روزنامه اصلاح

ولایتی خبرونه

دهرات دپولیسو له زیات سمبالښت او پیاوړتیا په باب دکورنیو چارو دوزیر ژمنه 

دهېواد دکورنیو چارو وزارت دهېواد دپولیسو دتشکیلاتو دپیاوړتیا او سمبالښت په باب دهرات ولایت دمقاماتو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه .

دکورنیو چارو وزارت له سرپرست مسعود اندرابی سره دهرات دوالی عبدالقیوم رحیمی په کتنه کې دهرات دپولیسو ستونزې او نیمګړتیاوې وڅیړلې شوې .

په دې کتنه کې لومړى دهرات والی دامنیت دتامینولو او دجرمونو دمخنیوی په لاره کې دپولیسو او دامنیتی ځواکونو دهڅو او هاند له امله قدردانی وکړه، خو ویې ویل چې دپولیسو کشفی او استخباراتی برخې سمبالښت ته اړتیا لری.

دهرات والی په همدې حال کې  دکورنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې دهرات ولایت دپولیسو دقطعاتو دتشکیلاتو کچه  لوړه کړی .

رحیمی وړاندیز وکړ چې په مرکز کې دې دهرات دپولیسو د ترفیعګانو دمنظورۍ چارې هم  ګړندى شی .

په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې د تروریستی احتمالی بریدونو او دجرمونو دشنډولو په کار کې  دچټک اقدام په خاطر په هرات ښار کې دعامه نظم ګډه قطعه او  ۵۵۵ قطعه  رامنځته او په  فعالیت یې پیل وکړ .

دکورنیو چاروسرپرست وزیر ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې دهرات ولایت ته  سفر وکړی .

ده دغه راز ډاډ ورکړ چې په مدرنو وسایلو او امکاناتو دپولیسو دکشفی برخې دسمبالښت او پیاوړتیا په خاطر اقدام کېږی .

******

د ډار اچوونکو له شتون څخه د ننګرهار دلعل پورې  ولسوالۍ اودلسګونو کلیو پاکول  

دننګرهار ولایت دلعل پورې ولسوالۍ په لسګونو کلی دپوځی عملیاتو په بهیر کې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .

دغه عملیات کابو یوه اوونۍ مخکې  دسلګونو تنو پوځیانو په ګډون او دهېواددهوایی پوځ په ملاتړ  دلعل پورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پیل شوی او تراوسه پورې دوام لری .

دهېواد په ختیځ کې دملی اردو یوه جګپوړی قوماندان باختراژانس ته وویل چې په دغو عملیاتو کې تراوسه پورې په لسګونو کلی دطالبانو او داعش په ډلو پورې داړوندو کسانو له شتون څخه  پاک شوی دی .

ده وویل چې دعملیاتو دپیل دهمدې اوونۍ په بهیر کې شپاړلس تنه وسله وال طالبان او داعشیان وژل شوی او دغه راز دهغوى یو مرکز له ټولو جنګی وسایلو سره یې  ډړې وړې شوى دى .

دهېواد په ختیځ کې پوځی مقامات وایی چې دغه عملیات به د ډار اچوونکو له شتون څخه  په بشپړه توګه دلعل پورې  ترپاکولو پورې دوام ولری .

******

دهېواد په ختیځ کې دناتو دهوایی برید له امله دداعش دیوجګپوړی قوماندان وژل کیدل  

دداعش دډلې یو جګپوړى قوماندان  له خپلو شپږو تنو افرادو سره دهېواد په ختیځ کې دناتو دبې پیلوټه جنګی الوتکو دبریدونو له امله ووژل شو .

په مولوی خیبر تیره شپه دنورګل په ولسوالۍ کې دده په پټنځی کې  برید وشو.

دهېواد په ختیځ کې دملی اردو یوه جګپوړی قوماندان باختراژانس ته وویل، دغه هوایی برید ټیک هغه وخت ترسره شوچې مولوی خیبرله خپلو افرادو سره په کونړ کې دنویو ډاراچوونکو بریدونو په پلان جوړولو بوخت و .

ده وویل چې په دې برید کې مولوی خیبر له خپلو شپږو تنو افرادو سره وژل شوى او دده پټنځى له ټولو جنګی وسایلو سره یې دړې وړې شوې دی .

مولوی خیبر په کونړ کې دداعش دیو جګپوړی قوماندان او په دغه ختیځ ولایت کې په پوځیانو او ملکی وګړو دلسګونو مرګانیو ډار اچوونکو بریدونو عامل بلل کیده .

******

په نورستان کې دلسو تنو پاکستانی او افغان طالبانو وژل کیدل  

لس تنه پاکستانی او افغان طالبان دهېواد په ختیځ کې له سرحدی مامورانو سره په نښته کې ووژل شول .

دهېواد په ختیځ کې دسېلاب قول اردو یوه قوماندان باختراژانس ته وویل  چې په دې نښته کې شپږ تنه پاکستانی او څلور تنه افغان طالبان وژل شوی دی .

ده وویل چې دغه طالبان نوی له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی و چې برید پرې وشول .

ویل کېږی چې په دې نښته کې پوځیانو اودسیمې اوسیدونکو ته زیان نه دى اوښتى .

******

دقندهار-هرات په لویه لاره کې دپولیسو په پوستې دطالبانو ناکام برید

دهرات- قندهار په لویه لاره کې دبند شاه بید سیمې ته څیرمه دخرسنګ په امنیتی پوستې  دطالبانو برید له ماتې سر ه مخامخ شو .

دغه برید چې دتیرې نیمې شپې په شاوخوا کې پیل شو او دوه ساعته دوام وکړ څه ناڅه څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شول .

دهرات یوه امنیتی مقام باختراژانس ته وویل دنښتې ساحې ته کومکی ځواکونو په رارسیدو سره جوخت شپږ ماینونه چې دوسله والو طالبانو له خوا دشاه‎بید په لاره کې ښخ کړى شوی و دامنیتی ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول .

په دې  نښته کې دامنیتی ځواکونویوسرتیرى هم ټپی شوى دى.

******

په پکتیا کې دواده دملاماتوونکو باجونو دلرې کولو لپاره دښځو هڅې

په پکتیا ولایت کې ښځو دواده دملاماتوونکو باجونودلرې کولو لپاره هڅې پیل کړی دی .

دوى وایی زیات لګښتونه او په زوم درنده باجونه ددې سبب شوی دی چې یو زیات شمیر ځوانان ونه کړى شی واده وکړی اوجنایی جرمونو او په نشه یی توکو روږدیتوب ته مخه وکړی .

دپکتیا ښځو په ګردیز ښار کې دیوې غونډې په ترڅ کې دواده دلګښتونو په باب خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې باید دواده دملا ماتوونکو لګښتونو دله منځه وړلو لپاره لارې چارې ولټولې شی .

په دې غونډه کې مدنی فعالو ښځو ، ښوونکو او زده کوونکو دپکتیا ولایت دښځو دچارو دریاست له مسوولینو او ددغه ولایت له سیمه ئیزو مقاماتو سره خبرې وکړې .

دپکتیا دښځو دچارو رییسې په دې غونډه کې وویل چې په واده کې زیات لګښتونه دخلکو ترمنځ په یو فرهنګ بدل شوی دی او داکار ددې سبب شوى دى چې ګن شمیر ځوانان مجرد پاتې شی او په ناوړو کارونولاس پورې کړی.

له بلې خوا دپکتیا ولایت مرستیالې زهرې مطهر احمدزى له دینی عالمانو څخه وغوښتل چې خلکو ته دتبلیغ  له لارې دې دواده په برخه کې داسلام دمبین دین دحکم اصل بیان کړی.

دې وویل چې داسلام مبین دین دواده ملاماتوونکی باجونه اوبې ځایه لګښتونه مردود بللی دی او په دې کار لاس پورې کوونکو ته یې خبر دارى ورکړى دى .

******

په ننګرهار ولایت کې دسولې په بهیر کې  دښځو درول تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ جوړ شو  

دکلیو دبیا جوړولو اوپراختیا وزارت  دولسی تړون ملی پروګرام په ننګرهار ولایت کې  دسولې په بهیر کې دښځو درول تر عنوان لاندې روزنیزو ورکشاپ  جوړ کړ .

دکلیو دبیا جوړولو او پراختیا وزارت دولسی تړون دملی پروګرام دعامه اطلاعاتو دادارې باختراژانس ته وویل چې ددغه روزنیز ورکشاپ دجوړولو موخه په هېواد کې ددایمی سولې  دتامینولو په بهیر کې دښځو درول او دعملی ونډې اخستنې څیړنه ده.

دغه روزنیز ورکشاپ  دختیځ زون او دکلیو دبیا جوړولو او پراختیا وزارت دولسی تړون  دملی پروګرام  دولایتی ادارو له لوری دننګرهار ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه  د  ١٢٠ تنو ښځو په ګډون  په ننګرهار ولایت کې  جوړ شو .

په دې روزنیز ورکشاپ کې  په داسې حال کې چې دننګرهار والی او دوالی مرستیال هم شتون درلود وینا والو  دسولې په بهیر کې دښځو رول او ونډه اخستنه ارزښتناکه او اغیزمنه وبلله .

******

د بامیانو تاریخی ساحې د ځوانانو له خوا پاکې شوې

د بامیان ولایت د فرهنګی ساحو د پاکولو کار د افغانستان لپاره د کار او پراختیا موسسې د لسګونو تنو ځوانانو له خوا پیل شو.

دبامیان ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست یو تن چارواکی سید احمد حسین احمدپور دباختر آژانس خبریال ته وویل چې ددغه حشر د ترسره کولو هدف د فرهنګی میراثونو او د ګرځندوى ساحو پاک ساتل دی.

خبرځاى زیاته کړه چې دغه حشر د بامیانو خلکو ته یو ډله ییز پیغام دی چې دفرهنګی

میراثونو د ساحو ساتنه او پاکول نه یوازې د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست مسوولیت دى، بلکې د ټولو خلکو او بنسټونو مسوولیت دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید