روزنامه اصلاح

ولایتی خبرونه

اوولس تنه ډار اچوونکی په پکتیکا کې وژل شوی دی

په پکتیکا ولایت کې۱۷ تنه ډار اچوونکی وژل شوی او درې تنه نورنیول شوی دی.

د ۲۰۳تندر قول اردو د قوماندانۍ د رسینو دفتر باختر آژانس خبر ورکړ:

د ۲۰۳ تندر قول اردو توپچی ځواکونو د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ د شاه مردان او خان کلیو په سیموکې د تندر(۵) په نامه د ګډو چاڼیزو عملیاتو په بهیرکې ۸ تنه وسله وال ډار اچوونکی وژلی او د هغوی پنځه موټر سایکلونه له منځه وړی دی.

دغه راز د پکتیکا ولایت د نیکه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو ډار اچوونکو پر ضد عملیات د امنیتی ځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله یې ۹ تنه وسله وال ډار اچوونکی وژل شوی، درې تنه نیول شوی او درې کلاشنکوفونه له منځه وړل شوی دی.

همدارنګه د پکتیکا ولایت د برملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ایتلاف ځواکونو د هوایی برید له امله ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوی دی.

***

په لغمان کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

وسله والو طالبانو د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د اسلام آباد په سیمه کې پرون د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتی پوستو ډله ییزبریدونه وکړل چی د سیمه ییزو پولیسو له غبرګون سره مخامخ شول.

د ۲۰۳تندر قول اردو د قوماندانۍ د رسینو دفتر باختر آژانس خبر ورکړ: دغه راز د جګړې سیمو د ملاتړ په موخه د۲۰۱ سیلاب قول اردو د لومړی پلې لوا د دویم کنډک تازه دمې ځواکونو ورسیدل او له طالبانو سره یې په جګړه لاس پورې کړ چې له امله یې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته، خو تر اوسه پورې د دښمن د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی معلوم.

***

په کندز کې  یومحافظتی ډیوال او  دوه حقابې  جوړیږی .

دڅه دپاسه یو ملیونو افغانیو په لګښت په کندز ولایت کې د کلیو دبیا جوړولو اوپراختیا وزارت دولسی تړون دپروګرام له خوا  یو محافظتی دیوال او دوه حقابې  جوړیږی .

دکلیو دبیا  جوړولو اوپراختیا وزارت دولسی تړون  دپروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته خبرورکړ ددغو پروژو کار دکندز ولایت په علی اباد ولسوالۍ کې پیل شوی دی ددغو پروژو په بشپړیدو سره دسیمې دخلکو سل جریبه زراعتی ځمکه دسېلاونو له خطر څخه خوندی  کېږی .

***

په لوګر کې دوسله والو طالبانو دیوسرګروپ وژل کیدل

دوسله والو طالبانو دډلې یوسرګروپ  پرون په لوګر ولایت کې ووژل شو .

دلوګر دامنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزی  باختراژانس ته  وویل چې په ابو ظهر مشهورپه محمد نعیم دوسله والو طالبانو دډلې یوسرګروپ له دوو تنوافرادو سره ددغه ولایت دمحمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې په هوایی برید کې ووژل شول .

دیوبل خبرله مخې، په لوګر ولایت کې دوسله والو طالبانو دجنګی وسایلو یوه ډیپو کشف شوه .

***

په ننګرهار کې  دداعش دځمکې لاندې دتونل کشفول .

دداعش دډلې تر ځمکې لاندې یو تونل په ننګرهار کې کشف شو داعشیانو دغه تونل دپوځیانو دلارې دتیراستنې او په دوى باندې دبریدپه خاطر استفاده کوله . دغه تونل دهسکې مینې ولسوالۍ په یوې متروکه  سیمه کې دداعش له خوا جوړ شوې دی .

دننګرهار ولایت درسنیو دفتر دیوې خبرپاڼې  په  خپرولو سره وایی چې داعشیان له دغه تونل څخه دپوځیانو دلارودورکولو او په دوى دبرید کولو لپاره استفاده کول.

خبرپاڼه زیاتوی چې له دغه ټونل  څخه څوسپک او درانده  جنګی وسایل او یوه اندازه چاودیدونکی توکی ترلاسه شوی دی

دغه تونل دجمعې په شپه دپوځیانو دعملیاتو په وخت کې کشف شو .

