روزنامه اصلاح

ورزش د بدن د سلامتیا ضمانت کوی

دا یو څرګند حقیقت دی چې ورزش تل د بدن لپاره هغه موثره او له اهمیت نه ډکه وقایه ده چې په وړیا ډول د انسان روحی او جسمی سلامتیا پرې تامینیږی نو په همدې خاطر ددې لپاره چې ورزشکاران ښه وهڅیږی هرهېواد په مختلفو رشتو کې د دوی  لپاره لوړه بودجه تخصیص کوی ترڅو لوبغاړی یې په ملی کچه د نړیوالو سیالیو په صورت کې د خپل هېوادپه ګټه اوفزیکل د ځان د سلامتیا لپاره ښه تمرین وکړی ٬ نړیوالې ورزشی سیالۍ د هېوادونو ترمنځ نهایت لوړملی او نړیوال اهمیت لری ځکه آن لاین د رسنیوله لارې خپریږی اوپه ملیونو کسان یې تماشا کوی  ګټونکی یې په لوړه کچه نازول کیږی او بایلونکی لا ډیر تمرین ته هڅول کیږی خو په حقیقت کې  ورزش ددوو موخو لومړی د باډۍ دقوی کېدو ښې رو غتیا روحی او ذهنی تسکین  ٬ دوهم په ملی اونړیوالوورزشی سیالیوکې د ګډون په صورت کې د ښه ځلېدولوپه خاطرترسره کیږی.  موږ د ورزش دملی جسمی او روحی  ګټو په اړه د هېواد د ورزش له تکړه او پیژندل شوی ترینرښاغلی محمد طارق صابر سره مرکه کړې چې ستاسې پام یې لوستلو ته را اړوو د هغه پر وینا : پخوا به هېوادونو له بل سره د جګړې په ډګر کې زور ازمایې کوله چې په دې کې لوړه مرګ ژوبله رامنځ ته کېده بیا به هم ښکیل خواوې یو بل ته نه تسلیمېدلې خو د زمانې په تیریدو سره په ځینو معرکوکې خبره ددواړو لوریو ترمنځ ددوو کسانو د تن په تن زور آزمایې ته را ورسېده چې په دې سیالۍ کې به ددواړو لورو لښکرې آرامې یوې او بلې خواته ودرېدې او دوو کسانو چې یو به له یوې او بل به د بلې غاړې څخه و د تن په تن سیالۍ ډګر ته را دمخه شول او هر لوری به چې مغلوب شو نو د معرکې مغلوب به هم ګڼل کېده خو د زمانې په تیریدو سره  دغه سیالیو ورو ورو خپل ځای داسې سیالیو ته چې پرته له دې چې لښکرې، را غونډې شی ددوو تنو او یا هرې خوا څخه د سیالیودنوعیت په اقتضا د څوڅو تنو سیالیو ته چې اهمیت یې کټ مټ د هماغه رزمی سیالیو په میزان له اهمیت څخه برخمن او په هماغه اندازه به استقبالېده ٬ پریښود. محمد طارق صابر پروینا نه یوازې چې ورزش پورتنی افتخارات لری بلکې پخپله د ورزش کار له بدن سره هم دا مرسته کیږی چې ښه او آرام خوب وکړی ٬ کېدای شی دا خبره ځینو خلکو ته د منلو وړنه وی، خو د ورزش او خوب په هکله چې کوم نوې څېړنې او پلټنې شوې په هغو کې ثابته شوې چې که څوک په یوه اوونۍ کې دری یا څلور ورځې پرله پسې د شلوڅخه تر دېرشو دقیقو پورې آزاد او په خپل زړه تمرین وکړی ښه په زړه پورې آرام او داسې ژور خوب کولای شی چې د بدن حجرات یې قوی کیږی.

د ښاغلی طارق وینا ده چې ورزش دژر را رسېدونکی بوډا توب مخه نیسی اود ناڅاپی مرګ مخنیوی هم کوی ځکه هرڅومره چې عمر لوړیږی منظم ورزش کول دبدن داسې ضمانت کوی چې د هرډول میکروبونو زوریې په بدن نه رسیږی نو طبعا کله چې میکروبونه ناتوان شول د ناروغیو مخنیوی هم کیږی ٬ ورزش هډوکی مفصلونه او عضلات قوی کوی او سالم یې ساتی چې په آسانۍ سره د فزیکی صدمو ښکارهم نه کیږی ٬ ښاغلی طارق د هډوکو مفصلونواو عضلاتو دقوی کېدو په اړه وویل :

په منظمه توګه  ورزش کول یوه ښه او په زړه پورې عمل دی  کومې ستونزې چې په عضلو او هډوکو کې شته هغه له منځه وړی که د یو منظم مهالویش له مخې ورزش وشی جسمی پیاوړتیا به مو نسبت هغو  خلکو ته چې دوی ورزش نه کوی څو برابره زیاته وی او خپلې ورځنۍ چارې به په ښه توګه مخکې وړئ.

ورزش حافظه قوی کوی او ذهنی تسکین را منځ ته کوی دا د ورزش بله ګټه ده چې ښاغلی صابر یې په اړه یې وویل :  په اونۍ کې د دریو ورځو لپاره هره ورځ ۴۵ دقیقې  په پښو مزل کول د زیرکۍ او ښه فکرکولوسبب کیږی. ډېری څېړنو ثابته کړې کوم خلک چې په منظمه توګه تمرین کوی د لوړفکری تمرکز خاوندان وی او ددې تر څنګ ورزش په مغز باندې مستقیم مثبت تاثیر لری ځکه مغزی  تمرکز  پیاوړې کوی او روحی آرامتیا او ذهنی تسکین را منځ ته کوی

ورزش حوصله او انرژی زیاتوی چې دا د ورزش بل ښه والی دی چې صابر یې په اړه یې وویل :  کوم کسان چې دوامداره اومنظم تمرین کوی. تل خوشحاله اومثبت فکرکوی. د ستومانی  احساس ورسره نه وی په بدن کې یې دومره غښتلتوب موجود وی چې خپل ټولې فزیکی نیمګړتیاوې پرې کنترولولای شی

ورزش عصبی فشار اوخستګی کموی او ددې ترڅنګ په کلکه ددې سبب کیږی چې په بدن کې ویره له منځه یوسی په دغه حالت کی بدن له دوه ساعتونو تمرین وروسته د اعصابو د تسکین لپاره اندروفین تولیدوی چې هغه د آسودګی سبب کیږی  اوبله فایده یې د بدنی فعالیت لپاره داده چې خوراکی  رژیم برابروی په ځینو څېړنو کې راغلی چې د ورزش په وسیله د ستړیا د لیرې کېدو لپاره باورپیدا کیږی ښاغلی محمد طارق صابر د خپلې مرکې په پای کې وویل : چې په لاندې ډول دولس ‌ذهنی ګټې هم لری د ویرې او ډارکموالی٬ د خوشحالۍ زیات والی٬  په نفس د باور زیاتوالی ٬ د آزادې فضا څخه خوند او لذت اخیستل ٬ د ذهنی قدرت زیات والی د حافظې قوی کېدل ٬ د نشه توکو په وړاندې د ځان ساتنې توان ٬ د تسکین او آرامتیا ډېروالی ٬ د فزیکی قدرت او انرژۍ زیاتوالی ٬ د خلاقیت ذهنیت ٬  په نورو د سم او تاثیر لویدل همدارنګه د پورتنیو ګټو تر څنګ یو ښه ورزشکار په ملی کچه د لوبې د ګټلو په صورت کې دخپل ټیم د سرلوړۍ او همدارنګه په نړیوالو سیالیو کې په ګډون او د لوبې په ګټلو سره د خپل هېواد دافتخاراو سرلوړۍ سبب کیږی او ملی او نړیوال نوم خپلوی د هغه پر وینا یوازنی شی چې هیڅکله نه پیښمانی او نه جانبی عوارض را منځ ته کوی هغه آزاد سپورت او رشتوی ورزش او تمرین دی.

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید