روزنامه اصلاح

وسله والو جلال اباد کې درې ښځینه واکسین کوونکې وژلې

د ننګرهار ولایت چارواکی وایی چې درې ښځینه واکسین کوونکې د جلال اباد ښار په څلورمه اومه ناحیه کې وژل شوی دی.
په ختیځ زون کې د پولیو له منځه وړلو د عملیاتی مرکز مشر ډاکټر نجیب الله کامه وویل چې وسله والو پرون سهار لس بجې دوه ښځینه واکسین کوونکې د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې وژلی او یوه بله یې د څلورمې ناحیې په مجبور اباد سیمه کې وژلې ده.
هغه وویل چې بصیرې او نګینې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له دوی سره کار کاوه او د سیمنې بیا لومړنی کمپاین و چې هغې پکې کار کاوه.
نوموړی زیاته کړه چې نګینې به هره میاشت کې ۷۵۰۰ افغانۍ معاش اخیستلو او نورو دواړو به هره کمپاین کې ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستلې.
د ننګرهار حوزوی روغتون ویلی دی چې دوی ته د درې واړو ښځینه واکسین کوونکو جسدونه ور وړل شوی دی.
په ننګرهار کې ټول ټال ۵۹۱۵ کسان د پولیو واکسین په تطبیق کې کار کوی چې ۱۰۰۰ پکې ښځینه دی.
د ننګرهار روغتیایی چارواکی وایی پرون سهار نهه نیمې بجې د ننګرهار حوزوی روغتون په دننه کې د کتلو معافیت د ودانۍ په دروازه کې هم چاودېدونکی توکی ځای پر ځای شوی وو چې چاودنې یې چاته زیان نه دی اړولی خو د ودانۍ شیشې ماتې شوې دی.
په ننګرهار ولایت پر ښځینه واکسین کوونکو برید پر داسې مهال کیږی چې په افغانستان کې د پولیو واکسین درې ورځنی پروګرام پیل شوی دی.
افغان ولسمشر، په جلال اباد ښار کې پر ښځینه واکسن کوونکو برید غندلی او هغه یې وحشت بللی دی.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غنی له قوله راغلی: “طالبان او نورې تروریستی ډلې د دغه ډول وحشتونو په ترسره کولو سره زموږ د خلکو په ځانګړی ډول د افغان ښځو د وطنپالنې او خدمت پیاوړې اراده او د هیواد پر روښانه راتلونکی ټینګ باور نشی کمزوری کولی او نه هم د خدای تعالی او ولس پر وړاندې د دغو جنایتونو له مسوولیت او مختورۍ څخه ځانونه خلاصولی شی.”
نژدې یوه میاشت مخکې په جلال اباد کې وسله والو د انعکاس ټلویزیون درې ښځینه کارکوونکې وژلې وې چې داعش ډلې یې مسولیت منلی و.

ممکن است شما دوست داشته باشید