ویل کېږی  دپوځیانو دبرید په وخت کې  په دغو تونل کې داعشیان نه و .

***

په قندهار کې له سلګونو سېلاو ځپلو  کورنیو سره مرسته وشوه .

په قندهار ولایت کې سلګونو سېلاو ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه .

دغو کورنیو دقندهار ښار په مرکز او پنجوایی ولسوالۍ کې دسېلاونو دراوتلو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړل .

دقندهار ولایت درسنیو دفتر دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایی چې په دې پړاو کې دمرسته رسوونکو بنسټونو له خوا په  ۴۵٠  سېلاو ځپلو کورنیو باندې خوراکی اوغیر خوراکی توکی وویشل شول .

په قندهار  کې په وروستیو  سېلاونو کې څه دپاسه زر کورونه     په بشپړه توګه ویجاړ شول

دغو سېلاونه  د ١۵٠٠ کورنیو د بیځایه کیدو تر څنګ څه ناڅه شل تنه یې ووژل او په لسګونو تنه نور یې ټپیان کړل .

***

اته پنځوس تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول

په کندز ولایت کې اته پنځوس  تنه وسله وال طالبان په پوځی عملیاتو کې ووژل شول .

د ٢٠٩ شاهین قول  اردو ویاند جګړن محمد حنیف  رضایی  دباختراژانس خبریال ته وویل چې په دغو  ګډو پوځی عملیاتو کې چې ددغه ولایت دښار په مربوطاتو  او د ګل تېپې په ولسوالۍ کې د ائتلاف  ځواکونو په ملاتړ ترسره شول اته پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

په وژل شویو کسانوکې دوسله والو طالبانو  ، پاکستانی او تاجکستانی طالبانو څو قوماندانان هم شامل دی .

***

لس تنه ډار اچوونکی دهېواد په ختیځ کې ونیول شول .

لس تنه ډار اچوونکی دهېواد دختیځ  په ځینو سیمو کې ونیول شول .

دغه ډار اچوونکی دوروستیو  ٢۴ ساعتوپه  بهیر کې دکونړ ،  لغمان او دننګرهار  په ولایتونوکې  له پوځیانو سره  په جګړو او دپلټڼې په وخت کې  نیول شوی دی .

د ملی اردو  یو جګپوړی قوماندان باختراژانس ته وویل  چې دملی اردو او پولیسو ځواکونو  دتیرو  ٢۴ ساعتو په بهیرکې لس تنه ډار اچوونکی دکونړ ، لغمان ، او دننګرهار په ولایتونوکې ونیول

ده وویل نیول شوی کسان  د داعش او دطالبانو  په ډلو پورې  مربوط و اوپه ډار اچوونکوفعالیتونوبوخت و .

له نیول شویو کسانو څخه  یو شمیر وسلې  هم ترلاسه شوی دی .

***

نهه تنه وسله وال طالبان په زابل  کې  ووژل شول

نهه تنه وسله وال طالبان په زابل ولایت کې  دپوځیانو په توپچی بریدونو کې  ووژل شول.

په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د شاجوی ولسوالۍ په ځینو سیموکې بریدونه کړی دی.

د هېواد په جنوب کې د ملی اردو یوه جګپوړی قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په دغو بریدونوکې ٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

***

اته تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

٨ تنه وسله وال طالبان  په روزګان ولایت کې د پوځیانو په هوایی  بریدکې ووژل شول .

د هېواد په جنوب کې د ملی اردو یوه جګپوړی قوماندان باختر اژانس ته وویل  چې په دې هوایی بریدکې  ٨تنه وسله وال طالبان ووژل شول

***

په هرات کې دیولړ چاودنو مخه ونیول شوه.

دهرات ولایت پولیسو په دغه ولایت کې  دڅو چاودنومخه ونیوله .امنیتی ځواکونو پرون سهار دادرسکن ولسوالۍ له یو واټ څخه  شپږ ماینونه کشف او شند کړل .

دهرات ولایت یوه امنیتی خبرځاى باختراژانس ته وویل چې دغه ماینونه دخلکو په همکارۍ کشف  او دامنیتی ځواکونو له خوا شنډ کړى شو .

ده وسله وال طالبان ددغو ماینونو دښخولو مسوول وبلل .

ممکن است شما دوست داشته باشید