روزنامه اصلاح

نظامیان د ژورنالیستانو او مدنی فعالانو له نظره

 په تندر قول اردو کې د سرتیرو د اوونۍ د لمانځلو په لړ کې نظامیان د ژورنالیستانو او مدنی فعالانو له نظره تر عنوان لاندې شانداره غونډه ترسره شوه.

غونډه کې د تندر قول اردو د رهبری په ګډون د بیلابیلو رسنیو استازو، خپلواکو ژورنالیستانو، د پکتیا ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست استازو، مدنی فعالانو او د ځوانانو شورا مشرانو ګډون درلود.

په دې مراسمو کې د بیلابیلو رسنیو، مدنی فعالانو او ځوانانو شورا مسؤولینو په پرله پسې توګه د سرتیرو د اوونۍ اړوند، ویناوې وکړې او د هېواد د ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو سرښندنې او قربانې یې د هېواد او ولس څخه د دفاع په برخه کې وستایلی او هغه یې د هیواد په تاریخ کې نه هیرویدونکې او د قدر وړ وبللې.

همداراز د تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال ارکان حرب خان الله شجاع د ژورنالیستانو او مدنی فعالانو مینه د خپلو ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو سره د هېواد په تاریخ کې بی ساری وباله او د امنیتی ځواکونو په استازیتوب یې له دوی څخه د زړه له کومی مننه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید