روزنامه اصلاح

ولسمشرغنی یو ځل بیا د واک لېږد لپاره پر ټاکنو ټینګار وکړ

ولسمشر محمد اشرف غنی د سې شنبې په ورځ د اسیا زړه-استانبول بهیر غونډه کې وویل، سوله یې هیله نه بلکې یو مهم ضرورت دی، خو په دا مهال یې یو ځل بیا د واک لېږد لپاره پر ټاکنو ټینګار وکړ.
د هغه په خبره، هغه ټاکنې چې د سولې خبرو پایله کې تر سره کېږی باید د اساسی قانون سره سمې، سراسری، عادلانه او روڼې وی او نړیواله ټولنه یې هم وڅاری.
د ولسمشر غنی د قانونی واک څلور کلونه پاتې دی، خو څه مهال مخکې یې وویل، وارمخکې ټاکنو ته تیار دی.
ولسمشرغنی پر عمومی اوربند هم ټینګار وکړ او ویې ویل نړیوال بنسټونه دې دا اوربند وڅاری.
هغه د اسیا زړه- استانبول بهیر غونډې له ګډونوالو او نړیوالې ټولنې مننه وکړه چې د افغان سولې او ټیکاو لپاره هڅې کوی.
د ولسمشر په خبره، ټیکاومن افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان غونډې ته وینا کې وویل، افغان کشاله پوځی حل نه لری او د افغان سولې بهیر کې د امنیت او سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو هرکلی کوی.
نوموړی د شوروی له پرځېدو وروسته د تاجکستان کورنۍ جګړې ته په اشاره وویل، چې تاجکستان کې د پخلاینې بهیر کې د هغه وخت افغان حکومت هلې ځلې وکړې او د تاجکستان د ښکېلو لورو ترمنځ د سولې اولنۍ خبرې کابل کې وشوې.
“په دې سبب موږ شپه ورځ د افغان سولې بهیر خبرو فکر کې یو، هیله یې لرو او څه مو چې له وسه کېږی مرسته ور سره کوو، چې افغان وروڼه سوله کې ژوند وکړی او خپل هېواد اباد کړی. ”
نوموړی د اسیا زړه- استانبول بهیر له غړو او ګډونوالو هیله وکړه چې د افغان سولې بهیر کې بې غرضه همکاری وکړی.د اسیا زړ-استانبول بهیر نهه ناسته پرون د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې پیل شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایی، دې غونډه کې د افغان حکومت اجنډا د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړی کول دی.
دې غونډه کې پر افغان سوله سربېره د سیمې هېوادونو سیاسی، اقتصادی او امنیتی همکارۍ پر پراختیا هم خبرې کېږی.
ولسمشر غنی هم خپلو خبرو کې هیله وکړه چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پولې د پرانیستو او همکارۍ پولو بېلګه باندې بدلې شی:
“انشاالله د سیمه ییز وصل لپاره به زموږ ګډې طرحې د ټولو د پرمختګ او د سیمې د خلکو د ارامۍ سبب شی.”
دې غونډه کې د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان وویل، هڅه کوی له افغانستان سره اقتصادی او سوداګریز اړیکی د ګډو سرحدی سیمو په ګډون نورې لوړ کړی.
د اسیا زړه – استانبول بهیر د ۲۰۱۱م عیسوی کال د نومبر پر ۲ د ترکیې استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو .
د دې بهیر یوه موخه په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکی دی، چې پکې د ترهګرۍ، نشه یی توکو، بې وزلۍ او توندلارۍ له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږی.
د دې بهیر اتمه ناسته په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې وشوه، خو د کورونا له امله یې تېر کال غونډه ونه شوه.
دغه بهیر د سیمې او نړۍ ۱۵ غړی او ۱۶ مرستندوی هېوادونه لری چې هر کال یې په دورانی ډول کلنی کوربتوب د غړو هېوادونو له لوری کېږی.
د دې بهیر نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سیمه ییزو او نړیوالو موسسو استازی دی.
ټاکلې ده د اسیا زړه- استانبول بهیر راتلونکې غونډه افغانستان کې وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید