روزنامه اصلاح

پاکستانی او چینایی چارواکو د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ ښودلی

پاکستان او چین د افغانستان پر موضوع د همکاریو پر پراختیا او د افغانستان په مشرۍ او رهبرۍ د سولې د پروسې پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان دا مهال د یوه پلاوی په ملتیا د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مساېلو د خبرو لپاره د چین په ۴ ورځنی سفر دی.

عمران خان چین ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد له ولسمشر شی. جین. پینګ، صدراعظم او نورو چارواکو سره کتلی او پر دوه اړخېزو اقتصادی، سیاسی مساېلو سربېره یې ورسره د سیمې، په ځانګړی توګه د افغانستان په اړه هم خبرې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د صدراعظم عمران خان او د چین د ولسمشر ترمنځ تر لیدنې وروسته په خپرې کړې ګډې اعلامیې کې ویلی:

“د پاکستان او چین مشران د پاکستان او چین ترمنځ پر دفاعی، امنیتی، سیاسی، سوداګریزو او اقتصادی اړیکو، پاک ـ چین اقتصادی دهلېز،د ترهګرۍ په مخنیوی، د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د اړیکو او کلتوری نښلونې او د دغو اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو غږیدلی دی.”

اعلامیه کاږی چې د پاکستان او چین مشران پر دغو دوه اړخېزو اړیکو سربېره د سیمې، منځنی ختیځ او نړېوالو مسایلو هم خبرې کړی او په سیمه کې یې سوله او ثبات د ټولو په ګټه بللی دی.

د چین او پاکستان مشران د افغانستان پر موضوع د همکاریو پر پیاوړی کولو سلا شوی او د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ ښودلی.

چین همدا شان د افغانستان او پاکستان ګډ پلان «APAPPS» له مخې د پاکستان او افغانستان نېږدې اړیکې ستایلی او د درې اړخیزو امنیتی، پرمختیایی او خپلمنځی اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د لیدنو کتنو د لړۍ د جاری ساتلو هیله ښودلې ده.

اعلامیه په دې اړه کاږی:

“د دواړو هېوادونو مشران په‌دې سلا شول چې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې غونډې کوربه‌توب دې افغانستان وکړی.”

په پاکستان کې د نوی حکومت تر رامنځته کېدو او د عمران خان تر صدراعظم کېدو وروسته دا چین ته د عمران خان لومړی رسمی سفر دی.

د راپورونو له مخې، پاکستان او چین د عمران خان د سفر په ترڅ کې د اقتصادی، سوداګریزو، دفاعی او سیاسی اړیکو د پراختیا په لړ کې ۱۵ تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د سیاسی چارو کارپوهان د پاکستان او چین نزدې او ښو اړیکو ته په کتو، په یو شمېر سیمه ییزو مساېلو کې د دواړو هېوادونو همغږی مهمه او ګټوره بولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید