روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د بحث اصلی ویناوالو د سولې او ثبات د راتلو لپاره د هڅو په چټکۍ ټینګار وکړ.
غونډه په دې عنوان جوړه شوې وه چې امنیت شورا په افغانستان کې د سولې له پروسې د ملاتړ لپاره څه کولی شی؟
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غنی د امنیت شورا په غونډه کې د ګڼو نورو ګډونوالو په څېر د ویډیو کنفرانس له لارې براخه اخېستې وه او په خپله وینا کې یې د سولې لپاره د افغان دولت له هڅو او د ده په خبره قربانیو یادوونه وکړه.
ولسمشر غنی طالبان تورن کړل چې له سږ فبروری راهیسې یې د نرمښت پرځای له تشدده کار اخېستی او ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ولسمشر غنی د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څو غوښتنې وکړې چې یوه او مهمه یې د سولې د خبرو د بریا لپاره پر طالبانو د بندیزونو پلی کول و.
دی وایی: “زه له شورا څخه غوښتنه کوم چې له طالبانو سره د خبرو اترو د بریا لپاره د کلیدی وسیلې په توګه د بندیزونو په پوره او اغېزمن پلی کولو باندې ټینګار وکړی. طالبانو تر دې دمه ټاکلی شرایط نه دی پوره کړی. بندیزونه یوازې هغه وخت مؤثریت لرلی شی چې د ټولو له خوا پلی شی او په اوسنی مېکانېزم کې په هر ډول بدلون باندې غور باید یوازې د سولې په پروسې او د هغې په پایلو کې د پام وړ پرمختګ د راتلو په صورت کې وشی چې موږ لا تر اوسه نه دی لیدلی او همدا راز یوه داسې افغانستان ته د طالبانو تعهد چې په هغه کې د ښځو اساسی حقونه خوندی وی او لږه کی بیا له تبعیض سره مخ نه شی.”
د راپورونو پر اساس د افغانستان د سولې د هڅو په پیل سره د طالبانو په ځینو مشرانو باندې د ملګرو ملتونو لګیدلی بندیزونه نرم شوی او د دغه نرمښت یوه پایله او بېلګه بېلابېلو هېوادونو ته د طالب مشرانو ازادانه تګ راتګ دی.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دې ځانګړې غونډه کې ولسمشر غنی د قطر په کوربه توب د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو خبرې ښې وبللې، خو نیوکه یې وکړه چې د اوربند د ټینګښت هیله یې نه ده پوره کړې.
د امنیت شورا دې غونډې ته د قطر مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثانی وویل چې هېواد یې د افغانانو کوربه توب کوی او د افغانانو د سولې او ثبات د ټینګښت د هیلې په پوره کولو کې هېڅ هڅه نه سپموی.
د غونډې بله ویناواله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې او د یوناما مشره دیبورا لاینز وه.
د اغلی لاینز د وینا یوه مهمه برخه د قطر په خبرو څرخېده: “موږ همدا اوونۍ واورېدل چې امکان لری دواړه ډلې په طرزالعمل باندې موافقې ته نږدې وی چې په مټ به یې د اجنډا په اړه بحث ته لار هواره شی. دا به یو ډېر لوی پرمختګ وی. د دغه نوی باب په پرانېستلو سره باید نړیواله ټولنه وګوری چې څنګه دا هڅې پیاوړې کولای شو څو سوله د یوې واقعی بریا چانس ولری.”
اغلې لاینز وویل، که څه هم په افغانستان کې تاوتریخوالی لوړ دی خو مهمه او مثبته خبره دا ده چې په دې کړکیچن حالت کې د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوی خبرې کوی.
د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سېپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې خبرې پیل شوی.
له څه باندې دوو میاشتو خبرو ایله اوس د ځینو پرمختګونو راپورونه خپریږی.
د فرانسې خبری اژانس په پاکستان او دوحه کې د درېیو طالب چارواکو په حواله چې نه غواړی نومونه یې افشا شی، خو د دوحې د خبرو په جزئیاتو خبر دی راپور ورکړی چې موافقه ډېره نږدې ده او ښایی په څو ورځو کې ګډه اعلامیه خپره شی چې ورپسې به رسمی خبرې پیلیږی.
د فرانسې خبری اژانس په دوحه کې د افغان دولت د یوه چارواکی په حواله هم ویلی چې دواړو ټیمونو اختلافی مسایل سره هوار کړی.