روزنامه اصلاح

نړیـوال بانک د افغانسـتان اقتصـادی اصـلاحات وسـتایل

نړیوال بانک په راپور کې افغانستان په پنځو شاخصونو کې د اصلاحاتو د عملی کولو په خاطر د سوداګرۍ په نړیواله درجه کې ۱۶۷ ځای ته پورته شوی دی.

تر دې یو کال مخکې افغانستان ۱۸۳ ځای درلود.

د نړیوال بانک د کلنی راپور له مخې د افغانستان دولت توانېدلی دی چې نوې سوداګرۍ پیل کړی، پور ترلاسه کړی، د کوچنیو پانګه‌والو ملاتړ وکړی، مالیات راغونډ کړی او د ډېوالی کېدو د ستونزو د حل لپاره اغېزمن ګامونه واخلی.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس شوبهم چوهدری وایی چې دی هیله‌مند دی چې په راتلونکی کې هم د دې پرمختګونو شاهدان واوسو.

ښاغلی چوهدری زیاته کړه: افغانستان د پانګه اچونې او سوداګرۍ په برخه کې ډېر هلې ځلې کړې دی، خو دا هېواد لاهم اوږد مزل په مخ کې لری. په‌کار ده چې شته پرمختګونه او تغییرات ادامه پیدا کړی. دې هدف ته د رسېدو لپاره دوامداره هڅو ته اړتیا شته ترڅو چې دا ډاډ ترلاسه شی چې دغه لومړنی ګامونه وروستیو نتیجو ته ورسېږی او خلک د هغوی اغېز په خپل ورځنی ژوند کې ووینی.”

د نړیوال بانک د راپور له مخې د تېر کال په بهیر کې افغانستان د جواز د ترلاسه کولو په وخت د فیس په راکمولو سره پانګه‌والو ته اسانتیاوې برابرې کړې چې په نتیجه کې یې د نویو پانګه‌والو لپاره تسهیلات رامنځته شول.

په دې راپور کې تر ډېره د سوداګرۍ د حقوقی چوکاټ د اصلاح ستاینه شوې او د پانګه اچونې د ملاتړ د تګلارې له مخې افغانستان په سیمه کې تر ټولو پرمختللی ګڼل شوی دی.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی استاد او د علومو اکاډمۍ غړی بشیر دودیال دا راپور د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره اغېزمن وباله.

ښاغلی دودیال زیاتوی: “د نړیوال بانک دغه وروستی راپور چې څه نا څه‌یې د افغانستان اقتصادی وضعیت او اقتصادی وده‌یې په دغو سختو شرایطو کې مثبته ارزولې، ښه دی. له اقتصادی پلوه چې کله پیاوړی ملاتړ کوونکی لکه نړیوال بانک دا انګېزه ورکړه چې اقتصاد مو د پرمختګ په حال کې دی، ټولنیز تحرک ښه شوی، مؤسسات د ودې په حالت کې دی دا د خلکو په روحیه هم ښه تأثیر کوی او د حکومت د اصلاحاتو په دوام هم ډېر مثبت تأثیر لری.”

د نړیوال بانک په راپور کې د سوداګرۍ د پیلولو په لحاظ افغانستان په نړۍ کې ۴۹ ځای لری، د جایداد د ثبت، د ودانیو د ابادۍ د اجازې ترلاسه کولو په برخه کې افغانستان ستایل شوی دی.

خو د جایداد د انتقال د مراحلو په ارتباط په راپور کې راغلی دی چې په جنوبی اسیا کې په اوسط ډول دا مراحل ۱۱۴ ورځې نیسی او په افغانستان کې ۲۵۰ ورځې.

ممکن است شما دوست داشته باشید