روزنامه اصلاح

ولایتی خبـرونه

کونړ

په کونړ کې به ډیر ژر د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو کار پیل شی

د عامی روغتیا وزیر ډاکټر فیرزالدین فیروز کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د کونړ له والی، د ولایتې شورا له غړو او د عامې روغتیا ریاست له کارکوونکو سره وکتل.

د باختر اژانس د سیمه  ېیز خبریال د خبر له مخې؛

په دغو کتنوکې د کونړ والی عبدالستار میرزاکوال وزیر ته د هرکلی ویلو ترڅنګ وویل چې په کونړکې د روغتیا په برخه کې یو شمېر اړینې ستونزې شته دی چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشی.

د کونړ د ولایتې شورا پخوانی رئیس
حاجی محمد دعامې روغتیا وزیر ته وویل : پخوا هم دلته ستا په ګډون ډیر وزیران او د حکومت نور لوړ پوړی چارواکی راغلی، دلته یې له ولسونو سره ګڼې ژمنې کړې خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملې شوې.

هغه له وزیرنه هیله وکړه چې ژمنې پرېږدی او عملی کار وکړی، ځکه چې د کونړ خلک ډېر زیانمن شوی دی.

خلک بیا وایی : دوی له حکومتی مسوولینو په دې ګیله من دی چې ژمنې کوی خو پلې کوی یې ، خو کله چې د ټاکنو وخت نږدې شی ، بیا د وزیرانو سفرونه او ژمنې پیل شی خو په عملی ډول یې هیڅ نښې نښانې نه لیدل کېږی.

خو دعامې روغتیا وزیر ډاکټر
فیروز الدین فیروز وایی چې دی د کمپاین لپاره نه دی راغلی، بلکې په روغتون د کار د پیل کولو او د پاتې کارونو د چټک کولو لپاره راغلی دی .

اوسهمال په کونړ کې ۵۰ بستریز روغتون شتون لری چې هغه هم  د سردار
محمد داوودخان د حکومت په وخت کې د یوې ولسوالۍ لپاره جوړ شوی و، خو د هغه روغتون هم ودانۍ زړې شوې دی .

دغه روغتون ته د نورستان ناروغان هم راځی چې له امله یې په روغتون کې بیروبار زیات کړی دی.

***

ننګرهار

اوولس تنه داعشیان ووژل شول

اوولس تنه داعشیان د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په نویو بریدونو کې ووژل شول .

په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولایت په ځینو سیموکې هوایی او ځمکنی بریدونه وشول.

د هېواد په ختیځ کې د سیلاب قول اردو یوه قوماندان باختر آژانس ته وویل چې تېره شپه په نویو بریدونوکې ۱۷ تنه داعشیان وژل شوی دی.

ده وویل: پر دغو داعشیانو د نازیانو، دُربابا او د غنی خیلو د ولسوالیو په ځینو سیموکې د دوى په سنګرونو بریدونه وشول  .

د را رسیدلو خبرونوله مخې: په دغو هوایی او ځمکنیو بریدونوکې له ټولوجنګی وسایلو سره یې د داعشیانو څو مرکزونه او پټنځی هم دړې وړې شوی دی.

ویل کیږی په دغو بریدونو کې پوځیانو او ملکی  وکړو ته زیان نه دى اوښتى.

***

 پکتیا

د ۲۰۷مېلیونو افغانیوپه لګښت د اوبو رسولو د پروژې چارې پیل شوې

 

د مالیې وزارت له لوری د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښارکې د ۲۰۷ مېلیونو افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو د پروژې چارې پیل شوې.

د پکتیا والی شمیم خان کټوازی د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په دې پروژه کې د ۱۳۰۰ مترمکعب په ظرفیت سره د اوبو زیرمه، ژورې څاګانې، نل عځونه او د اداری چارو د ترسره کولو لپاره دوه پوړیزه ودانۍ شامله ده.

سرچینه زیاتوی چې د یادې پروژې په پلی کېدلو سره به څلور زره  ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو زمینه برابره شی چې د اړتیا په وخت کې به نورو زیاتو کورنیو ته هم د اوبو رسولو ظرفیت ولری.

***

د پکتیا خلک:

اووه تنه ملکی وګړی د امریکایی ځواکونو په هوایی برید کې وژل شوی دی

د پکتیا ولایت خلک ادعا کوی چې د امریکایی پوځیانو په هوایی برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه ملکی وګړی وژل شوی دی.

د را رسیدلو خبرونوله مخې: د دغو ملکی وګړو په کاروان د یکشنبې په ورځ ناوخته په آریوب ځاځیو ولسوالې کی برید وشو.

د آریوب ځاځیو ولسوالۍ یوه تن اوسیدونکی حاجی افضل باختر آژانس ته وویل چې د امریکایی ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د دوو کورنیو د سپرلۍ په موټر برید وکړ.

ده وویل: په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی .

د پکتیا ولایت سیمه ییزو مقاماتو په دې باب نظر نه دى څرګند کړى، خو د دغه ولایت د ولایتی شورا یوه غړی په دغو ملکی وګړو دامریکایی پوځیانو خونړى هوایی برید تائید کړ.

***

قندهار

څوارلس تنه د جنایی جرمونو په تور ونیول شول

په قندهار ولایت کې ۱۴ تنه د جنایی جرمونوپه تور ونیول شول.

دغه کسان د تېرو ٢۴ ساعتو په بهیرکې د قندهار ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د پولیسو په عملیاتو او د پلټنې په بهیرکې ونیول شول .

د قندهار ولایت یوه امنیتی خبرځاى باختر آژانس ته وویل چې په نیول شویو کسانو د غلا، وژنې او د نشه یی توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.

نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتوکې د جنایی جرمونو په ترسره کولو اعتراف  کړى
دى .

د قندهار ولایت امنیتی مقامات وایی چې نیول شوی کسان به د تحقیقاتو له بشپړولو وروسته عدلی او قضایی ارګانونو ته وسپارل شی.

***

تخار

بې کیفیته خوراکی توکی راټول کړاى شول

د تخار د عامې روغتیا ریاست موظفینو د ښار له پلورنځیو څخه نیم ټنه تېر تاریخ او بې کیفیته خوراکی توکی راټول کړل.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال دخبرله مخې: د دغو خوراکی توکو په راټولولو کې  د روغتیا ساتنې، ساری ناروغیو، لومړنیو روغتیایی څارنو او د روغتیایی قوانینو، څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ژوندانه د چاپیریال ساتنې کارکوونکو د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره همکاری کړې ده.

ویل کیږی، زیاتره دغه خوراکی توکې د ښار له پلورنځیو څخه راټول شوی او ټاکل شوې ده سبا د اړوندو مسوولینو په وړاندې وسوځول شی.

تېره اوونۍ هم یو ټن بې کیفیته او تېرتاریخ خوراکی توکی په تخار ولایت کې له منځه وړل شوی و.

***

نورستان  

اوس هم زیات شمېر میرمنې د بدو دودونو ښکار دی

د نورستان په نا امنو او لرې پرتو سیمو کې لا هم زیات شمېر مېرمنې له تاوتریخوالی سره مخامخې دی.

دغه څرګندونې د نورستان ولایت د ښځو چارو رئیسې تهمینې موحد د سولې په ملی اجماع غونډه کې وکړې.

د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛

دغه غونډه چې د”جنګ بس دی” تر نامه لاندې جوړه شوې وه، په کې د نورستان د والی مرستیال محمد هاشم فیضی، د هېواد د لومړۍ مېرمنې سلاکارانو، مدنی ټولنو  استازو او ګڼ شمېر ښځو ګډون درلود.

غونډې ته په  پیلزه وینا  کې د نورستان د والی مرستیال محمد هاشم فیضی وویل چې د سولې په برخه کې د ښځو ملی اجماع مهم رول لوبولی شی.

هغه زیاته کړه چې په روانه جګړه کې زیاته قربانی میرمنې ورکوی، ځکه چې د هر  فرد په وژل کېدو سره یوه نه یوه میرمن، خور او مور خوارېږی.

د ښځو چارو رئیسې تهمینې موحد بیا وویل چې د نورستان په نا ارامو سیمو کې میرمنې لاهم له تاوترخوالی سره مخامخ دی .

موحد زیاته کړه چې د سولې د راتلو لپاره  هر افغان مېرمنه او نارینه مسوول  دی،څو د سولې  لپاره کار وکړی.

هغې په جنګ کې له ښکیلو خواو وغوښتل چې جنګ د حل  لاره  نه ده،نو دواړه خواوې دې د خبر اترو له لارې  لومړی اوربند او بیا سوله وکړی.

د یادونې وړ ده چې د سولې لپاره نه یوازې په نورستان  کې د ښځو د ملی اجماع غونډه جوړه شوې بلکې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې ورته غونډې وشوې چې په ټولو غونډو کې د دولت له مخالفانو څخه غوښتل شوی چې د سولې لاره غوره او جنګ ته د پای ټکی کېږدی.

***

د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې دوه زره کورنیو نغدی مرستې ترلاسه کړې

دهېوادپه شمال او شمال ختیځه حوزه کې له دوه زره کورنیو سره د نغدی مرستو بهیر پیل شو.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال دخبرله مخې: د هېواد په شمال کې د مهاجرینو په  چاروکې د ملګرو ملتو د کمیشنرۍ دفتر رییس سریچکو نیومان وایی چې په هرې کورنۍ  ١۵، ١۵ زره افغانۍ نغدې پیسې ویشل کیږی .

د بلخ ولایت د مهاجرینو د راستنولو چارو د ریاست مرستیال نظرمحمد شفق له بې ځایه شویو کسانو سره د ملګرو ملتو له مرستې څخه په هرکلی سره وایی چې دغه مرستې له بې ځایه شویو کسانو سره کافی نه دی او اوس څه د پاسه ۳۰ زره بې ځایه شوې کورنۍ د بلخ ولایت په ځینو سیموکې شپې سبا کوی او یوازې په روان کال کې په شمال او شمال ختیځه حوزه کې د نا امنیو او جګړو له امله څه د پاسه پنځه زره کورنۍ بلخ ولایت ته راغلې دی .

یوشمېر کورنۍ چې مزارشریف ښار ته راغلې دی؛ وایی چې د جګړو او نا امنیو له امله یې خپل کورونه خوشې کړی او تر اوسه پورې له دوى سره کومه مرسته نه ده شوې.

***

هرات  

د یوې چاودنې مخه ونیول شوه

د هرات پولیسو په دغه ولایت کې د یوې چاودنې مخه ونیوله .

یو ماین چې د وسله والو طالبانو له خوا د هرات ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ د زمان کاریز د کلی په تګلوری کې په امنیتی ځواکونو او ملکی وګړو د برید په مقصد ځاى پرځاى شوی و، دامنیتی ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړاى شو.

د هرات ولایت یوه امنیتی خبرځاى باختر آژانس ته وویل چې دغه ماین د سیمې دخلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړاى شو.

دى وسله وال طالبان د دغه ماین د خښولو مسوول بولی او وایی چې د دغه ماین د خښولو د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره هلې ځلې پیل شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید