روزنامه اصلاح

هلمند کی د هنر نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوری د هنر نړیواله ورځ د یوې پراخې غونډې په ترڅ کی ونمانځل شوه، چی پکی د هلمند والی مرستیال بریالی نظری، د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ، د عالی دارالمعلمین رییسې جمیله نیازۍ، د ښځو چارو رییسې وجیهه رسولی،د خبریالانو ټولنی مشر زین الله ستانکزی، د هلمند ادبی بهیر مشر سیدمحمد حیرت، ګڼو فرهنګپالانو، هنرمندانو، نقاشانو، خطاطانو، او انځورګرانو ګډون کړی ؤ.
د هنر نړیوالې ورځې نمانځغونډی په پیل کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ ددې ورځی مبارکی د هنر برخی ټولو هنرمندانو ته وویله او زیاته یې کړه چې ددې ډګر غړو په خورا سختو شرایطو کی هنری فعالیتونه ترسره کړی دی.
د ویاړ په وینا د هنر ډګر لارویانو د خپلو بېلابېلو هنرونو لکه نقاشۍ، انځورګرۍ، خطاطۍ، ممثلۍ، او سندرو ویلو له لاری په ټولنه کې د سولې او یووالی پیغامونه خپاره کړی دی.
همدارنګه د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تل د هنر برخې ته پاملرنه کړې او شته امکانات یې ورسره شریک کړی دی.
په هلمند کی د ممثلینو په استازیتوب محمد آصف دلاور او د سندرغاړو په استازیتوب حبیب الله شباب غونډې ته پخپلو خبرو کی د هنرمندانو پر وړاندې په پرتو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو خبری وکړې، او زیاته یې کړه چې په دې ډګر کې یې په کمو امکاناتو خپلو چارو ته دوام ورکړی دی.
دوی له ولایتی ادارې څخه وغوښتل چی د نورو ستونزو دحل ترڅنګ ورته د هستوګنی نمرې هم توزیع کړل شی.
د هنر نړیوالی ورځې په مناسبت جوړی شوی غونډې ته د هلمند عالی دارالمعلین رییسې جمیله نیازۍ او د ښځو چارو رییسې وجیهه رسولی هم ویناوی وکړې، دوی غوښتنه وکړه چې د ښځینه انځورګرانو او نقاشانو لپاره دی امکانات برابر کړل شی او ملاتړ دی ورڅخه وشی.
یادې غونډې ته د وینا پر مهال د هلمند مرستیال والی بریالی نظری وویل چې ولایتی اداره به ددې ولایت له انځورګرانو، نقاشانو، خطاطانو،انځورګرانو، ممثلینو او سندرغاړو خپل ملاتړ ته دوام ورکړی، او د امکان تر حده به ددوی ستونزې او غوښتنې حل کړی.
نظری وویل چې د هنر ډګر لارویانو د خپلو هنرونو پر مټ ټولنې ته خدمت کړی چې د ستاینې او ملاتړ وړ دی.
د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوری مخکښو کسانو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید