روزنامه اصلاح

ولایتی خبرونه

په فاریاب کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون اووه تنه طالبان وژل شوی دی

د فاریاب ولایت په اندخوی، قرغان او ګرزیوان ولسوالیو کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوی او د اندخوی لپاره د طالبانو د نومول شوی ولسوال په ګډون ١٠ تنه نور ټپیان شوی دی.

د کورنیو چارو له وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې دغه وسله وال طالبان پرون د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوایی بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.

ویل کېږی په ترسره شویو عملیاتوکې افغان ځواکونو او ملکی وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

***

په پکتیا کې لس رغنیزې پروژې پلې کېږی

د جمهور رئیس ځانګړی پلاوی پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والی سره په کتنه کې وویل چې په راتلوونکی کال کې به په پکتیا کې ١٠سترې رغنیزې پروژې پلې شی.

په دغو پروژوکې د غونډو تالار، د محصلینو لپاره لیلیه، په روغتونونوکې انتظار خونې، ټولنیز مرکز، جامع جومات، ورزشی سټډیوم، ادارې کمپلیکس، مېلمستون، مچلغوبند او د ګردیز ـ زرملې سړک شامل دی.

د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبرله مخې؛

په دې  کتنه کې پلاوی وویل چې یادې شوې پروژې د جمهور رئیس د کړو ژمنو برخه ده چې په نږدې راتلوونکی کې به یې لومړنی کارونه پیل شی.

***

د هېواد په ختیځ کې د وسلو او مهماتو ترلاسه کېدل

د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې له غواګانو څخه په بار موټر کې  ۵١ ډول ډول وسلې او ١٠ زره مرمۍ ترلاسه شوې دی.

ځایی چارواکی وایی چې دغه وسلې او مهمات په یوه مازدا موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوی و چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو  کې ترلاسه شول.

د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوږیاڼی د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل  چې په ترلاسه شویو وسلوکې ۲۱ کلاشینکوفونه، دېرش تومانچې او لس زره بېلابېل ډوله مرمۍ شاملې دی چې په تور یې دوه تنه هم نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوی چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا مهال  ترې د نورو معلوماتو لپاره پوښتنې او ګروېګنې روانې دی.

***

په مهترلام ښار کې د ۲۰۰ متره استنادی دیوال د رغولو چارې پیل  شوې

د څه دپاسه یو مېلیونو افغانیو په لګښت د لغمان ولایت په علی خېلو سیمه کې د ۲۰۰ متره استنادی دیوال د رغولو چارې پیل شوې.

دغه استنادی دیوال د ولسی شوراګانو د لس سلنې په ونډې سره  د ولسی تړون پروګرام له لورې رغول کېږی.

د لغمان د والی ویاند اسدالله دولت زی د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د دغې پروژې چارې به د دریو میاشتو  په موده کې بشپړې  شی.

د یادونې وړ ده چې د دغه  دیوال په جوړیدو سره به د سیمې سلګونه جریبه ځمکې د سیلاونو له زیان څخه  وژغورل شی.

***

دغزنی په لرغونو ساحو کې دانګړ دیوال جوړېږی

دغزنی ولایت دتاریخی ساحو دانګړ ددیوال  دجوړولو  کار پیل شو .

دغزنی ولایت داطلاعاتواوفرهنګ رییس بشیر محمدی وویل چې د شپږ کیلومترو په اوږدوالی یودیوال په غزنی ښار کې دلرغونو او تاریخی  ساحود٧٠٠ جریبه ځمکې دغضبولو دمخنیوی په مقصد جوړېږی.

خبرځاى زیاته کړه دغه دیوال داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له پرمختیایی بودجې څخه د ٣٣ ملیونواو  ۵٠٠ زرو افغانیو په لګښت جوړېږی .

دغزنی والی وحید الله کلیمزی  وویل چې پخوا هم په غزنی ولایت کې دلرغونو ساحو په لسګونو جریبه ځمکه دزور واکو له خوا غضب شوې ده.

ده زیاته کړه چې دلرغونو ساحو او دتاریخی ابداتو دغصبولو د مخنیوی لپاره هلې ځلې دوام لری او کوښښ کېږی چې په غزنی ولایت کې دګرځندوى  لپاره هم زمینه مساعده شی .

***

په غور کې د درملو دلیږدونې یوموټر دطالبانو له خوا وتښتول شو  

دغور ولایت سیمه ئیز مسوولین وایی چې وسله والو طالبانو په درملو بار یو موټر دهغه له چلوونکی سره دپسابند په تګلوری کې له ځان سره بوتلل .

دغور دوالی ویاند عبدالحی خطیبی  دباختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه موټر د (سی اچ او )  دموسسې دمرستې درمل دپسابند ولسوالۍ روغتون ته لیږدول چې وسله والو طالبانو دلارې په تګلوری کې دغه موټر له چلوونکی سره یې له ځانه سره یوړل .

ده وویل ګومان کېږی چې ددرملو دغه موټر دتیورى ولسوالۍ په لور بیول شوی وی .

***

په سرپل کې دروغتیایی مرکزونو ودانۍ جوړېږی  

په سرپل  کې دپنځو روغتیایی مرکزونو دجوړولو کار پیل شو .

دسرپل دعامې روغتیا رییس ډاکتر نور الحق مراد جلیس دباختراژانس خبریال ته وویل چې دغه مرکزونه دسوزمه قلعه ، بلخاب، ګوسفندی  په ولسوالیو او دسرپل په ښار کې دعامې روغتیا وزارت له بودجې څخه دڅه ناڅه سل ملیونو افغانیو په لګښت جوړېږی .

ده وویل چې دغه راز ددغه ولایت دعامې روغتیا ریاست دانګړ دیوالونه هم له همدې بودجې جوړېږی .

***

روزګانیو مېرمنو له طالبانو غوښتنه کړې چې د پخلاینې له بهیر سره یوځای شی

په روزګان کې سولې ته تږو میرمنو په دغه ولایت کې له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې وسلې پرځمکه کېږدی او د بیا پخلاینې له بهیر سره یو ځای شی.

د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛

روزګانیو مېرمنو یادې څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې په سوله کې د ښځو د ارزښت په نامه جوړه شوې وه.

میرمنې وایی په سوله کې د ښځو ارزښت مهم دی او میرمنې باید د سولې په بهیر کې ونډه واخلی.

د غونډې برخوالو په نورو مېرمنو هم غږ وکړ چې د خپلې  کورنۍ غړی له جګړو راوګرځوی او په ملی روحیه یې سمبال کړی.

روزګان کې چارواکی هم سوله د افغانانو له لپاره ګټوره بولی او له وسله والو ډلو غوښتنه کوی چې د سولې له بهیر سره یو ځاى شی.

د روزګان د والی مرستیال عطاالله فضلی له میرمنو غوښتنه کوی چې د سولې په بهیر کې خپلې هڅې زیاتې کړی او د خپلو کورنیو نور غړی هم د سولې په ارزښتونو پوهه کړی.

په جوړه شوې غونډه کې یو شمیر نور کسانو هم د سولې په ارزښت خبرې وکړې او د دولت له وسله والو ډلو څخه یې غوښتنه وکړه چې جنګ ته د پای ټکی کېږدی.

په روزګان کې پرداسې مهال له وسله والو طالبانو څخه د سولې د بهیر سره د یو ځاى کېدو غوښتنې کېږی چې په دې ورستیو کې امریکا او افغان حکومت په ګډو هڅو سره تمه لری چې وسله وال طالبان جګړه بس کړی او د سولې له بهیر سره یو ځاى شی.

***

په پټان ولسوالۍ کې د نجونو د ښوونځی لپاره ودانۍ رغول کېږی

د پکتیا ولایت د پټان ولسوالۍ د ډنډې د نجونو د ښوونځی لپاره د لس مېلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ رغول کېږی.

د دغه ولایت د والی ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې، دغه ودانۍ به د شپږو درسی او دوه ادارې  خونو سربېره ټول اړین محلقات ولری.

په پټان ولسوالۍ کې په داسې حال کې د نجونو د یوه ښوونځی د رغولو چارې پیل  کېږی چې تر دې وړاندې د دغه ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې هم د شپاړلس مېلیونو افغانیو په لګښت د نجونو د یوه ښوونځی لپاره د دوه پوړیزه ودانې د رغول  کېدو چارې پیل شوې دی.

***

په پروان کې څلور کرنیزې  پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې  

څلور  کرنیزې پروژې په پروان ولایت کې ددرې  سوه پنځوسو زرو امریکایی ډالرو په لګښت  عملی شوې دی پرون ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.

دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، دپروان ولایت دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب خلیلزاد وویل چې په دغو پروژو کې دکرکیلې  لپاره داصلاح شویوتخمونو دتولید، دماشینونو ددوه مرکزونو جوړول، داوبو لګولو دتتمدرې دکانالونو بیا رغاول او دمالدارانو لپاره دشیدې دراټولولو دمرکز جوړول  شامل دی  چې ددرې سوه پنځوسو زروامریکایی  ډالرو په لګښت د کرنې اوبولګولو او مالدارى  وزارت دکلپ  دپروګرام  له خواتطبیق شوې ده

دپروان والی فضل الدین عیار دغه پروژې یې دخلکو لپاره مهم وبللې او داصلاح شویو تخمونو له تولیدی شرکتونوڅخه وغوښتل چې له دغو ماشینونو څخه استفاده وکړی او په ساتنه کې یې پاملرنه وکړی .

دبزګرانو په استازیتوب یو تن بزګر  ددغوپروژو پرانستل یې یو نیک اقدام وباله او ویې ویل چې له دغوماشین الاتو څخه په استفادې سره په پروان کې کرنیزې اود لبنیاتو تولیدات به زیات شی .

***

یو سړى په نیمروز کې له لسګونوګیلوګرامو نشه یی توکو سره ونیول شو  

دنیمروز پولیسو یوسړى دنشه یی توکو دقاچاقو په تور ونیوه .

دنیمروز ولایت دامنیې قوماندانۍ دمطبوعاتی دفترویاند باختراژانس ته وویل چې دغه سړى ددغه ولایت دامنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره دمبارزې دمدیریت دمنسوبانو له خوا له یو دیرش  کیلو ګرامه هیروئینو، اته کیلو ښیښه یی ډوله هیروئین او دوه نیم کیلوګرامه اپینو سره ددغه ولایت دابریښمو  دپله په ساحه کې له یوه موټر سره ونیول شو .

خبرځاى زیاته کړه چې موټر او نشه یی توکی دپیښې له عامل سره  امنیې قوماندانۍ ته وسپارل شول .

***

د پنځو ولایتونو دښځو دستونزو د څیړنې لپاره دعدالت غوښتنې ګډه غونډه په هرات کې جوړه شوه  

دپوهنې، روغتیا او دعدلی اوقضایی بنسټونوکې دښځو دستونزو دڅیړنې په لاره کې  دعدالت غوښتنې ګډه غونډه دهېواد دپنځو ولایتونو داستازو ترمنځ په هرات ښار کې جوړه شوه .

دپی- تی –ار- او ددفتر مسوول غلام فاروق راسب ددغې غونډې دجوړولو هدف دهرات، ننګرهار، بلخ ، دایکنډی او دتخار په ولایتونوکې دښځو دستونزو څیړنه وبلله .

ده ټینګار وکړ چې په هېواد کې د  ١٣٢۵پریکړه لیک  د تحقق په لاره کې هلې ځلې کوی .

دغه پریکړه لیک په دې لټه کې دى  چې  دشخړو دمخنیوی او دشخړو دحل کولو او مخنیوی په برخو کې  دښځو مشارکت زیات کړی او دښځو او نجونو مشخصو اړتیاو ته چې دشخړو له امله اغیزمن شوی دی ، پاملرنه وکړی .

دهرات دولایت مرستیالې  مونسې حسن زاده په نظام کې دښځو دپراخ ګډون او مشارکت کچه  دهرات دسیمه ئیزې ادارې دهلوځلو نتیجه وبلله او ویې ویل په دولتی ادارو کې دښځو شتون او رول د تیرو کلونو په پرتله زیاته شوې ده .

دهرات ولایت  دتحقیق په چارو دحکمونو او څارنې دتنفیذ دبرخې څارنوال ګل احمد رامش  دملی وحدت دحکومت په دوره کې دښځو دپراخ ګډون ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ښځې باید له پخوا څخه په جدی ډول دسیاسی او ټولنیزو فعالیتونوپه لاره کې عمل وکړی .

ممکن است شما دوست داشته باشید