روزنامه اصلاح

ولې په افغانستان کې د سېلابونه تلفات ډېر دی؟

سږ کال په هېواد کې تر پخوا ډېر سېلابونه راغلل چې له امله یې مرګ ژوبله هم لوړه وه. دا چې په افغانستان کې د سېلابونو موسم د جوزا مېاشتې تر پایه دوام کوی نو ممکن د تلفاتو په شمېر کې لوړوالی راشی.

په افغانستان کې د طبیعی پېښو له امله د وژل شویو او زیانمن شویو کسانو شمېر د ملګرو ملتونو د یوې ادارې (UNOCHA) او د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې لخوا په منظم ډول ثبت کېږی. د دې تر څنګ ځېنې نړیوال دېټابېسونو هم د سېلابونو شمېر او زیانونو په اړه معلومات ثبت او خپروی.

د OCHA د خپرو شویو شمېرو پر اساس، په ۲۰۱۹ کال کې تر اوسه د سېلابونو له امله ۱۳۲ کسان وژل شوی او ۱۸۶ نور ټپیان دی. د دې ترڅنګ تر ۱۲ زرو ډېر کورونه له منځه تللی او د ۱۹ زرو څخه د ډېرو کورونو د ویچاړېدو راپور ورکړل شوی.

همدارنګه د سېلابونو له امله په مجموعی ډول په ۲۴ ولایتونو کې ۳۴ زره کورنې او ۲۳۶ زره کسان متاثره شوی دی. په افغانستان کې د مالی زیانونو په اړه تر اوسه کومې ادارې راپور ندی خپور کړی. خو د ځانی تلفاتو او ویجاړ شویو کورونو له شمېرو ښکاری چې د مالی زیانونو کچه هم لوړه ده.

که د سېلابونو په اړه نړیوالو شمېرو ته وګورو دا به وموو چې سېلابونو تقریبا په ټوله نړی کې یو شان پېښېږی. خو له امله یې د وژل شویو کسانو په شمېر کې بیا د پرمختللو او وروسته پاتې هېوادونو تر منځ لوی توپیر شته. چې په دې لړ کې د ټولې نړۍ دوه پر دریمه برخه وژل شوی کسان په آسیایې هېوادنه کې دی.

د دې علت دا دی چې په اسیایی هېوادونو کې ۷۵ فیصده خلک په غریبو سیمو کې ژوند کوی، ښارونه یې په غېر پلانی او چټک ډول پراختیا مومی. نفوس او د نفوس، وده په کې لوړه ده چې په متناسب ډول په زیانمنونکو سیمو کې اوسېدنه غوره کوی. د دې تر څنګ سیندونو او بحرونو ته نېژدې په ټیټو سیمو کې ګڼ شمېر کسان استوګن دی.

او په دې سیمه د اقلیمی بدلون ستونزې هم ډېر اثر کوی. د اسیایی هېوادونو ټیټ اقتصادی وضعیت هم د دې لامل شوی چې د سېلابونو پر وړاندې اړینې ودانۍ ونلری. په آسیا کې یوازې جاپان د سېلابونو لپاره د اوبو د تخلیې او زېرمه کولو پرمختللی ودانۍ لری. او چین هم په دې وروستیو کې د دې ستونزې د مخنیوی لپاره جدی ګامونه پورته کړی دی.

خو بله خوا بیا غربی هېوادونه تر ټولو لږ تلفات لری دا ځکه چې د سېلابونو په اړه ډیر پرمخ تللی سیسټمونه او ودانۍ لری. چې په دې لړ کې د وړاندوینې دقیق سیسټمونو او په سیندونو کې د اوبو مسلسلې زېرمې شاملې دی. دا زېرمې په ځنځیری ډول فعالیت کوی او د سېلاب اوبه په هغه کچه لاندې خوا ته پرېږدی چې سیند یې په مصون ډول انتقال کړی.

ښارونه یې د کانالېزاسیون او سېلاب د اوبو لپاره تر ځمکه لاندې پراخ تونلونه او شبکې لری چې اوبه په مناسب وخت انتقالوی. د دې تر څنګ د لویو سېلابونو په وخت کې هم موقتی دیوالونو کارول او د سیمې د تخلیه لپاره پلانونه لری. پر دې سربېره د پېښو پر وړاندې قوی عاجل ټیمونه او وسایل لری چې کولای شی د پېښو پر وخت زیانمن شوی کسان وژغوری تر څو د تلفاتو مخنیوی وشی.

زمونږ په ګاوڼدی هېواد ایران کې هم سږ کال ډېر سېلابونه راغلل چې د OCHA د شمېرو له مخې ۷۸ کسان په کې وژل شوی او ۶۵ زره کورونه یې ویچار کړی دی. که څه هم د ایران د سېلابونو کچه تر افغانستان ډېره لوړه او پراخه وه خو ځانی تلفات یې لږ دی. د افغانستان په سېلابونو کې د تلفاتو د لوړوالی علتونه په لاندې ډول دی:

– د سېلابونو لپاره د بنسټیزو ودانیو لکه بندونو، استنادی دېوالونو او طبیعی زېرمو نشتوالۍ: د بېلګې په توګه که چېرې د شاتوت بند جوړ وای، په کابل ښار کې به وروستی سېلاب لږ زیانونه اړولی ؤ.

