روزنامه اصلاح

ولایتی خـبرونه

د ننګرهار فعالان: اوس هم د ډېورند په کرښه افغانستان ته قاچاقی وسلې راځی

دافغانستان سرحدی ځواکونو د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د وسلو یو قاچاق وړونکی له سپکو او درنو وسلو سره نیولی دی.

په ختیزه سیمه کې د سرحدی ځواکونو قوماندان برید جنرال محمد ایوب حسین خېل د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د دوی د شپږم کنډک سرتېرو له دغه قاچاق وړونکی سره ۳۱ میله مختلفې وسلې نیولی چې د ډیورند کرښې له هغې غاړې افغانستان ته را قاچاق کولې.

له دې وړاندې د ختیزې سیمې یو شمېر اوسېدونکو آزادی راډیو سره په خبرو کې ورته اندېښنه ښکاره کړې وه چې دلته د وسله والو ډلو لپاره وسلې او مهمات د ډیورند پر کرښه راړول کېږی.

د ننګرهار یو شمېر مدنی فعالان هم په دې اند دی چې تر هغه چې د ډیورند پر کرښه د وسلو، مهماتو او په نورو برخو کې د قاچاق مخه ونه نیول شی، په دې سیمه کې د امن راتګ ستونزمن دی.

مدنی فعال اسدالله ښالېز وایی، په دغو لارو پخوا هم قاچاق کېده، خو اوس د قاچاق بڼه بدله شوې، خو وړاندیز یې دا دی چې د ډیورند د کرښې اوږدوالی ته په کتو، باید د ځواکونو شمېر هم لوړ شی.

له دې وړاندې هم سرحدی ځواکونو په وار وار د مهماتو او د وسلو د نیول کېدو خبر ورکړی، خو یو شمېر کتوونکی بیا د سرتېرو له خوا د وسلو او مهماتو نیول لویه لاسته راوړنه بولی او ټینګار کوی چې پر دغه کرښه ټولې قاچاقی لارې په بشپړ ډول وتړی.

***

د بلخ د لرغونو اثارو د قاچاق په اړه اندېښنې

د بلخ د مدنی ټولنې غړی په دې ولایت کې د لرغونو سیمو د کیندنو او بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوی.

په بلخ کې د نوی خط په نوم د ټولنیز بنسټ مشر عبدالقادر مصباح وایی چې د دې ولایت په خلم، بلخ او دولت آباد ولسوالیو کې محلی زورواکی په خپلسری توګه لروغونې سیمې کیندی او له هغو تر لاسه شوی آثار په قاچاقی توګه بهر ته صادروی.

ښاغلی مصباح د حکومت له لوری پر لرغونو سیمو د مدیریت نشتون او له تاریخی میراثونو ساتنه د خپلسرو وسله والو له خوا د یادو سیمو د کیندنو او تورو بازارونو ته د افغانستان د تاریخی آثارو د قاچاق اساسی عامل بولی.

مصباح وایی چې د دې وضعیت په دوام سره به د هېواد په لرغونی تاریخی هویت کې لاسوهنه وشی او دا هویت د تاریخ له پاڼو د پاکېدو له خطر سره مخ دی.

په بلخ کې “قلم د سولې ژبه” د ټولنیز سازمان مرستیال بشیر سروری وایی چې د لرغونو سیمو ساتنې ته د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نه پاملرنې له وجې اوس مهال سیمه ییزو کسانو د لرغونو سیمو په محوطه کې د شخصی کورونو ودانۍ جوړې کړی دی.

ښاغلی سروری وایی، په اکثرو مواردو کې محلی زورواکی د لرغونو سیمو د غصب لپاره د یادو سیمو آثار تخریبوی او په کې د کورنو لپاره ودانۍ جوړوی.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم په دې ولایت کې په خپلسری توګه د لرغونو سیمو کیندل او بهر ته د لرغونو آثارو قاچاق تأییدوی.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر صالح محمد خلیق وویل چې په لرغونو سیمو کې نا پېژانده وسله وال کیندنې ترسره کوی او همداراز محلی زورواکو د لرغونو سیمو په حریم کې د ځان لپاره کورونه جوړ کړی.

په همدې حال کې له سمنګانه هم را رسېدلی راپورونه وایی چې د دې ولایت په لرغونو سیمو کې هم محلی خپلسرو وسله والو کورونه جوړ کړی او لسګونه د ډبرو استوپې او نورې لرغونې سیمې لکه تخت رستم او هزار سم کوک جر د طبیعی پېښو له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

***

په بلخ کې د ۴ ولایتونو د لاسی صنایعو ګډ نندارتون پرانیستل شو

په بلخ ولایت کې د څلورو ولایتونو د لاسی صنایعو ګډ یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل مدیر نصیر احمد قاسمی وویل چې د دغه نندارتون د پرانیستلو هدف د یو شمېر ښځو لاسی صنایعو او کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه ده.

د ده  په خبره، په دغه  نندارتون کې د بلخ، سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو ښځو د لاسی صنایعو او کرنیزو محصولاتو ۶۰ غرفې پرانیستل شوې وې، خو د دغو سوداګرو او متشبثو ښځو ستونزې بیا د امنیت نشتون، بازار ته نه لاسرسی او تولیداتو ته یې د بازار نشتوالی دی.

د ښاغلی قاسمی په وینا، دغه نندارتون به د ښځو تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې ګټور تمام شی.

***

د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ اوسېدونکو د جلغوزیو د ونو د ساتنې ولسی تړون کړی

د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ اوسېدونکو جلغوزیو ته د حکومتی پاملرنې وروسته د ځنګلونو او ونو د ساتلو لپاره ولسی تړون کړی دی.

وروسته له هغې چې دافغانستان جلغوزی له افغانستانه د افغانستان په نوم د چین تر بازارونو ورسېدل، دغې باارزښتې مېوې ته په هېواد کې دننه د خلکو پاملرنه په ډېرېدو ده.

په یوه تازه اقدام کې د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ اوسېدونکو د جلغوزیو د ونو او ځنګلونو د ساتلو لپاره ولسی تړون کړی چې له مخې یې که څوک ونه ووهی، نغدی جریمه کېږی.

د یادې ولسوالۍ د ورژانه کلی یوه قومی مشر ضمیر خان ځدراڼ وویل، د دوی په سیمه کې د ځنګلونو وهل په یوه معمول بدل شوی، خو په دې وروستیو کې دوی د جلغوزیو د یوې ونې په سر نېږدې یو نیم لک افغانۍ جریمه ایښې ده.

د سیمې ځینی نورو مشرانو له ډلې یې حاجی زالف او ملنګ وویل، په پرېکړه کې دا هم ویل شوی چې د جریمې پیسې به په کلی کې د زده کړو په عامولو او نورو ټولګټو کارونو لګول کېږی.

قومی مشر ضمیر خان ځدراڼ وایی، د دوی په سیمه کې شااوخوا شپږ سوه کورونه اوسېږی چې له دې وړاندې یې د سوځېدلو ډېر لرګی له خپلو مېلو برابرول.

دی وایی، دا کار به تر یوې مودې د خلکو ژوند تریخ کړی، خو په اوږده مهال کې د خلکو روزګار غوړولای شی.

د جلغوزیو د ونو د ساتلو لپاره په سیمه ییزه کچه دا اقدام داسې وخت کېږی چې افغان حکومت د لومړی ځل لپاره د تېرې عقرب میاشتې په ۱۵ مه نېټه په رسمی ډول له هېواده بهر چین ته د دغې مېوې د صادراتو لړۍ پیل کړه.

د جلغوزیو د اتحادیی مشر یحیی خان ځدراڼ له دې وړاندې ازادی راډیو ته ویلی، دغه کار په افغانستان کې د جلغوزیو اهمیت او قیمت لوړ کړی دی.

له دې سره د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایی، د ځنګلونو وهل په افغانستان کې یوه جدی اندېښنه ده، خو د پکتیکا د خلکو دغې پرېکړې خوشحاله کړی دی.

***

په بغلان کې له زلزلې ځپلو سره مرسته وشوه

په بغلان ولایت کې د وروستۍ زلزلې له ١٧٠ زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

د بغلان ولایت د سرې میاشتې رئیس محمد نصیرکهزاد باختر آژانس ته وویل چې په دغو مرستو کې خیمې، ترپالونه، د اوبو بوشکې، ژمنى جامې، فرشونه، شړۍ او د پخلنځی وسایل شته چې په هغو ١٧٠ کورنیو باندې چې د وروستی زلزلې له امله  زیانمنې شوې وې، وویشل شول.

ده وویل: له هغو ١٠٨ کورنیو سره چې د دغې زلزلې له امله کورونه یې یو څه ویجاړ شوی دی، هم مرسته کیږی.

***

په هلمند کې د طالبانو له بند څخه ١١ تنه آزاد شول

افغان کمانډو ځواکونو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له  بند څخه ١١ تنه ملکی وګړی آزاد کړل.

له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې دغه ملکی وګړی تېره شپه د کماڼدو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې آزاد کړی شوی دی.

که څه هم په خبرپاڼه کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویل شوی، خو زیاته شوې ده چې په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکی وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

***

سلګونو کورنیو ژمنی جامې ترلاسه کړل

په سمنګانو ولایت کې په ٨٢٠ بې ځایه شویو کورنیو ژمنی جامې وویشل شوې .

د سمنګانو ولایت د مهاجرینو د راستنولو د چارو مسوول سید کمال حسینی باختر آژانس ته وویل چې د مهاجرینو په چاروکې د ملګرو ملتو دسازمان  کمیشنرۍ له اووه سوه شلو کورنیو سره چې د کوز دره صوف د وروستیو جګړو له امله د دایکنډی، زیرکی او مقصود له کلیو څخه بې ځایه شوې او په ایبکو ښار کې ځاى پرځاى شوې دی، ژمنی جامې وویشلې.

د کوز دره صوف د مقصود د کلی اوسیدونکی خواجه محمد له دغې مرستې څخه په مننې سره وویل چې هوا د هرې ورځې په تېرېدو سره سړیږی او مرستندویې موسسې باید له بې ځایه شویو کورنیو سره د سوند توکو مرستې هم وکړی .

ممکن است شما دوست داشته باشید