روزنامه اصلاح

ټولټاکنی باید رڼی اوله هر ډول لاسوهنو پرته ترسره شی

اساسی قانون او نور وضعی قوانین د هر هیواد ملی وثیقه بلل کېږی، ځکه چې دغه قوانین په ټولنه کې د اتباعو حقوق او حدود ټاکی او دا کار د عامه نظم په منظور د هرې ټولنې د حقوق پوهانو او صلاحیت لرونکو شخصیتونو له خوا وضعه کېږی چې د یوهیواد تر ټولو لوړ حقوقی سند هم گڼل کېږی. د افغانستان داساسی قانون په دوه ویشتمه ماده کې د جمهورِی ریاست د کاندیدانوپه اړوند داسې راغلی دی: «څوک چې جمهوری ریاست ته کاندیدیږی، باید د لاندنیو شرطونو لرونکې  وی.

۱ـ د افغانستان تبعه، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زیږیدلی وی او د بل هیواد تابعیت ونه لری.

۲ـ د کاندیدیدو په ورځ یی عمر تر څلویښتو کلونو لږ نه وی.

۳ـ د محکمی له خوا دبشری ضد جرمونو، او جنایت په ارتکاب اویا له مدنی حقوقو څخه په محرومۍ محکوم شوی نه وی.

هیڅ شخص نشی کولای له دوو دورو زیات  د جمهور رئیس په حیث وټاکل شی.

په دی ماده کې راغلی حکم د جمهور ر‌ئیس دمرستیالانو په برخه کې هم تطبیقیږی.»

د پورته شرایطو په نظرکې نیولو سره دافغانستان د جمهوری ریاست څوکۍ ته اوولس تنو نوماندانو ځانونه کاندید کړی نو وبه لیدل شی چې له یادو کاندیدانو څخه به څوک پورته شرایط پوره کوی او په اړه به یی د انتخاباتو خپلواک کمیسیونونه څه ډول پریکړی کوی، ځکه دا کاندیدان به چاڼیږی، یا به کاندیدان یو له بل سره اتحاد کوی اود یواو بل  په ملاتړ به له خپلی کاندیداتوری  تیریږی خودا به هم وروسته معلومه شی.

د ښی راتلونکې په موخه د افغانانو کلکه اراده یو بنسټیز اصل دی ، پردی بنسټ د ټاکل شوی پلان له مخی په پام کې ده چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د سرطان په میاشت کې د افغانستان د جمهوری ریاست انتخابات ترسره شی نوان‌شاالله د پاک خدای (ج) په فضل اومرسته دغه انتخابات به هم د ولس په همکاری اوافغان امنیتی ځواکونو د پوره تدبیرونو پراساس له تیرو انتخاباتو څخه په آرامه او باوری فضا کې ترسره او له هرډول بهرنیو لاسوهنو څخه به خوندی وی ځکه چې ګران افغانستان د یومنتخب ولسواکه او مشروع اسلامی نظام درلودونکې هیواد دی او افغان ولس هم د خپل ولسواکه نظام ترڅنګ ولاړ دی او په بشپړه توګه یی ملاتړی هم دی چې دا په خپله د حکومت د لاپیاوړتیا او غښتلتیا له پاره بنسټیز اصل دی.

البته د جمهوری ریاست انتخابات تاریخی او برخلیک ټاکونکې دی، ځکه چې له دې پرته د قانونی نظام دپایښت لپاره بله لاره شتون نه لری او سرله اوسه افغان امنیتی ځواکونه په پوره میړانی د رڼو انتخابانو ترسره کیدوته هراړخیز چمتوالی نیولی،  همداراز د افغانستان اسلامی دولت دراتلونکو انتخاباتو له پاره په نه ستړی کیدونکې توګه کار او هلی ځلی هم کوی ترهغو چې داځل په رڼه ، باامنه او باوری فضا کې واقعاً له هر ډول لاسوهنو پرته دا انتخابات ترسره شی .

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید