روزنامه اصلاح

ولایتی خبرونه

په قندهارکې د کرنیزو محصولاتو د دوه ورځنی نندارتون جوړېدل

د هېواد په جنوب قندهار ولایت کې د کرنې او اوبو لګولو ریاست له خوا د کرنیزو او په لاس د جوړو شویو توکو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

په دغه نندراتون کې چې د قندهار ښار د عینو مینې په پارک کې جوړ شوی، وچه او  تازه مېوه، کرنیز توکی او لاسی صنایع نندارې ته وړاندې شوی دی .

د کرنې او اوبو لګولو رئیس سید حافظ الله سعیدی باختر آژانس ته وویل چې دغه کرنیز نندارتون د ولایتی ادارې په هڅو او د یو شمېر مرستندویو ادارو په همکارۍ جوړ شوی چې دوه ورځې به دوام وکړی.

په همدې حال  کې د قندهار د والی مرستیال عبدالحنان منیب د ورته نندارتونونو جوړل اغیزمن وباله او زیاته یې کړه چې د هېواد اقتصاد په زراعت ولاړ دی، له همدې امله باید په دې برخه کې لا نورې هڅې هم وشی.

هغه له ټولو بزګرانو څخه غوښتنه وکړه چې د کرنې په برخه کې د پستې او بادامو کښت ته مخه کړی، ځکه په قندهارکې د دغه ډول کښتونو لپاره مناسبه آب هوا او ځمکې شتون لری.

منیب وویل: په نورو هیوادونوکې کرنې نوې بڼه خپله کړې او هرڅه یې په ټکنالوژۍ سمبال کړې دی، نو هغه له همدې امله د کرنې او پوهنتون د ریاستونو او یو شمېر مرستندویو ادارو څخه هم غوښتنه وکړه چې بزګرانو ته په دې برخه کې زده کړه ورکړی.

که څه هم د دغه نندارتون برخه وال په دې خوښ وو چې محصولات یې نندارې ته وړاندې کېږی، خو له دولت څخه غواړی چې د دوی محصولاتو ته په نړیواله کچه بازار موندنه وکړی.

***

په  قندهار کې څوارلس تنه
 د جنایی جرمونو په تور ونیول شول

 په قندهار ولایت کې ۱۴ تنه د جنایی جرمونوپه تور ونیول شول.

دغه کسان د تېرو ٢۴ ساعتو په بهیرکې د قندهار ولایت په مربوطاتو کې  دپولیسو  دعملیاتو او دپلټنې په وخت  کې نیول شوی دی .

د قندهار ولایت یوه امنیتی خبرځاى باختر آژانس ته وویل چې په نیول شویو کسانو د غلا، وژنې او د نشه یی توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.

نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتوکې د جنایی جرمونو په ترسره کولو اعتراف  کړى دى .

د قندهار ولایت امنیتی مقامات وایی چې نیول شوی کسان به د تحقیقاتو له بشپړولو وروسته عدلی او قضایی ارګانونو ته وسپارل شی.

***

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو له دولتی ځواکونو ملاټر اعلان کړ

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو په یوې لویه غونډه کې خپل ملاټر له سیمه‌ییزې ادارې او له دولتی ځواکونو څخه اعلان کړ.

د نوموړې ولسوالۍ یو شمېر قومی مشرانو وویل چې د امام صاحب ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکو په یوې لویې ولسی ناسته کې د ولسواکۍ د پیاوړتیا او د نظام د ټېنګښت په هدف خپل ملاټر له افغان ګډو ځواکونو څخه اعلان کړ.

په همدې حال کې د کندز د ولایتی شورا رئیس محمد یوسف ایوبی د خلکو له دې بې‌ساری اقدام څخه مننه وکړه او زیاته‌یې کړه چې خلک له جګړو او ناامنیو څخه سخت په تنګ راغلی او له دولته غواړی چې په سیمه کې د امنیت تأمینولو په برخه کې جدی او قاطع ګامونه پورته کړی.

بل‌خوا د امام صاحب ولسوال محبوب‌الله سعیدی هم د خلکو له دې پراخ ملاټره د خوښی څرګندولو تر څنګ وویل چې دغه ډول ولسی حرکتونه د افغان ګډو ځواکونو مورال او روحیه نوره هم قوی کوی، څو د امنیت تأمینولو او د دولت ضد عناصر د ځپلو په برخه کې خپلې هڅې نور هم ګړندۍ کړی.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکی وایی چې دوی له افغان ګډو ځواکونو سره د امنیت تأمینولو او د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په برخه کې هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دی او پر دولت غږ کوی چې په‌دغې ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې پراخ تصفیوی عملیات پیل کړی او ناامنه سیمې دې د دولت ضد عناصرو له شتونه تصفیه کړی، څو خلک په یوه آرامه فضا کې ژوند وکړی.

