روزنامه اصلاح

هند: دافغانستان کړکېچ باید د خبرو له لارې هوار شی

د هند د ملی امنیت شورا مشر با اجیت دوال وایی، د افغانستان مسله باید د جګړې له لارې نه بلکې، د افغان حکومت په مشرۍ د مخامخ خبرو له لارې هواره شی.

نوموړی دغه څرګندونې وړمه ورځ د «غوایی پر ۲۶مه»په دغه هېواد کې د افغانستان د سولې د عالی شورا د دارالانشاء د مشر محمد عمر داودزی سره د لیدنې پرمهال کړی دی.

د افغانستان د سولې د سیمه ییزی اجماع په چارو کې د ولسمشر غنی ځانګړی استازی او د سولې عالی شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزی دپنجشنبې په ورځ پر افغان سولې د بحث لپاره هند ته تللی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره یې هم کتلی دی.

د سولې عالی شورا لخوا په دې اړه خپاره شوی بیان کې راغلی:”دواړو لورو په دغه لیدنه کې د افغان سولې په بهیر کې د سیمه ییزو هېوادونو پر رول خبرې وکړې.”

د هند د ملی امنیت شورا سلاکار همدارنګه ویلی، چې هېواد یې د افغانانو په مالکیت د سولې له پروسې سره مرسته کوی.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج هم ویلی چې هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوی او زیاته کړې ده چې هېواد به یې په مالی برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو دوام ورکړی.

محمد عمر داودزی روانه اونۍ د جرمنی مرکز برلین کې هم د افغان سولې په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج د غوایی میاشتې پر ۱۷مه هم دغه هېواد ته د زلمی خلیلزاد د سفر پر مهال ویلی و چې هېواد به یې د افغانستان دسولې په اړه له مهمو سیمه ییزو اړخونو سره په ګډه کار وکړی.

هند له افغانستان سره تر امریکا، جاپان، جرمنی، او بریتانې وروسته د سترو مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید