روزنامه اصلاح

ټرمپ هند کې پر کرېکټ او بالیوډ وغږېد خو ګڼ نومونه یې غلط کړل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون دوشنبه هند ته خپل دوه ورځنی رسمی سفر پیل کړ. دا هند ته د ښاغلی ټرمپ لومړی سفر دی. نوموړی دوشنبه ماسپښین په ګجرات ایالت کې د هند له لومړی وزیر نرېندرا مودی سره یو ځای یوې لویې ولسی غونډې ته وینا وکړه.

امریکایی ولسمشر په خپله اوږده وینا کې د هند د تاریخ ګڼو مهمو څېرو ته اشاره وکړه، او د کرېکټ او بالیوډ سینما د اغېز په اړه هم وغږېد.

ښاغلی ټرمپ به د دې سفر په ترڅ کې هڅه کوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې کړی. نوموړی په یوه لوبغالی کې ور ټولو شویو کسانو ته وویل، هند د امریکا په زړه کې ځانګړی ځای لری.

هغه د هند د لومړی وزیر نرېندرا مودی ستاینه هم وکړه او هغه یې یو تکړه مشر وباله. خو د اورېدونکو پام شو چې ولسمشر ټرمپ د خپلې وینا پر مهال د ګڼو هندی ټکو ناسم تلفظ وکړ.

د جلسې په ځای کې د بی بی سی خبریال وایی، ډېری کسان د ولسمشر ټرمپ د وینا پر مهال له غونډې ووتل.

د امریکا ولسمشر داسې وخت کې هند ته سفر کوی چې لومړی وزیر مودی د خپل حکومت د ځینو وروستیو پرېکړو له کبله تر سختو نیوکو لاندې دی.

په دسمبر میاشت کې د هند پارلمان د تابعیت په اړه یو جنجالی قانون تصویب کړ، چې له مخې به یې هند د یو شمېر هېوادونو غیر مسلمانو وګړو ته تابعیت ورکوی.

مخالفینو نیوکه کوی چې د هند حکومت په دې کار سره خپل تر ۲۰۰ میلیونو ډېر مسلمان وګړی څنډې ته کوی.

د دې قانون له تصویب کېدو وروسته په ګڼو ښارونو کې احتجاجونو پر مهال تاوتریخوالی شوی. د ولسمشر ټرمپ له وینا یوازې څو ساعته وړاندې هم په پلازمېنه نوی ډیلی کې د احتجاجونو او نښتو رپوټونه ترلاسه شوی.

ټاکل شوې چې په دې سفر کې امریکا او هند د سوداګرۍ تړون هم لاسلیک کړی.

ښاغلی ټرمپ هند ته له خپل سفر مخکې خبریالانو ته وویل، چې له “لوی سوداګریز تړون” پرته به بېرته هېواد ته ستون نشی. د امریکا جمهور رئیس تېره اونۍ خبریالانو ته وویل، چې په لویو معاملو کې د سپما هڅه کوی: “زه نه پوهېږم چې دا کار به له انتخاباتو مخکې ترسره شی، خو موږ به له هند سره لویه معامله وکړو”.

د واشنګټن او ډهلی ترمنځ د مذاکراتو له بهیر څخه باخبره سرچینې وایی چې دواړو خواو په لسګونو برخو کې توافق کړی دی، خو لا هم د طبی دستګاو په ګډون پر څو نورو مسلو بحثونو ته اړتیا ده.

د امریکا یو جیګپوړی دولتی چارواکی د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل: “دا چې د سوداګرۍ په تړاو به کوم بیان خپور شی او که نه، په بشپړ ډول هغه څه پورې، چې هند یې د ترسره کولو لپاره چمتوالی لری، تړلې ده”.

همداشان د جنوبی آسیا دغه هېواد ته د ښاغلی ټرمپ د لومړنی سفر پر مهال، ښایی دواړه لوری په پوځی برخه کې د څو میلیارد ډالرو په ارښت تړون وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید