روزنامه اصلاح

ولسمشرغنی: نړیواله ټولنه دې سولې ته د طالبانو په لیوالتیا بیا کتنه وکړی

 

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غنی له نړیوالې ټولنې څخه غوښتی چې سولې ته د طالبانو او د دغې ډلې د ملاتړ کوونکو په لیوالتیا باندې بیا کتنه وکړی.
ولسمشرغنی د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۸ (زمری ۶) د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ په غونډه کې وویل چې د نړیوالو تروریستی شبکو په ځانګړې توګه د جیش محمدی، لشکر طیبه او داعش پراخ نفوذ جګړې ته نوی سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه ورکوی.
د افغانستان جمهور رئیس وویل: “موږ له نړیوالۍ ټولنې څخه غواړو چې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا د سیاسی حل لارې منلو د لیوالتیا په روایت باندې بیا کتنه وکړی”.
د ښاغلی غنی په وینا د ماینونو ځای پر ځای کول، موټربم او ځانمرګی بریدونه، بیړنی اعدامونه، غچ اخیستونکی قتلونه او جبری ودونه له بشری حقونو څخه د مکررو سرغړونو بیلګې دی چې په افغانستان کې دوام لری.
د افغانستان جمهور رئیس دغه راز وویل چې د نړۍ اسلامی علماو د طالبانو له خوا پیل شوې جګړې په اړه ویلی چې روانه جګړه “هیڅ دینی او مذهبی اړخ نه لری” او زیاته یې کړه چې “د طالبانو لپاره یوازینۍ لاره د ټول ولس په خوښه سیاسی توافق” دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسی استازولۍ (یوناما) مشرې دیبرا لانیز په دې غونډه کې وویل چې په افغانستان تلپاتې سولې ته د رسېدلو لپاره باید ژر د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات “د صمیمیت په فضا کې” پیل شی.
اغلې لاینز په افغانستان کې د طالبانو وروستی پرمختګونه د اندېښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه: “د جګړې په ډګر کې پرمختګ طالبانو ته مسوولیت راجع کوی. نړۍ له نږدې ګوری چې دوی اوس څه ډول عمل ترسره کوی”.
یوناما ټینګار کړی چې هیڅ لوی تمویلوونکی هېواد او بنسټ به له هغو سره “چې پر ښځو ظلم کوی، له اقلیتونو سره تبعیض کوی، د نجونو پر زده کړو سترګې پټوی او یا استبدادی حکومت رامنځ ته کوی” مالی مرستې ونکړی.
د یوناما مشرې دغه راز وویل چې په افغانستان کې د روانو جګړو، وچکالی او کروناویروس وبا له امله بیړنیو بشری مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر ۱۸ میلیونو ته رسېدلی دی.
د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ ځانګړې غونډه چې د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې جوړه شوه په کې د افغانستان د دولت لوړپوړو چارواکو، د افغانستان مالی ملاتړ کوونکو او ملی او نړیوالو ناظرو بنسټونو حضور درلود.
دا غونډه د ژنیو په کنفرانس کې د شویو ژمنو د عملی کولو او په نومبر میاشت کې د جیګپوړو چارواکو غونډې ته د چمتوالی لپاره رابلل شوې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید