روزنامه اصلاح

هند تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر “ځانګړی حیثیت” ختم کړ

هندوستان د یوازینی اکثریت مسلمان ایالت کشمیر هغه ځانګړی وضعیت چې تراوسه په کې پلی و، لغوه کړی دی. ۳۷۰مه ماده ځکه حساسه ده چې د مسلمان اکثریت ایالتونو لپاره د پام وړخپلواکی تضمینوی.

دا په دې مانا ده چې دغه ایالت اوس خپل ځان ته په خپله قوانین نه شی تصویبولی او د نورو ایالاتونو وګړی کولی شی په دغه ایالت کې ملکیت وپېری.

کله چې د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه په پارلمان کې د ولسمشر دغه فرمان لوسته، نو مخالفو ګوندونو یې په اړه اعتراض وکړ. یوه سیاستوال نن ورځ د هندوستان د ډیموکراسۍ لپاره توره ورځ وګڼله.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وضعیت له څو ورځو راهیسې ترینګلی دی. د ملی غونډې لارښود عمر عبدالله د ‘پیپل د ډیموکراټیک ګوند’ غړې محبوبه مفتی او د پیپل د غونډې مشر سجاد لون په خپلو کورونو کې نظر بند دی.

د سیمه ییزو چارواکو د راپورونو پر بنسټ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د قانون ۱۴۴مه برخه نافذ شوه، څو په دې دره کې تر دوېیم امره ټولې تعلیمی ادارې بندې شی.

د قانون ۱۴۴مه برخه چې کله نافذه شوه، پر خلکو ګرځ بندیز ولګېد او هم به ټولې تعلیمی ادارې تړلې وی. په دې لړ کې د سرې نګر په ګډون د کشمیر په ټوله دره کې موبایل او انټرنیټی خدمتونه تړلی دی.

چارواکو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې هم په زرګونه اضافی سرتیری ګمارلی دی. د جمو کشمیر پخوانی وزیر عمر عبدالله په خپل یوه ټویټ کې لیکلی چې هغه په خپل کور کې نظر بند دی. نوموړی په خپل ټویټ کې زیاته کړې “د هغه او نورو مشرانو د نظارت پروسه پیل شوې او د دې حقیقت د پېژندلو لپاره هېڅ لاره نشته، الله دې زموږ ساتنه وکړی.”

د جمو کشمیر د خلکو د ډیموکراټ ګوند ولسمشر محبوبه مفتی په خپل ټویټ کې لیکلی: “داسې راپورونه دی چې د ګرځنده خدمت په ګډون د انټرنیټ خدمتونه ځنډول شوی او د ګراف کولو امر یې صادر شوی”.

هغه د وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره لیکلی: “دا شپه ډېره اوږده روانه ده، د سبا هېڅ درک نه لګی”.

محبوبه مفتی زیاته کړې” د حیرانتیا خبره دا ده چې زموږ په څېر ټاکل شوی استازی د سولې لپاره مبارزه کوی په کور کې نظر بند وی،نړۍ به ګوری چې د جمو او کشمیر د خلکو غږ چوپیږی.”

هغه په خپل ټویټ کې وویل:”دا هماغه جمو کشمیر دی چې ډیموکراټیک سیکولر هند غوره کړ، خو نن ورځ ظلم او جبر زغمی.

ممکن است شما دوست داشته باشید