روزنامه اصلاح

نیویارک؛ د یهودی عالم کور کې پنځه کسان په چړو وهل شوی

راپورونه وایی، د امریکا د نیویارک ایالت په شمال کې یوې عبادت خونې ته څېرمه په یوه کور کې پنځه تنه په چړې وهل شوی دی. د ارتودوکس یهودانو د عامو چارو شورا په وینا دا کور د یوه یهودی عالم و.

دا شورا وایی، لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان چې ټول یهودان وو روغتون ته لېږدول شوی دی.

پولیس وایی، مشکوک کس چې له سیمې تښتېدلی و، اوس له پولیسو سره دی، خو تر اوسه د پېښې انګیزه نه ده مالومه شوې.

د یهودانو دې شورا په خپل ټویټ کې ویلی چې یو ټپی شپږ ځلی په چړې وهل شوی دی.

دا برید داسې مهال شوی، چې د حانوکا په نامه د یهودیانو یو لرغونی اختر یا د اخلاص اختر مراسم لمانځل کېدل.

د یهودانو د شورا یوه غړی نیویارک ټایمز ته ویلی “د برید پرمهال په یاد کور کې لسګونه کسان راغونډ شوی وو.”

راپورونه وایی دا پېښه په یوه کور کې د هانوکا د مراسمو پر مهال شوې ده.

۶۵ کلن ارون کوهن چې د برید پرمهال د یهودی عالم کور کې و، وویل: “د ژوندی پاتې کېدو دعا مې کوله، بریدګر چې کله کور ته راننوت، برید یې پیل کړ او موږ د غبرګون ښودلو لپاره هېڅ فرصت ونه موند.”

ښاغلی کوهن زیاتوی، بریدګر وروسته هڅه وکړه چې د کور په ګاونډ کې کلیسا ته ننوځی، خو خلکو یې مخه ونیوه، لار یې پرې وتړله او دروازه یې قلف کړه.

د نیویارک ایالت لویې څارنوالې لیټېټیا جېمز ویلی چې دې پېښې غمجنه کړې ده.

نوموړې په خپل ټویټر کې ویلی: “ددې کرغېړنې پېښې په اړه زموږ زغم صفر ته رسېدلی او او دا بوږنونکې پېښه به وڅېړو”. حانوکا یا حَنوکا لرغونی یهودی اختر دی، چې اته ورځې دوام لری او معمولاً د عیسویانو له کرسمس سره هم مهاله وی.

یهودان په دې ورځ رخصت وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید