روزنامه اصلاح

ولایـتی خبرونه

خوست

د ۱۴ ټاکنیزو محلونو رأیې باطلې اعلان شوې

په خوست کې د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارواکو رسنیو او د نوماندانو ناظرینو ته وویل چې دوی ته د سپارل شویو ۱۸۹ ټاکنیزو تخطیو څخه ۲۸ مورده چې یو څه جنجالی وو، د بررسۍ او څېړنې لپاره د شکایاتو مرکزی کمېسیون ته لېږل شوی دی.

د کمېسیون کمېشنر عبدالله انصاری وویل چې د رایو د تفتیش، بیا شمېرنې او شکایاتو ته د رسیده‎ګی او تصمیم نیونو بهیر چې درې اوونۍ مخکې پیل شوی وو، پای ته ورسېد.

په خوست کې د ټاکنیزو شکایاتو د کمېسیون چارواکو د باطل شویو مرکزونو او محلاتو په باب وویل، د ځینو مرکزونو مشخص محلونه باطل شوی، په ځینو مرکزونو کې یوازې د یو نوماند رأیې باطلې شوې دی او ځینو نورو د یو نوماند د ټولو رایو بېرته شمېرنې ته اړتیا پیدا شوې ده.

دوی د یو شمېر باطل شویو مرکزونو نومونه هم واخیستل او ویې‌ویل، په تڼیو کې د پخې چری د ښځینه‌وو او نارینه‌وو د محلونو ټولې رایې باطلې شوی، د زارپایو خان د مرکز د صفر یو او صفر دوه محلونو رایې باطلې شوې دی او علت‌یې دا دی چې د ټاکنو په کمېسیون کې یو کس په رأیو کې لاسوهنه کړې وه.

د ښځو چارو ریاست په محل کې د یو مشخص نوماند رایې باطلې شوې دی.

همدارنګه د دوی په وینا د تربزیو او علی شیرو ولسوالۍ اړوند د چینګۍ جومات د نارینه‌وو د څلورو محلونو ټولې رایې باطلې شوې دی.

د شکایاتو د کمېسیون ویاند محمد اشرف ارین وایی، هغه شمېر نوماندان چې رایې یې باطلې شوی، کولای شی د سې شنبې ورځې د مازدیګر تر څلورو بجو استېناف طلبی وکړی.

د یادونې وړ ده د یکشنبې په ورځ په خوست کې هم یو شمېر نوماندانو د شکایاتو له کمېسیون غوښتلی ول چې بې‌بایومټریکه رایې باطلې اعلان کړی او هغه کسان عدلی او قضایی ادارو ته وروپېژنی چې د ټاکنو په ورځ‌یې په پټه او ښکاره ټاکنیزې تخطۍ او درغلۍ کړې دی.

***

پنجشیر

زیانمنو شویوکسانو له مسوولانو سره

خپلې ستونزې  شریکې کړې

په پنجشیر ولایت کې یوشیمر زیانمنو شویو کسانو ددغه ولایت له مسوولانو سره خپلې ستونزې شریکې کړې .

دباختراژانس دخبرله مخې، دپنجشیر ولایت دخینج ولسوالۍ دپشغور دکلی یوشمیر زیانمنو  شویو کسانو په یوه غونډه کې په دغه ولایت کې دولایتی شورا له رییس عزم الدین مرزایی  او ددولتی ادارو له نورو مسوولانوسره خپلې ستونزې شریکې کړې .

دغوزیانمنو شویو کسانو ددوى په ورځنی ژوند کې شتو ستونزو ته په اشارې سره  وایی چې دغره دښوئیدو  او دوروستیو سیلاونو دراوتلو له امله دخپل دژوند ټول شتمنی  له لاسه ورکړی دی اوله ستونزو سره مخامخ دی .

دوى زیاتوی سره له دې  چې ددوى په کلی کې له طبیعی  پیښې  څخه زیات وخت تیرېږی  خو تراوسه پورې له دوى سره هیڅ راز  بنسیټیز کار نه دى شوی .

په دې غونډه کې دپنجشیر دولایتی شورا رییس عزم الدین  مرزایی دزیانمنو شویوکسانو دستونزو په لرې کولو کې اړوندو بنسټونه ته لارښوونه وکړه .

***

ننګرهار

له سلګونو جګړه ځپلو اوبیځایه شویوکورنیو سره مرسته وشوه

په ننګرهار ولایت کې دجګړو  له امله په سلګونو  بیځایه شویو کورنیو سره دخوړو توکی او دجامو  مرستې وویشل شوې .

دغه مرستې دنازیانو ولسوالۍ څلورسوه جګړه ځپلو  کورنیو ته وویشل شوى .

په ننګرهار ولایت کې  یوسیمه ییز مسوول دباختراژانس خبریال ته وویل  چې په دې پړاو کې څلور سوه کورنیو سره  وریجې ،  غوړی ، اوړه ، لوبیا ، نخود ،  چاى ، بوره  ، مالګه . ژمنۍ جامې ، شړۍ او دخیمو مرسته وشوه .

دغه مرستې دنړۍ دمرستندویو بنسټونو له خوا برابرې شوې وې .

***

 

برخشان

اته ویشت کیلوګرامه هیروئین ضبط شول

دبدخشان ولایت امنیتی منسوبانو په دغه ولایت کې اته ویشت کیلوګرامه هیروئین کشف او ضبط کړل .

دبدخشان دامنیې قوماندانۍ دامنیت آمر سمونمل احمد طارق ضیاپور دباختراژانس خبریال ته وویل چې ددغه ولایت امنیتی منسوبانو اته ویشت کیلوګرامه هیروئین چې په یو پیکپ موټر کې ځاى پرځاى  شوی وو ددغه ولایت دکشم ولسوالۍ ددشت امانی په سیمه کې کشف او ضبط کړل .

ده زیاته  کړه چې ددغو توکو دلیږدونې په تور دوه تنه مشکوک کسان ونیول شول .

***

هلمند

ولسونو د ملی اقتصادی اوبنسټیزو پروژو څخه ملاتړڅرګند کړ

د هلمند ولایت سلګونه قومی مشرانو، ځوانانو او مېرمنو د یوې پراخې غونډې پر مهال د حکومت له لوری د بنسټیزو اقتصادی او رغنیزو پروژو څخه ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ، چې په پلې کېدو کې به یې همکاری وکړی.

د باختر اژانس د سمیه ېیز خبریال د خبر له  مخې؛

په دې غونډه کې دولسی ملاتړمسوول عبدالوکیل اڅک، قومی مخورو حاجی عبدالخالق خان، شېر آغا صافی او د مدنی ټولنو د همغږۍ د مرکز مشر نظر محمد رودی د وینا پر مهال د ټاپی، کاسا زر، زمینداور کانال، چابهار بندر، د کجکی بند د ظرفیت لوړولو او ورته نورو ملی، ستراتیژیکو او بنسټیزو پروژو د تطبیق په چارو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او یادې پروژې یې د هیواد او ملت لپاره د پرمختګ وسیلې یادې کړې.

په همدې حال کې  د هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان وویل: بنسټیزې پروژې، د افغانستان ملت او دولت د ثبات لور ته بیایی او د ملی یووالی حکومت د سولې او امنیت ترڅنګ پر اقتصاد او بنسټیزو پروژو جدی کار کوی.

هغه وویل: دغه بنسټیزې او اقتصادی پروژې د بې کارۍ او غربت په له منځه وړلو، د سولې او امنیت په تامین او د هېواد د پر ځان بسیاینې لپاره تر ټولو غوره رول او اهمیت لری.

د هلمند والی د بنسټیزو پروژو په تطبیق کې د خلکو ونډه او رول اساسی یاد کړ او ویې ویل: که موږ غواړو، هیواد مو د نورو له اړتیا خلاص او پر ځان بسیا شی، نو اړینه ده چې د ملی، بنسټیزو او لویو پروژوپه ترسره کېدو کې صادقانه ونډه واخلو.

هغه د هلمند پر ولسونو غږ وکړ، چې پېژند پاڼې واخلی او د کره وګړو په تناسب له حکومت څخه خپل حقونه او امتیازات ترلاسه کړی، چې په دې برخه کې یې د ولسی او قومی مخورو، مدنی ټولنو او نورو مهمو قشرونو ونډه او همکاری مهمه وبلله.

***

لغمان

د څه د پاسه ۵۲ مېلیونو افغانیو په لګښت د نوی سل بستریز روغتون لپاره احاطوی دیوال جوړ شو

په لغمان ولایت کې د نوی سل بستریز روغتون احاطوی دیوال  په داسې  حال کې ګټې اخېستنې ته سپارل کېږی چې د ودانۍ نورې چارې یې لا هم نیمګړې پاتې دی خو د مسوولینو په وینا پاتې چارې هم په ګړندیتوب سره روانې دی او  په  نږدې وخت کې  به بشپړې  شی.

د غه احاطوی دیوال په ۳۲ جریبه ځمکه باندې را تاو شوی چې ټول ټال پرې(۵۲۵۱۳۰۳۶) افغانۍ لګښت راغلی دی.

د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛

د احاطوی دیوال د پرانستې په مراسمو کې د عامی روغتیا وزیر خوښی وښوده چې د نوی سل بستریز روغتون چارې ورځ تربلې بشپړیږی او ژر به یې نور کارونه هم پای ته ورسیږی.

په همدې حال کې د لغمان والی محمد اصف ننګ له عامی روغتیا وزارت څخه ورغلی پلاوی څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د نوی سل بستریز روغتون پاتې چارې بشپړې او ژر دې پکې روغتیایی خدمات پیل شی

ممکن است شما دوست داشته باشید