روزنامه اصلاح

ولسمشر غنی د هرات مصلی پنځم څلی بېړنۍ ارزونه غوښتې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، ولسمشر محمد اشرف غنی د هرات والی سره په ټیلیفونی خبرو کې د هرات د مصلی پنځم منار د بیارغونې غوښتنه کړې.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلی چې ولسمشر غنی د هرات والی عبدالوحید قتالی ته امر کړی چې د هرات د مصلی پنځم منار د ارزونې لپاره ژر تر ژره یو مسلکی ډله وګماری او د بیارغونې لپاره یې لاس په کار شی.
ښاغلی قتالی ویلی، د دې منار د بیا رغونې لپاره د موندنو او ارزونې پایلې به له ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکې کړی.
د هرات په مصلی کې پنځه مناره دی چې د تیموریانو په وخت کې جوړ شوی، خو د یوه منار وضعیت ښه نه و او کوږ شوی او رالوېدو له ګواښ سره مخامخ دی.
په ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې په هرات کې د مصلی او د ګوهرشاد ګنبد جوړوی. د دې تاریخی ځایونو جوړونه د جمهوری ریاست د عملیاتو او پراختیایی ادارې په غاړه اخیستې ده.
د هرات د والی ویاند جیلانی فرهاد ویلی، اوسمهال د دې ولایت د مصلی پر ځینو برخو کار روان دی.
د شاهرخ میرزا (د امیر تمیور زوی، د تیموریانو دورې د یوه پاچا) مېرمن ګوهرشاد بېګم د سیمې یوه له مشهورو ښځو څخه ده.
د افغانستان په هرات کې د ګوهرشاد منار او د ایران په مشهد کې د امام رضا (د شیعه ګانو اتم امام) زیارت ترڅنګ د ګوهرشاد جومات د دې له لویو یادګارونو دی.
ولسمشر غنی ګوهرشاد مېرمن د افغانستان او سیمې یو فرهنګ دوسته څېره بللی وه.
د هرات مصلی کې پنځه څلی دی، چې د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی، خو یو څلی کوږ شوی او د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی
د هرات د مصلی منارونه د تیموریانو په وخت کې په هغه سیمه کې جوړ شوی چې د ګوهرشاد مدرسه پکې وه.
د جګړو په وخت کې د هرات مصلی ویجاړه شوه او یوازې څلور ګنبدونه یې پاتې شول چې هغه هم سخت زیانمن شوی.
د شارخ میرزا مېرمنې ګوهرشاد بېګم قبر هم د هرات د مصلی خواته دی. دا ګنبدونه د تیموریانو د وخت له مهمو معماریو حسابېږی.
د هرات فرهنګی پرمختګ د تیموریانو په وخت کې د شاهرخ میرزا او مېرمن یې ګوهرشاد بیګم، د شاهرخ میرزا زوی بایسنغر میرزا، د ده وزیر سلطان حسین بایقرا او لمسی یې امیرعلی شېر په مټو شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید