روزنامه اصلاح

ولایتـی خـبرونه

د ننګرهار او لغمان ولایتونو د برښنا د ستونزې د حل لپاره د پنځو مېلیونو امریکایی ډالرو وړاندیز

د لغمان او ننګرهار ولایتونو د برښنا د اساسی حل لپاره د پنځو مېلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت د تدارکاتو ملی ادارې ته د وریښمین تنګی له لارې د پایو د نصبولو او د لینونو د غځولو په اړه وړاندیز شوی دی.

د باختر آژانس د سیمه ېیز خبریال  د خبر له مخې:

په مرکز کابل کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو والیانو د برښنا شرکت له عمومی رئیس سره د برښنا د ستونزې د لنډ مهالې او اساسی حل په موخه کتنه کړې.

سرچینه زیاتوی چې د دې کتنې پرمهال د لغمان او ننګرهار ولایتونو د برښنا ستونزې د اساسی حل په موخه د برښنا د شرکت د ادارې له لورې د شاوخوا ۵ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت د تدارکاتو ملی ادارې ته د ورېښمین تنګی له لارې د پایو د نصبولو او د لینونو د غځولو په موخه وړاندیز شوی دی.

خبرځای زیاتوی چې د دغه وړاندیز چارې به د مسوولینو له لورې په جدی ډول تعقیب او د دوه نیمو میاشتو په موده کې به بشپړې شی .

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکو د دولت د مخالفو وسله ‎والو له خوا د پرې شوې برښنا په غبرګون کې اعتراضیه خیمې ولګولې.

اعتراض کوونکی ادعا کوی چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو د برښنا د پرې کولو مسئله مافیایی شوې چې د دوی پر وینا په دغه مسئله کې د برښنا شرکت یو شمېر چارواکی هم لاس لری.

کابو یوه میاشت کېږی چې د وسله والو مخالفانو له لوری د لغمان ولایت په بادپښ سیمه کې د ننګرهار او لغمان ولایتونو برښنا پرې شوې چې له امله یې ګڼ شمېر خلک له ستونزو سره مخامخ دی.

***

له پنځه زره بې وزلو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته کېږی

د هېواد په جنوبی ولایت قندهارکې د (ډبلیو.اف.پی) مرستندویه ادارې له لوری له پنځه زره بې وزله کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته کېږی.

ځایی چارواکی وایی چې دغه مرسته د قندهار په مرکزکې پر دوو زرو او ولسوالیو کې پر درې زره بې وزله کورنیو ویشل کېږی.

د قندهار د والی مرستیال عبدالحنان منیب د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د دغې مرستې لړۍ چې پیل شوې په ترڅ کې به یې هرې بې وزلې کورنۍ ته  ۱۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۳ کیلو ګرامه غوړی او ۱۵ کیلو ګرامه دال نخود ورکول شی .

***

په لوګرکې د څلورو ښوونځیو شوراګانو ته روزنه ورکول کېږی

د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د څلورو ښوونځیو په شوراګانو کې شاملو ۴۴ دینی عالمانو او قومی مشرانو ته د پوهنې وزارت د ټولنیز خوځښت له لوری روزنه ورکول کېږی .

د دغه ولایت د والی ویاند شاهپور احمدزی د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په دې ورکشاپ کې ۴۴ دینی عالمانو او قومی مشرانو برخه اخیستې ده چې د دوبندی، شیرعلم، آخندخیل او ګنډاب د ښوونځیو د شوراګانو فعال غړی دی.

هغه زیاته کړه چې دغو شوراګانو ته به د پوهنې بهیر په ملاتړ د یو شمېر مهمو پوهنیزو مسایلو په تړاو روزنه ورکړل شی چې د دوی په روزلو سره به په یاده ولسوالۍ کې د پوهنې وضعیت لا ښه شی.

له دې مخکې هم د یادې ولسوالۍ د ۱۶ ښوونځیو په شوراګانوکې شامل ۱۷۶ دینی عالمانو او قومی مشرانو ته ورته روزنه ورکړل شوې ده.

د ښوونځیو شوراګانې د پوهنې قانون د اته څلوېښتمې مادې پر بنسټ جوړې شوی، چې هره شورا یې ۱۵ غړی لری.

په خوښۍ ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۱ بیلا بیل ښوونځی فعال دی چې ۱۲ لومړنی، ۵ منځنی او ۴ یې لېسې دی.

په دغو ښوونځیوکې ټولټال شپږ زره ۸۷۲ تنه زده کوونکی په زده کړو بوخت دی، چې شاوخوا دوه زره ۳۸۱ تنه یې نجونې دی.

***

د کوزڼ ناروغی له منځه وړل د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.

د پکتیا د ولایتی ادارې مسوولین وایی چې د ګوزڼ د ناروغۍ له منځه وړل د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې د حکومتی ادارو ترڅنګ د قومی مخورو، دینې عالمانو، ځوانانو او د مدنی ټولنو په همکارۍ ټینګار کوی.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ولایت خان احمدزی د واکسینو  د درې ورځنی کمپاین د پېلیدو په مراسموکې د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به ۱۹۱ زره ۹۱۸ تنه ماشومان واکسین شی.

هغه په ولسونو هم غږ وکړ چې د واکسینو له رضاکارو ټیمونو سره همکاری وکړی څو د واکسینو په کولو سره ماشومان د پولیو له ناروغۍ څخه وژغورل شی.

***

په قندهارکې په نویو جګړوکې د١١تنو طالبانو وژل کیدل

په قندهار ولایت کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان په نویو نښتوکې ووژل شول.

دغه وسله وال طالبان تېره شپه د دغه جنوبی ولایت په ځینو برخوکې له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول.

د هېواد په جنوب کې د ملی اردو یوه جګپوړی قوماندان باخترآژانس خبریال ته وویل: په دغو جګړوکې د درېیو تنو پاکستانیانو په ګډون ۱۱تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

ده وویل: کله چې وسله وال طالبان په یو لړ ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو، د پوځپانو له خوا پرې برید وشو .

ویل کیږی، په دې جګړه دوه تنه پوځیان هم ټپیان شوی دی .

***

پنځه تنه تښتول شوی ماشومان آزاد شول

دزابل ولایت مسوولان وایی دطالبانو له خواپنځه تنه تښتول شوی ماشومان ددوى له منګولو څخه آزاد شول .

دزابل دوالی ویاند ګل آقا سیال دباخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه ماشومان له نهو تر لسو کلونو پورې عمر درلود .

ټاکل شوې وه وسله والو طالبانو له دوى څخه په تروریستی او ځانمرګو عملیاتو کې استفاده وکړی .

ده وویل په هغو عملیاتو کې چې ددغو ماشومانو دآزادولو لپاره ترسره شول وسله والوطالبانو ته هم زیان اوښتى دى .

***

په سرپل کې بې ځایه شویو کسانو مرستې ترلاسه کړې

په لسګونو تنه هغه کورنى چې دناامنیو له امله دسرپل  ولایت له سانچارک ولسوالۍ څخه بې ځایه شوی دی له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی .

دباخترآژانس دسیمه ئیز خبریال دخبرله مخې، دغه کورنى دسانچارک ولسوالۍ دتبرو تغاى خواجه له کلیو څخه ددغه ولایت مرکز ته استوګن شوی دی او اوس په ساړه هوا ،بې کوره او بې له اوبو او ډوډۍ شپې سباکوی .

دسرپل دولایتی شورا رییس محمد نور رحمانی وایی چې دغه کورنۍ  په بدې اقتصادی  او ټولنیز حالت کې شپې سباکوی اوله مرستندویو بنسټونو څخه غواړی چې دوى ته پاملرنه وکړی.

یوتن بې ځایه شوی سړى عبدالرشید وایی له څو ورځو راپدیخوا په ساړه هوا کې شپې سباکوی .

ددوى ماشومان ناروغان دی او هیڅ بنسټ تراوسه پورې  له دوى سره مرستې نه دى کړى .

دسرپل دمهاجرینو دچارو رییس عبدالاحد اقبال وویل همدا اوس له دغې کورنى سره دمرستې سروې پیل شوې ده او تراوسه پورې درې سوه کورنى  پیژندل شوی دی او دوى ته دخوراکی توکی دویشلو بهیر به پیل شی

ممکن است شما دوست داشته باشید