روزنامه اصلاح

ولسمشرغنی د کـندهار هـوایی ډګرد احـمدشاه بابا په نـوم ونومـاوه او د لمریزې برېښنا د تولید شبکه یې پرانیسته

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی پرون سهار د لوړ پوری دولتی پلاوی په مشرۍ کندهار  ولایت ته ورسېد او د کندهار ولایت د مشرانو او مقاماتو په حضور کې ددغه ولایت هوایی ډګر، د احمدشاه بابا بین المللی هوایی ډګر په نوم ونوماوه.

جمهوررئیس د احمد شاه بابا په نوم د دغه هوایی ډګر د نومولو پر مهال وویل، د ویاړ ځای دی چې دغه هوایی ډګر د افغانستان د یو تن ملی او بین المللی شخصیت په نوم ونومول شو او اوس به د احمد شاه بابا بین المللی هوایی ډګر باندې درې چنده پانګونه وشی، همدارنګه زه غواړم دغه هوایی ډګر په سیمه کې د وصل نقطه وی، تر څو د کندهار تولیدات خلیج، اروپا او نورو هېوادونو ته له همدې ځایه صادر شی.

وروسته د هیواد جمهوررئیس د کندهار ښار تر دوه لارې (دوراهی) پورې د هوایی ډګر واټ پرانیست او هغه یې د خپلواکۍ د اتل شهید سترجنرال عبدالرازق په نوم ونوماوه. جمهوررئیس د دغه واټ د پرانیستې پر مهال وویل: د ویاړ ځای دی چې دغه واټ په معیاری ډول جوړ او د افغانستان د یوه اتل په نوم ونومول شو. جمهوررئیس غنی د ځمکو او ښار جوړولو وزارت، سیمه‏ ییزو ارګانونو او کندهار ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د یاد واټ دوو خواوو ته دې د پراختیایی زون د احیا ترتیبات ونیسی.

د خپلواکۍ د اتل شهید سترجنرال عبدالرازق واټ د ۱۶٫۱۴ کیلو مترو په اوږدوالی او د ۶۹٫۲ مترو په عرض د ۲٫۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د دولت له پراختیایی بودجې څخه جوړ شوی دی.

دغه راز جمهوررئیس غنی د کندهار ولایت لمریزې تولیدی برېښنا شبکه د دغه ولایت د مشرانو او مقاماتو په حضور کې پرانیسته. د هیواد جمهوررئیس دکندهار ولایت خلکو ته د دغې شبکې د پرانیستې مبارکی وویله او دغه راز یې د خصوصی سکتور د مشارکت او هڅو مننه وکړه.

جمهوررئیس غنی وویل: د خوښۍ ځای دی چې په افغانستان کې له ټکنالوژۍ او د لمریزې انرژۍ څخه د برېښنا د تولید د استفادې نوی باب پرانیستل شو.  هغه زیاته کړه، د دې شبکې تولیدی ظرفیت ۳۰ میګاواټه دی، خو هغه انځور چې زه یې د کندهار لپاره لرم، دغه ولایت به سلګونه میګاواټه برېښنا ته اړتیا ولری.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د برېښنا د دغې شبکې پرانیسته به د کندهار ولایت د پیداوار په ځانګړی ډول د کندهار د انارو او انګورو پر زیاتوالی او ساتنې زیات اغیز ولری.

د کندهار د لمریزې برېښنا د تولید شبکه  په دوه برخو کې جوړه شوې چې د ۳۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لری چې  د خصوصی سکتور د بودجې او د هیواد د مالیې وزارت له سب سایډۍ څخه د ۳۹ میلیون ډالرو په لګښت بشپړه شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید