روزنامه اصلاح

هلمند کې خلکو او دینی عالمانو د افغان سولې په اړه د شوېو فتواوو ملاتړ وکړ

په هلمند ولایت کې دینی عالمانو، قومی او ولسی مشرانو، ځوانانو، مدنی فعالانو او ښځو د یوې لوی غونډې په ترڅ کې د سولې او امنیت ترڅنګ د دینی عالمانو د ورستۍ فتوا او د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د سولې ستراتیژۍ ملاتړ سربېره د جنګ له ښکېلو غاړو د لوی اختر په مناسبت د اوږدمهاله اوربند کولو غوښتنه وکړه.

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې تر زرو ډېرو کسانو ګډون کړی وو او د طالبانو نه یې د سولې غوښتنه وکړه.

  خلکو او دینی عالمانو پر وسله والو غږ وکړ چې د لوی اختر په رارسېدو دې د اوږد وخت له پاره اوربند ته غاړه کښېږدی.

ممکن است شما دوست داشته باشید