روزنامه اصلاح

پاکستان د پېسو له نړیواله صندوقه پور اخلی

د پاکستان اقتصاد وزیر اسد عمر وایی، هېواد یې له اقتصادی کړکېچ سره مخامخ دی او له همدې امله د پېسو له نړیواله صندوق یا ‘ای ایم ایف ‘ نه د پور اخیتو لپاره د خبرو پیلولو پرېکړه شوې ده.

ښاغلی عمر وایی، لومړی وزیر عمران خان له اقتصاد پوهانو، دوستو هېوادونو او لوړپوړو چارواکو سره له مشورو وروسته پرېکړه کړې، چې ای ایم ایف سره باید دې لړ کې خبرې پیل شی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د دغې مالی او اقتصادی کړکېچ لامل د پخوانی لومړی وزیر محمد نواز شریف حکومت بولې. ښاغلی اسد زیاتوی دا سخته پرېکړه ده او حکومت هڅه کوی، پر خلکو یې اغېز ډېر نه شی.

 له دې مخکې د ټاکنیز کمپاین پر مهال او بیا د جولای ۲۵ ټاکنو کې له بریا وروسته هم تحریک انصاف ګوند په تکرار ویلی و، چې ایم ایف نه پور نه اخلی.

د پاکستان مسلم لیګ ګوند چې پارلمان کې اپوزییون تشکیلوی، دغه پرېکړه غندلې ده.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) اړوند پارلمان غړی احسن اقبال د تحریک انصاف ګوند حکومت له لوری د پخوانی حکومت اړوند ګاډو پلور پرېکړې ته په اشارې سره په طنزیه لهجه وویل، ‘حکومت باید د مېښو او ګاډو پلورلو له لارې اقتصادی بحران کابو کړی. ‘

له دې مخکې د تحریک انصاف ګوند حکومت د څه باندې سلو موټرو او یو شمېر مېښو پلورلو پرېکړه کړې وه، چې د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د دفتر اړوند وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید