روزنامه اصلاح

ننګرهار کې د کلدارو مخنیوی کمپاین سره افغانۍ کمې شوی

ننګرهار ولایت ځینې اوسېدونکی وایی د افغانیو د دودولو کمپاین په اوږدو کې په یاد ولایت کې د افغانیو د کمښت ستونزه پیدا شوې ده.

دوی وایی، چې د جلال آباد ښار د صرافانو یو مارکېټ یې پرون یکشنبه (د مرغومې ۸مه) د افغانیو د نشتون له امله تړلی ؤ.

د جلال آباد ښار اوسېدونکی ۲۷ کلن جمیل الرحمن امریکا غږ ته وویل، د افغانیو دودېدلو ته خوښ دی، خو هیله لری چې په دې کمپاین کې ستونزې له منځه یوړل شی.

هغه وویل:”څو ستونزې دی، افغانۍ لږې دی، نن ورځ د صرافۍ مارکېټ کې دوکانونه تړلی او صرافانو ویل چې افغانۍ نشته تر څو کلدارو سره یې بدلې کړو.

بله دا چې د وړې افغانیو [یوګون، دوه ګون، پینځه ګون] نشته او د ترانسپورټ په برخې کې چې هغه کرایه په افغانیو ټاکل شوې ده، نه مراعات کیږی.”

د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل بیا وایی دغه کمپاین په ښه توګه پرمخ روان دی: 

“د ننګرهار مارکېټ لوی دی، ځینې ستونزې ښایی رامنځ ته شی. وړې افغانۍ بازار کې نه وې موږ ۲۰۰ میلیونه افغانۍ له کابل نه راوغوښتلې او د ننګرهار بازار کې مو وویشلې. په ټوله کې پروسه تر ۸۰ سلنه بریالۍ ده او کلدارو خپل ارزښت بایللی دی.”

د افغانستان بانک بیا وایی، د ننګرهار په شمول د افغانستان ځینو ختیځو او یو شمېر جنوبی ولایتونو کې خلک په پاکستانی کلدارو راکړه ورکړه کوی.

په روانې زېږدیزی میاشت کې ننګرهار کې د افغانیو دودولو او د کلدارو د نه کارولو کمپاین پیل شو.

په ټول افغانستان کې ۲۵۹ میلیارډه افغانۍ مارکېټونو کې چلیږی. د افغانستان بانک چارواکی وایی ننګرهار کې د یاد کمپاین پیلېدو له امله یې لسګونه میلیونه نورې افغانۍ هم دغه ولایت ته استولی‌دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید