روزنامه اصلاح

ولسی جرګه: انتخاباتی کمېسیونونه دې د شفافیت لپاره پر شوېو هوکړو عمل وکړی

د افغانستان د ولسی جرګې رییس له انتخاباتی کمېسیونونو غواړی چې د انتخاباتو د پایلو د شفافیت لپاره په هغه څه عمل وکړی چې توافق ورباندې شوی وی.

عبدالروؤف ابراهیمی وایی چې خلکو له دې امله د ولسی جرګې په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړ چې په انتخاباتو کې له بایو مټریک سیستمه په کار اخیستو هوکړه وشوه.

ښاغلی ابراهیمی د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۷ » د جرګې په آزاد بحث کې له انتخاباتی کمېسیونونو وغوښتل چې د انتخاباتو د پایلو د شفافیت لپاره دې په هغه څه عمل وشی چې هوکړه پرې شوې وه.

نوموړی وایی: “هیله لرم چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د شکایاتو کمېسیون خپلې کړنې له قانون سره سم او له هر هغه څه سره چې د انتخاباتو د شفافیت په اړه ورباندې توافق شوی وی، عمل وکړی چې د انتخاباتو پایلې خلکو ته د منلو وړ وی.”

دا په داسې حال کې ده چې د ولسی جرګې د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې او دغه شان د عقرب د ۵مې په انتخاباتو کې د بایو مټریک سیستم په اړه زیات شکایتونه موجود وو.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلی چې په ځینو انتخاباتی مرکزونو کې بایو مټریک سیستم سم کار نه‌دی کړی، په ځینو مرکزونو کې په لوی لاس خراب شوی چې د هغو مرکزونو پاکې رأیې به هم وشمېرل شی.

خو د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون ویلی چې له بایو مټریک سیستم پرته رأیې ورته د منلو وړ نه‌دی.

د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وایی، د رأیو د شمېر پر سر د دواړو کمېسیونونو تقابل به د ولسی جرګې د انتخاباتو د پایلو پر اعلان ناوړه اغېزه وکړی او دا چاره به د جمهوری ریاست د انتخاباتو مهالوېش هم اغېزمن کړی.

د دغه بنسټ اجراىیوی رىیس یوسف رشید وویل، دواړه کمېسیونونه باید په خپلو کې کېنی او دغې ستونزې ته د حل منطقی لاره ولټوی.

دی زیاتوی:

“باید دواړه کمېسیونونه په خپلو کې سره کېنی، ستونزې وڅېړی او د دواړو کمېسیونونو د ونډو د صلاحیتونو په ترکیب، د دغو قضیو لپاره د حل لار پیدا کړی، دوی باید یو بل د مطبوعاتو له لارې تورن نه‌کړی چې له دې چارې بیا یو شمېر سیاستوال ناوړه ګټه اخلی.”

ښاغلی رشید وایی، که انتخاباتی کمېسیونونه وخت، شرایطو او حالاتو ته په کتو دغې ستونزې ته د حل معقوله لاره ونه‌لټوی، پر انتخاباتو به د افغانانو باور کمزوروی او د ولسواکۍ دا پروسه به اغېزمنه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید