند او د جنوبی اسیا نورو هېوادونه ته ځی.

هند ته د افغانستان پروازونه هم له دې کبله له سختو ستونزو سره مخامخ شوی دی، د ټکټونو قیمتونه لوړ شوی او دا سفر هم اوږد شوی دی.

ډېر افغانان د درملنې او سیاحت لپاره هند ته ځی او په دې ورستیو کلونو کې هند ته د افغانانو تګ راتګ خورا زیات شوی دی. دا مهال له کابل نه هند ته یو شمېر هوایی الوتکې د اونۍ څو پروازونه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید