روزنامه اصلاح

نی: طالبانو د ارزګان ‘دهراوود غږ’ راډیو وسایل لوټ کړی او ودانۍ یې ورنړولې

 

د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایی، وسله‌والو طالبانو د ارزګان د دهراوود له نیولو وروسته په دې ولسوالۍ کې د دهراوود غږ راډیو وسایل لوټ کړی او ودانۍ یې ورنړولې ده.
د ارزګان د والی ویاند احمد شاه ساحل هم تأیید کړې چې طالبانو د دهراوود غږ راډیو ودانۍ نړولې او د راډیو وسایل‌یې لوټ کړی دی.
د رسنیو د ملاتړ ادارې، نی پر طالبانو غږ کړی چې رسنیو او خبریالانو ته زیان وانه‌ړوی.
نی وایی، سره له دې چې طالبانو ویلی و چې له خبریالانو او رسنیو سره کار نه‌لری، خو اوس لیدل کېږی چې دوی د خپلو ژمنو خلاف عمل کوی او غړی یې د رسنیو لوټ او ویجاړولو ته دوام ورکوی.
د نی د راپور پر اساس، تر دې وړاندې طالبانو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د وطن راډیو وسایل لوټ کړی وو او د دې راډو غږ یې د تل لپاره غلی کړ.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه د نی د دغې ادعا په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید