روزنامه اصلاح

ولسی جرګه: د افغانستان په غیاب کې له طالبانو سره د هېوادونو لیدنې دې بندې شی

د افغانستان ولسی جرګه وایی، د دغه هېواد د حکومت په غیاب کې له طالب وسله والو سره د امریکا په ګډون د سیمې د هېوادونو هر ډول لیدنې او خبرې باید بندې شی.

د افغانستان ولسی جرګه وایی، د بهرنیو چارو وزارت باید د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو هغو هېوادونو چې د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې پیل کړی، وغواړی چې د افغان حکومت په نه حضور کې د دغه هېواد له وسله والو مخالیفینو سره خبرې نشی کولای.

د دغې جرګې غړو د شنبې د ورځې په عمومی ناسته کې وویل، دا ډول خبرې هېڅ ګټه نه لری، بلکې د دوی په خبره، له طالبانو اتلان جوړوی او افغان حکومت کمزوری ښیی.

د ولسی جرګې مشر عبدالروف ابراهیمی د دغې جرګې د استازو له بحثونو وروسته وویل:

“واقعیت دا دی چې له مخالیفینو سره د ملی یووالی حکومت د استازی له حضور پرته د سیمه ییزو هېوادونو هر ډول لیده کاته قطعاً د سولې له پروسې سره مرسته نه کوی، بلکې دا به یو ډول طالبان اتلان او د ملی یووالی حکومت ضعیف ښیی او د افغانستان په چارو کې یو ډول مداخله هم ګڼل کېدای شی چې وی.” 

د ولسی جرګې غړو وویل، په ابوظبی ، قطر، مسکو او تهران کې لیدنو ونشوای کړای چې د سولې په اړه مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړی.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږی چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سفرونه سیمه ییزو هېوادونو ته زیات شوی دی.

د ښاغلی خلیلزاد د سفرونو تر څنګ، په دې وروستیو میاشتو کې د امریکایی چارواکو په ګډون طالب استازو د افغانستان د دولت د استازو له حضور پرته په ابوظبی، قطر، مسکو او تهران کې د همدغو هېوادونو له چارواکو سره ناستې کړې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ویلی وو چې تر دې دمه د طالبانو په دریځ کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

په ورته وخت کې د ولسی جرګې یو غړی صالح محمد سلجوقی عمومی غونډې ته وویل:

“زموږ شک دا دی چې له طالبانو سره هغو هېوادونو چې خبرې یې کړی، د دې پر ځای چې د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره یې خبرې کړی وی، له هغوی سره د سولې د خبرو په پلمه علنی اړیکې جوړوی او په یو ډول یې هغوی ته مشروعیت ورکړی وی، د افغانستان د حکومت د استازو له حضور پرته له طالبان سره د دغو هېوادونو د لیدنو دوام به دوی سره د افغان حکومت ډیپلوماتیکې اړیکې کمزورې کړی.”

له دې سره د دغې جرګې یو بل غړی عارف رحمانی وویل، که امریکا او یو شمېر نور هېوادونه غواړی چې په افغانستان کې سوله راشی، باید پر طالبانو فشار راوړی چې مجبوره شی او له حکومت سره سوله وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید