روزنامه اصلاح

نن په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه کېږی

د افغانستان د جمهوری ریاست چارواکی وایی، ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران یو ناسته ولری. دوی وایی، د افغانستان، پاکستان او چین د چارواکو له ژمنو سره سم نن د شنبې په ورځ د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ناسته په کابل کې جوړېږی. د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی له ازادی راډیو سره په خبرو کې د جوړېدونکې ناستې په اړه وویل چې د ناستې مهمې موضوعګانې د افغانستان او سیمې روان وضعیت او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا موضوعګانې دی.

ده وویل: “د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزه ناسته سبا په کابل کې جوړېږی، په دغه ناسته کې به د سولې، سیمه ییزو همکاریو او له ترورېزم سره پر مبارزې خبرې وشی، دوی نن خبری ناسته هم لری او نور جزیات به له هغو څخه واورئ.” د افغان چارواکو په خبره، دغه ناسته د درې واړو هېوادونو ترمنځ د تېرو ناستو په دوام جوړېږی.

د دوی د معلوماتو له مخې، د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ورته ناسته تېر کال د ډیسمبر په ۲۳ مه د چین په بجینګ کې جوړه شوې وه.

په تېره ناسته کې هم د درې واړو هېوادونو ترمنځ په همکاریو، په سیمه کې په روان وضعیت، له ترورېزم سره د مبارزې په شدت او اقتصادی او تجارتی همکاریو خبرې شوې وې او یو لړ ژمنې هم په کې شوې دی.

تېره اوونۍ د پاکستان ځینو رسنیو ویلی چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی به په راروانه اوونۍ کې کابل ته راشی او له افغان چارواکو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په زیاتېدو او د ترورېزم پر وړاندې په ګډې او موثرې مبارزې خبرې وکړی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوی او سربېره پر دې د دغه هېواد د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په وروستیو شااوخوا دوو میاشتو کې پر افغانستان سربېره، پاکستان، عربی اماراتو، قطر، روسیې، ازبکستان او ترکمنستان ته سفرونه کړی دی. زلمی خلیلزاد سربېره د دغو هېوادونو له چارواکو سره پر لیدو کتو، له طالب استازو سره هم لیدلی دی.

راپورونه دا هم وایی چې په دې وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خانه په یوه لیک کې غوښتې دی چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړی.

د افغانستان د ولسی جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون رئیس زمری پاد خوابی د دغې ناستې هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې ډاډمن نه دی چې پاکستان په دې تړاو رښتینی اوسی.

ده وویل:

“زما په نظر، د پاکستان هلې ځلې د وخت تېرول دی، پخوا تر دې هم داسې ډېرې ناستې شوی، خو نتیجه یې نه ده ورکړې، پاکستان هېڅ کله د ترورېزم پر خلاف رښتینی ګام نه دی اخیستی.” سربېره پر دې افغان او امریکایی چارواکو په وار وار ویلی چې د افغانستان وسله وال مخالفین په پاکستان کې دی او هلته روزل کېږی، تمویلېږی او بیا د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږل کېږی. خو دا هغه څه دی چې په افغانستان کې د پاکستان سفارت رد کړی او ویلی یې دی چې د پاکستان ثبات د افغانستان په سولې پورې تړلی او په دې برخه کې به همکاری وکړی.

  خان محمد سیند

ممکن است شما دوست داشته باشید