روزنامه اصلاح

نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۰۰میلیون ډالره وړیا مرسته کوی

 

نړیوال بانک د افغانستان د مالی سکټور له ثبات او کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو څخه د ملاتړ په برخه کې له دغه هیواد سره ۱۰۰ میلیون ډالره مرسته کوی.
یاد بانک ویلی چې دغه وړیا مرسته د نړیوال بانک د مدیره پلاوی لخوا تصویب شوې ده.
د دوشنبې په ورځ سپټمبر۲۸(تلې اوومه) د نړیوال بانک په راپور کې راغلی چې دغه وړیا مالی مرسته د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا چې له بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د مرستو یوه برخه ده، چمتو شوې ده.
په راپور کې ویل شوی چې دغه پیسې به “د افغانستان د مالی سیستم د پیاوړتیا پروژې” له لارې د افغانستان بانک د ظرفیت لوړونې او د مالی مقررارتو په تطبیق کې د دې بانک څارونکی رول پیاوړی کولو او د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې ولګول شی.
په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس، هینری‌ کرالی ویلی:”په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د کوویډ-۱۹ ویروس د منفی‌ اغېزو څخه غواړی ځان وباسی، د دې هېواد د مالی سکتور پیاوړتیا د دغه بهیر په چټکتیا کې مهمه ونډه لوبولۍ شی. دا نوې مالی مرسته به د مالی سکتور د ثبات د ساتنې او تقویت له پاره د افغانستان بانک ظرفیت لوړ کړی او همدا رنګه به له مالی بنسټونو او بانکونو څخه ملاتړ وکړی‌ څو له خصوصی تشبثاتو سره په تیره بیا هغه شمېر شرکتونو ته د پورونو په ورکولو کې مرسته وکړی چې د ښځو لخوا یې مشری او یا چارې پر مخ وړل کېږی”.
نړیوال بانک تر دې مخکې هم له افغانستان سره وړیا مرستې کړې دی

ممکن است شما دوست داشته باشید