***

په تخارکې ۷۰۰  کورنۍ له برښنا څخه برخمنې شوې

د تالقانو ښار د سرای سنګ ۷۰۰ کورنۍ له برښنا څخه برخمنې شوې.

  د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبرله مخې: د ۱۶۰ کیلو ولټه برښنا په ظرفیت د تالقانو ښار په سرای سنګ سیمه کې د درېیو ترانسفارمرونو په درولو سره ۷۰۰ کورنۍ له برښنا څخه برخمنې شوې .

دغه ترانسفارمرونه  په رسمی ډول د تخار د والی فضل الله مجددی له خوا پرانستل شول .

مجددی د دغو پروژو بشپړېدل د تخار د برښنا ریاست د کارکوونکو د پرله پسې  کار او هلوځلو او د سیمې د خلکو د مشارکت زیږنده وبلله او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د دغو ترانسفارمرونو ساتنې او څارنې ته زیاته پاملرنه وکړی .

دغه ترانسفارمرونه د ١۴ میلیونو افغانیو په لګښت چې څه ناڅه یو میلیون افغانۍ یې د سیمې د مشرانو له خوا ورکړ شوې دی، درول شوی دی .

د سیمې اوسیدونکو د ملی وحدت له حکومت او د تخار د سیمه ییزې ادارې  څخه مننه او قدردانی وکړه .

***

په هېوادکې د وینې د توییدو په دوام د هرات د خلکو اعتراض

په هېوادکې د وروستیو تروریستی بریدونو او پېښو په اړوند د هرات خلکو هم د یوه مطبوعاتی کنفرانس په بهیرکې د خپل اعتراض غږ اوچت کړ.

په دې مطبوعاتی کنفرانس کې د پوهنتون استادانو، عالمانو، محصلانو، قومی مشرانو، مخورو او د مدنی ټولنې فعالانو په غزنی او روزګان ولایتونوکې د تروریستانو له وروستیو ظالمانه او بې رحمانه بریدونه وروسته ګډون وکړ او په دې برخه کې د دولت د جدی اقداماتو غوښتنه وکړه .

د هرات خلکو د روزګان او غزنی د ولایتونو د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ په دې اړوند یې یو پریکړه لیک ولوست .

  دغه راز د هرات خلکو په دې پریکړه لیک کې د تروریستانو په وړاندې د دولت  جدی اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د دغه پریکړه لیک په یوه برخه کې دغه راز د تروریستانو د پټنځیو د له منځه وړلو، د دغو سیمو د لویو لارو د امنیت د تامینولو، د افغانستان د دښمنانو په وړاندې د غوڅ سیاست د نیولو، له خطر سره د مخامخو سیمو، د سیمه ییزو قوتونو او وګړنیو ځواکونو د سمبالولو او د وروستیو جګړو له مصیبت ځپلو سره د سملاسی مرستو یادونه هم شوې ده .

***

په ننګرهار کې له غاصبینو  څخه دسلګونوجریبه دولتی ځمکې بیرته نیول کیدل    

په سلګونو جریبه دولتی  ځمکې په ننګرهار ولایت کې له غاصبینو  څخه  بیرته واخستل شوه .

دغه ځمکې له زیات وخت څخه دکوز کونړ په ولسوالۍ کې دسیمه ییزو غاضبانو دډلې له خوا غصب شوې وې .

دننګرهار ولایت دکوز کونړولسوال عاشق الله سادات باخترآژانس ته وویل چې دوى دامنیتی منسوبانو په همکارى په سلګونو جریبه  دولتی ځمکې له غاصبانوڅخه بیرته ونیولې .

درارسیدلو رپورټونو له مخې ، امنیتی مامورانو هغه ټول تأسیسات چې غاصبینو په دغوځمکو کې جوړکړی ؤ ، ویجاړ کړل .

 څه ناڅه یو میاشت مخکې هم دکوز کونړ په ولسوالۍ کې دکرنې اوبو لګولواو مالدارى وزارت پورې اړوند اووه سوه جریبه ځمکه له سیمه ییزو زورواکو  څخه بیرته واخستل شوه.

  پولیسو ددغو جایدادونو دغصبولو په تور اووه تنه نیولی دی. .

ممکن است شما دوست داشته باشید