روزنامه اصلاح

ننګرهار کې د ښځینه پولیسې د وژلو په تړاو ۲تنه نیول شوی

د ننګرهار چارواکو د یوې ښځینه پولیسې د وژلو په تړاو دوه کسان نیولی دی.
د بصیرې په نامه دغه پولیسه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شوه.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وویل: “غوښتل یې چې قوماندانۍ ته د دندې لپاره راشی، خو له رېکشا پرې ناپېژانده وسله‌والو ډزې کړی. پولیسو اقدام کړی او د پېښې سره د تړاو په تور مو دوه تنه نیولې دی.”
د ننګرهار امنیتی چارواکی وایی، نیولو شوېو کسانو منلې چې دې پېښه کې لاس لری.
دا په جلال‌اباد ښار کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څلورمه وسله واله حمله ده چې په کې ښځینه فعالانې په نښه کېږی.
تېرې اوونې درې واکسیناتورې د دې ښار په څلورمه او اوومه ناحیه کې هغه مهال ووژل شوې چې ماشومانو ته یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکول.
له هغې وړاندې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې او پسې بیا یوه ډاکټره په هدفی حملو کې ووژل شوې.
حکومت د دې بریدونو مسوولیت پر طالبانو اچوی، خو دا ډله یې نه منی.

ممکن است شما دوست داشته باشید