روزنامه اصلاح

ټرمپ: جګړه به د ایران د تباهۍ په معنی وی

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌‌ ټرمپ په یوه ټویټ‌کې ایران خبرداری ورکړی چې هېڅکله امریکا ونه ګواښی.

نوموړی ویلی، که تهران واشنګټن او ګټو ته یې زیان ورسوی، دا به د تهران د ویجاړۍ په مانا وی.

نوموړی ویلی: ”که ایران جګړه وغواړی، نو دا به یې د رسمی تباهۍ په مانا وی. بیا امریکا ته ګواښ ونه کړئ.”

په وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده، چې له کبله یې امریکا خلیج سیمې ته ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې لېږدوونکې بېړۍ واستوله چې په وینا یې د ایران د ګواښ مخه پرې ونیسی.

واشنګټن په عراق کې د خپلو نا اړینو کارکوونکو د ایستلو امر هم کړی و، چې په وینا یې د استخباراتی مالوماتو له مخې هلته د ایران له خوا امریکایی ځواکونو ته ممکنه ګواښ دی.

ایران دا تورونه ردوی او په سیمه کې د امریکا دا ګام اخیستل د ایران وېرولو لپاره “روانی جګړه” بولی.

د ټرمپ دا تازه څرګندونې د هغه د تېرې اوونۍ له څرګندونو سره تناقض لری، چې ویلی یې وو فکر نه کوی چې امریا دې له ایران سره جګړه وکړی.

‘تهران جګړه نه غواړی’

ایران هم د بهرنیو چارو د خپل وزیر جواد ظریف په ژبه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پیلېدو احتمال لیرې بللی و.‌

ظریف ویلی وو “تهران جګړه نه غواړی”، خو خبرداری یې ورکړی و چې “داسې دولت نه شته چې له ایران سره د مخامخېدو فکر او زړورتیا ورسره وی”.

د ایران او امریکا ترمنځ‌ ترینګلتیا وروسته تر هغه ډېره شوه،‌ چې ټرمپ په ۲۰۱۵ کال له ایران سره د سترو قوتونو له اتومی هوکړې ووت.‌

که څه هم ایران ویلی وو،‌ چې هوکړې ته ژمن دی او ټول فعالیتونه یې د یورانیمو د بډایه کولو په موخه دی، خو ټرمپ پر ایران د بندیزونو لپاره پلمه لټوله، نوی بندیزونه یې پرې ولګول.‌

وړاندې د ایران د پاسداران قومندان حسین سلامتی ویلی وو،‌ ایران د جګړې په لټه کې نه دی، خو “بشپړ چمتووالی” ورته لری.

ایران ته د عربستان خبرداری؛

نوموړی یوه میاشت وړاندې د ایران د مذهبی مشر ایت الله خامنه ای له خوا د سپاه مشر او د محمد علی جعفری ځای ناستی وټاکل شو.

خامنه ای وړاندوېینه کړې وه چې جګړه به نه نښلی، او په ورته وخت کې یې له ایران سره د هر ډول خبرو امکان هم رد کړی و.‌

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر عادل جبیر ویلی وو، هېواد یې جګړه نه غواړی، خو له خپل ځانه د دفاع لپاره به د ایران پر وړاندې تم نه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید