روزنامه اصلاح

ټرمپ: طالبان د خپلې تېروتنې پر بېرته سمولو نه پوهېږی

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایی، طالبان دا مهال تر بل هر وخت تر سختو بریدونو لاندې نیول شوی دی.

ښاغلی ټرمپ وړمه شپه د سپټمبر پر ۱۴مه (وږی ٢٣) پخپل یو تازه ټویټ کې ویلی، طالبان پوهېږی چې د سپټمبر پر ۵مه یې په کابل کې پخپل موټر بم برید سره لویه تېروتنه کړې ده.

ښاغلی ټرمپ ویلی: “طالبان دا مهال تر بل هر وخت تر سختو بریدونو لاندې نیول شوی دی، د یو امریکایی په ګډون د ۱۲ تنو وژل ښه اقدام نه و، د مذاکراتو لپاره نورې ښې لارې هم وجود لری، طالبان پوهېږی چې یوه لویه تېروتنه یې کړې ده، خو اوس یې د بیرته سمولو پر لارو چارو نه پوهیږی.”

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې، د راپورونو له مخې یو درې کسیز طالب پلاوی د سولې خبرو تر بندېد وروسته پر افغان سولې د بحث او سلا مشورو لپاره د تېرې جمعې په ورځ روسیې ته تللی و.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین چې په دغه پلاوی کې شامل و، د روسیې ټاس خبری اژانس ته ویلی و، چې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړی استازی ضمیر کابلوف سره یې پر افغان سولې خبرې کړی دی.

ضمیر کابلوف تېره اونۍ پخپلې یوې مرکې کې ویلی، روسیه غواړی د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د لغو کېدو په اړه له امریکایی چارواکو سره خبرې وکړی.

که څه هم ویل کېږی، طالبان هڅه کوی، د روسیې او چین په همکارۍ امریکا یو ځل بیا خبرو ته حاضره کړی، خو د افغان حکومت ویاند صدیقی صدیقی تېره ورځ وویل، چې د طالبانو وروستی سفرونه به نتیجه ورنه کړی.

ولسمشر ټرمپ د روانې سپټمبر میاشتې پر ۷مه په کابل کې د طالبانو د موټر بم په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغو اعلان کړل.

دغه موټر بم برید چې د یو امریکایی په ګډون یې ۱۲ افغان وګړی ووژل ولسمشر ټرمپ د طالبانو یاد کار د سولې خبرو په جریان کې د طالبانو د کاذب فشار راوړل وبلل.

نوموړی یاد برید ته په غبرګون کې په امریکا کې له لوړپوړو طالب چارواکو او افغان ولسمشر غنی سره لیدنه فسخه کړه او همدارنګه یې د سولې خبرې هم لغوه اعلان کړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید