روزنامه اصلاح

دحکاکى او انځورګرۍ اته اثار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ورکړى شول

دخطاطى او انځورګرۍ اته اثار په ملی نګارستان کې دساتنې په خاطر پوهاند محمد رسول باوری ته وسپارل شول .

   دباختراژانس دخبریال دخبرله مخې، دهېواد دخطاطۍ او انځورګرى دبرخې دوو تنو هنرمندانو دخطاطۍ او انځورګرى او دانځورګرۍ او دخط دانځورګرۍ اته اثار په ملی نګارستان کې دساتنې په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنگی معین ته ورکړل  چې له دې جملې څخه دخط دانځورګرۍ شپږ اثار داستاد علی بابا اورنګ او دانځورګرۍ یو اثر او دخطاطۍ  یواثر د استاد روزګانی دی .   ددغو اثارو دسپارلو  په وخت کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالی اداری او ګرځندوى معینه، پوهنیاره  سیده مژګان مصطفوی، دهنرستان ریاست سرپرست سید محمد صابر هاشمی او داغاخان دفرهنګی بنسټ استازى رحیم الله امانی هم حاضر و، استاد روزګانی ددغو اثارو د ورکړې موخه دملی نګارستان په بډاینه کې ونډه اخستنه وبلله او هیله یې وکړه چې دوى داکار دهېواد دنورو هنرمندانو ترمنځ په یوه فرهنګ بدل شی .

دغه راز استاد اورنګ یو ټوک کتاب چې په هغه کې دخطاطۍ ، انځورګرى او دخط دانځورګرى ١٢٨  اثار دده په واسطه ځاى پرځاى کړى شوی دی او داغا خان دفرهنګی بنسټ په ملاتړ چاپ شوى دى هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ته ورکړ شو .

  پوهاند باوری  ددې تر څنګ چې دهېواد ددغو دوو تګړه هنرمندانو هنری کړنې وستایلې، څرګنده کړه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبیلابېلو برخو د هنر او هنرمندانو ملاتړ کوی . دغه راز په فرهنګی برخو کې دزمینی دبرابرولو او ملاتړ په خاطر  یې داغاخان له فرهنګی بنسټ څخه مننه  وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه بنسټ  په فرهنګی برخو کې خپل کارونه داطلاعاتو اوفرهنګ له و زارت سره په همغږى کې تنظیم کړی او داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره یې د ددوى دزیاتو همکاریوغوښتنه وکړه . داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه اثار دملی نګارستان استازی ته وسپارل چې په مناسب ځاى کې وساتل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید