روزنامه اصلاح

ولسمشرغنی د خوست نړیوال هوایی ډګر پرانیست

د خوست نړیوال هوایی ډګر پرون شنبه د جولای لسمه (چنګاښ ۱۹) د ولسمشر محمد اشرف غنی لخوا رسماً پرانیستل شو.
ولسمشر غنی پرون شنبه د خوست هوایی ډګر پرانیستلو او د دغه ولایت امنیتی وضعیت ارزولو لپاره د یوه لوړپوړی پلاوی په مشرۍ خوست ولایت ته ولاړ.
ارګ ویلی چې ولسمشر غنی د خوست هوایی ‌‌‌‌‌‌ډګر له پرانیستې او د دغه ولایت له والی مهمند کټوازی سره تر کتنې وروسته له متحده عربی اماراتو څخه راغلو مېلمنو سره وکتل او د هغوی هر کلی یې وکړ.
دا د افغانستان پنځم لوی هوایی ډګر دی چې له پرانیستلو سره به یې د خوست او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته په کور دننه او بهر د سفر اسانتیاوی رامنځته شی.
د افغانستان د ملکی هوایی چلند ادارې د معلوماتو په اساس د خوست هوایی ډاګر د جوړېدو چارې نهه کاله مخکې پرانیستل شوې وې چې په پنځو پړاونو کې بشپړې شوې.
د یاد هوایی ډګر ټول لګښت یو میلیارد او ۸۸۱ میلیونه افغانۍ و چې د افغانستان د ملکی هوایی چلند ادارې د پراختیایی بودجې څخه ورکړل شوی دی.
د خوست نړیوال هوایی ډګر د هوایی ټرافیک د کنټرول لپاره مجهز رادار، کنټرول برجونه او د مسافرو تم ځای یا مجهز ترمینل سر بیره ټول اړین سهولتونه لری.
دغه هوایی ډګر ته په لومړی ځل د تیرې غبرګولې میاشتې پر ۳۱مه له دبۍ څخه خوست ته نړیواله الوتنه تر سره شوه چې خلکو یې پراخ هر کلی وکړ.
وروسته جمهوررئیس غنی د خوست ولایت لویې ولسی غونډې ته حاضر شو او وویل زما ژمنه داده چې د خوست هوایې ډګر په څېر نورې ډالۍ به هم تاسوته درکړم او له ستاسونه مننه کوم چې ماته مو د افغانستان ملی وحدت، د جمهوری نظام ټینګښت او عزت راکړ.
ولسمشر د سولې په باب وویل چې تل یې طالبانو ته د سولې وړاندیز کړئ، خو وایی چې هغوی نه دی منلی.
ولسمشر غنی زیاته کړه: “د جګړې د اوږدیدو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی، له طالبانو باید وپوښتل شی چې د چا لپاره جګړه کوی؟ که افغانستان ورانېږی او افغانان وژل کېږی نو ګټه یې چاته رسېږی.”
نوموړی زیاته کړه چې وسله وال طالبان باید ژمنه وکړی چې د ډیورنډ فرضی کرښه یې نه ده منلې، د افغانستان څلور لارې په یو لارې نه بدلوی او په خبره یې طالبان باید ژمنه وکړی چې د افغانستان اوبه نه خرڅوی او د نورو «نوکری» نه کوی.
ولسمشر زیاته کړه: “که هره ورځ له ۴۰۰ څخه تر ۷۰۰ افغانان مړه شی د دې ګټه چاته رسیږی،که ودانۍ سوځیږی؟… دلته خبر دې کې ده د چا لپاره دا کار کوئ؟… چې سبا کېنو ویلې نن نه کېنو. زموږ خبره څه ده راسئ شرعیت د خدای منئ هغوی وایی نه د امریکایانو موافقه. امریکانو موافقه له شرعیت نه لوړه ده؟”
هغه وویل چې خلک باید له سوریې، عراق، لبنان او الجزایر نه درس واخلی او خبره یې په مېړانه ودریږی او کنه شپږ نسله به یې خدای ج ته مسؤل وی: “نن ورځ د دریځ ده، دریځ په جمهوریت، دریځ په ولسواکۍ، دریځ په سولې او دریځ د یو بل په منلو باندې، تاسو فکر کوئ چې یو مملکت یو ګاونډی له یوې او بلې لارې نه پر افغانستان باندې خپله خېټه واچوی نور یې منی یا موږ یې منو؟.”
ولسمشر غنی همدارنګه ګواښ وکړ که چیری تر دې وروسته هر څوک د نظام له داخل نه د حکومت ضد تخریب کوی صبر به ورته نه کیږی:”د نظام منځ کې هغه خلک چې په داخل کې تخریب کوی پس له دې نه به څوک صبر ورته نکوی تعمل به نلری، پوه دی سی چې څوک چې دی که ونه درېدل سبا به یې مخونه تور وی،موږ یې پر خرو چپه نه ګرځوو خو ولس به یې مخونه ور تور کړی.”

ممکن است شما دوست داشته باشید