– د سېلابونو په اړه د پوهاوی نشتون او د پېښو په وخت کې غفلت کول.

– په چتکۍ سره د ښارونو غیر پلانی پراختیا او د نفوس ډېر تراکم.

۴٫په ښارونو کې د کانالیزاسیون لپاره د اړینې شبکې نشتوالی او د اوسنیو ویالو او پلچکونو حفظ او مراقبت ته پاملرنه نه کول.

– په ښارونو کې د زورواکانو له لوری د سیندونو د حریم غصب او د ودانیو جوړولو لپاره پلورل.

– په کلیوالو سیمو کې د سېلابونو په اړه لږ پوهاوی، د اوبو مسیرونو بندښت او پر وخت نه پاکول.

۷٫د جوړ شویو کورونه ټیټ کیفیت: په افغانستان کې ډیری کورونه له خامو موادو جوړ شوی چې د سېلابونو پر وړاندې اسقامت نلری.

– د ښارګوټو او ودانیو په ډېزاین کې د سېلاب په نظر کې نه نیول.

– د دولتی ادارو له لوری د سېلابونو د نقشو نه پلی کول.

– د سېلاب په اوبو کې د موټرو تګ او د ترافیکی قوانینو نه عملی کول: د سېلاب له ۳۰ – ۶۰ سانتی ژوروالی کولای شی کوچنی او متوسط موټر انتقال کړی. په لویو لارو کې ډېر ځله د چلوونکو د غفلت له امله د مسافرو ژوند له خطر سره مخامخ شوئ.

– د سېلاب اوبو ته نېژدې تفریح کول. ځکه ځینې کسان فکر کوی چې وروسته بیا ځان ژغورلی شی. خو د سېلاب اوبه ډېر خطر لری او تر ۱۵ سانتی ژوروالی ېې کولای شی یو لوی کس ورسره یوسی.

– د سېلابونو په پېښو کې زیانمن شویو کسانو د ژغورلو لپاره د عاجل ټیمونو لږوالی او د زیانمن شویو سره پر وخت مرسته نه کول.

که چېرې پورتنیو علتونو ته پاملرنه وشی د سېلابونو په ځانی او مالی زیانونو کې به د پام وړ لږوالی راشی. دې ستونزې ته ځینې حل لارې په لاندې ډول دی:

– د سېلابونو ستونزې د اوږد مهاله حل لپاره د بنسټیزو ودانیو جوړول.

– د سیندونو د حریم ساتنه او احیا

– د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې ترویج کول. خصوصا په ښارونو کې تر څو د سېلاب په اوبو کې لږوالی راشی او همدارنګه له اوبو مناسبه ګټه واخیستل شی.‌ د دې کار لپاره باید فرعی لارې او کوڅې په نیمه نفوذی ډول جوړې شی تر څو اوبه ځمکې ته ننوزی.

۴٫د سېلابونو لپاره د ښارونو په تفریحی پارکونو او د کلیوالو سیمو غرونو ته نېژدې د ژورو زیرمو جوړول، تر څو د سېلاب اوبه په کې تم شی.

– په ښارونو کې د کانالیزاسیون شبکې پراختیا او حفظ او مراقبت ته پاملرنه.

– د سېلاب د اوبو لپاره د ویالو او پلچکونو پاک ساتل تر څو اوبه په مصون ډول لاندې خوا ته لاړې شی.

– د سېلاب د اوبو د منحرف کولو لپاره استنادی ډېوالونو جوړول.

– د سېلاب اوبو ته نېژدې تفریح نه کول او د سېلاب پر وخت په واټونو کې د ترافیکی قوانینو رعایت کول.

– د سېلاب لپاره له پېښو مخکې، د پېښو پروخت او همدارنکه له پېښو وروسته تدابیر په پام کې نیول.

– د عاجل ټیمونو ظرفیت لوړلو او زیانمن شویو ته پر وخت د مرستو رسول.

دا چې افغان دولت اوس مهال د پورتنیو وړاندیزونو د بشپړ پلی کولو توان نلری، نو د ولس ګډون او وړاندیزونو ته پاملرنه کولای شی د زیانمنو شویو کسانو په شمېر کې لږوالی راولی.

همدارنګه دولت ته په کار ده د دا ډول لویو پېښو پر وخت له نړیوالو مرستندویو ادارو لکه بې پولې ډاکټران او نورو څخه مرسته وغواړی. خو امنیتی ستونزو د نړیوالو مرستندویه ادارو فعالیت له ګواښ سره مخامخ کړی چې له همدې امله ډېری ادارې په دې برخه کې لازمې مرستې نه کوی.

عاصم مایار

ممکن است شما دوست داشته باشید