روزنامه اصلاح

ویسټ انډیز کپتان: نړیوال جام کې مو لوی هدف افغان لوبډله ده

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې کپټان جیسن هولډر وایی، په نړیوال جام کې به یې یو تر ټولو ستر هدف افغان لوبډله وی.

ښاغلی هولډر له کریک انفو سره په تازه مرکه کې ویلی، چې لوبډله به یې هڅه وکړی تر څو له افغان کرکټ لوبډلې څخه د نړیوال جام غوراوی سیالیو د ماتې غچ واخلی.

افغان کرکټ لوبډلې تېر کال د نړیوال جام غوراوی سیالیو کې دوه ځلې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه چې یو ځل په سوپرسیکس پړاو کې د دری ویکټو په توپیر او بیا یې د همدې سیالیو په پایلوبه کې د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

هولډر ویلی:”زه له افغانستان سره د لوبې په تمه یم، ځکه افغانسنان د نړیوال جام د غوراوی په مرحله کې موږ ته ماتې راکړه.”

نوموړی زیاته کړې چې افغانستان په دوو لوبو کې د ویسټ انډیز پر وړاندې ښه ځلیدلی دی او هغه یې یو ښه ټېم بللی دی.

هغه زیاته کړې:”زما په نظر په دوه په دوه لوبو کې افغانستان زموږ پر وړاندې ښه ځلېدلی، بناً غواړم چې له دوی سره ولوبېږو، دا یو ښه ټیم دى- د پرمختګ په حال کې ټیم دی او په زړه پوری لوبې یې کړی دی، خو زه غواړم څه چې د نړیوال جام غوراوی په مرحله کې پېښ شول تغیر وکړی او غچ واخلو.”

د ویسټ انډیز کرکټ لوبډله یوه له هغو لوبډلو وه چې تېر کال یې د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې د ټیټې درجې په لرلو سره د غوراوی مرحلې ته راټیټه شوې وه.

ویسټ انډیز د افغانستان او ایرلنډ د لوبډلو پرته له «نورو اسوشیټ» هېوادونو د لوبډلو سره د غورای په مرحلې کې لوبې وکړې او نړیوال کپ ته یې لار پیدا کړه.

د ویسټ انډیز کپټان پر داسې مهال دغه څرګندنې کوی چې ټاکل شوې د روانې مې میاشتې پر ۳۰ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د انګلستان په ویلز او انګلنډ کې پیل شی.

افغان کرکټ بورډ د ګلبدین نائب په مشرۍ د یاد جام لپاره غوره لوبډله اعلان کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید