روزنامه اصلاح

نصرت فتح علی خان څنګه له یوه زیارته د قوالۍ تر پاچاهۍ ورسېد؟

په ۱۹۶۰ لسیزه کې د پاکستان د فیصل آباد پر یوه مزار به یوه کم عمره هلک نعت ډوله او عارفانه شعرونه ویل. دغه مزار د پنجابی ژبې د صوفی شاعر محمد بخش لسوړی شاه ؤ او هغه ماشوم نصرت ؤ چې وروسته په نصرت فتح علی خان مشهور شو.
خو هغه مهال د چا په خوا او خاطر کې هم دا خبره نه ګرځېدله چې یو وخت به دی د موسیقۍ د “قوالۍ پاچا” شی.
په اصل کې د ده کورنۍ له قوالۍ ویلو سره بلده وه، نو که زړه یې وی او که نه، د ده غوندې زلمکیو ته له ماشومتوبه سُر او لۍ ورښودل کېږی.
خو دی له سُرونو سره داسې بلد او پکې پوخ ؤ چې اورېدونکی به یې د غږ تر اغېز لاندې راته.
د نصرت فتح علی خان کورنۍ له هندوستان څخه پاکستان ته کډه شوې وه.
د ده کورنۍ د پاکستان تر جوړېدو مخکې پټیالې ته د هند له جالندر ښاره کډه شوې وه.
خو هغه مهال چا نصرت نه پېژانده، یوازې دومره پوهېدل چې د هغه مهال د وتلی قوال استاد فتح علی خان زوی دی.
د ۱۹۶۰ کلونو په لومړیو کې ده د پلار تر مرګ وروسته له خپل تره استاد مبارک علی خان او استاد سلامت علی خان څخه د موسیقۍ زده کړه پیل کړه.
د ۱۹۷۰ په لسیزه کې چې استاد مبارک علی خان هم وفات شو نو د کورنۍ مشری ده ته ورپه غاړه شوه.
د پاکستان د فیصل آباد په مشهور بازار جنګ کې د یوه صوفی شاعر له درباره د خپل هنری سفر پر دغه پېلوونکی نصرت د میا رحمت سترګې ولګېدې.
میا رحمت په دغه ښار کې د ګراموفون هټۍ درلوده. هغه به د موسیقۍ پروګرامونه ثبتول او د نصرت پلار استاد فتح علی خان سره یې هم کار کړی ؤ.
د میا رحمت زوی میا اسد د نصرت په اړه وایی چې ډېرې خاطرې یې ورپورې غوټه دی ځکه چې له اوږدې مودې یانې له ۱۹۶۰ کلونو راهیسې پېژندګلی ورسره لری.
میا اسد وایی، نصرت تر قوالۍ ویلو مخکې د تبلې وهل زده کړل او ډېر پکې ماهر ؤ.
هغه یې له خپل پلاره یوه اورېدلې خاطره بیانوی او وایی، ‘نصرت به لس یوولس کلن ؤ. د ښادۍ په یوه محفل کې تبله چی ته اړتیا شوه او له نصرت غوښتنه وشوه چې دی به تبله ووهی. هلته ده د خپلو ګوتو هنر داسې ښکاره کړ چې سندرغاړی ستړی شو خو نصرت ستړی نه شو او پر اورېدونکو یې سم جادو وکړ’.
ښاغلی اسد وایی، پلار یې د ۱۹۷۰ کلونو په پای کې نصرت خپلې سټوډیو ته راوست او هلته یې څو قوالۍ او غزلونه ثبت کړل. په خبره یې، له دې سره هغه مخکې لاړ او په مشهورېدو شو.
میا اسد وایی، نصرت علی خان د ده د پلار یانی په رحمت ګراموفون سټوډیو کې د موسیقۍ تر سلو ډېر البومونه ثبت کړی او خپاره کړی دی خو په منځ کې یې «یادا وېچړې سجن دیا او علی مولا» علی مولا سندرې د نړۍ په کچه ډېرې مشهورې شوې.
د نصرت ځانګړې څوکۍ
د رحمت ګراموفون څښتن میا اسد وایی، نصرت یې له پلار سره ډېره جوړه وه او دواړه د خبرو اترو شوقیان وو نو نصرت به ډېر کله هسې هم د دوی دوکان ته ورته.
‘هغه چاغ ؤ نو ډېره موده په کېناستلو په عذابېده نو ځکه مې مشر ورور هغه ته یوه ځانګړې صوفه جوړه کړه چې آرام پرې ناست وی’.
تل به یې ریاضت یا تمرین کاوه؛
د نصرت فتح علی خان یو نږدې ملګری او شاګرد الیاس حسین وایی، ‘که خان صاحب به په کوم هېواد کې هر څومره اوږده محفل کې هم ګډون کړی ؤ خو چې بېرته به کوټې ته راستون شو نو موږ ته به یې ویل چې هغه زما هارمونیم باجه خو زما کوټه کې کېږدئ. کله به چې موږ خپل خوب پوره کولو نه وروسته راویښ شوو نو دی به مو لیده چې ریاضت کوی.
د الیاس حسین په خبره، ‘د خوب پر مهال به یې په بستره کې هم له ځان سره هارمونیم ایښی ؤ او وېده شوی به ؤ. یوه ګوته به یې هم پر باجه ایښې وه.
که په الوتکه کې به هارموینم نه و نو پرخپله سینه او خېټه به یې په ګتو سره تمرین کاوه.
ته خبر یې چې هغه څوک دی؟
میا اسد د نصرت فتح علی خان صفت کوی او وایی، ‘هغه ډېر خاکسار انسان ؤ، ډېر مخلص او نورو ته عزت ورکوونکی، وفاداره سړی ؤ.
د ښاغلی اسد په خبره، د نصرت له مشهورېدو سره د رحمت ګراموفون کارونه هم ډېر ښه شول او ورسره راپورته شو.
دی د نصرت فتح علی خان د عاجزۍ یوه کیسه کوی چې، د ۱۹۹۰ په لسیزه کې چې خورا مشهور شوی ؤ نو پلار او مشر ورور یې لاهور ته د هغه لیدو ته ورغلل.
هغه مهال یوه بهرنی پلاوی له ده سره ناسته درلوده، نو کارکوونکو یې زما پلار او ورور په انتظارخونه کې کېنولی وو چې شاوخوا یو ساعت هماغلته ناست وو. خو چې کله نصرت خبر شو نو سملاسی له بهرنیو کسانو سره له ناستې راپاڅېد، پښې لوڅی بهر راغی او زما پلار او ورور یې له ځان سره دننه بوتلل. هغه خپل کارکوونکی پوښتلی وو چې تاسې پوهېږئ، دا څوک دی؟.
پر ځمکه کېناستونکی خلک د پېسو حرص نه لری؛
میا اسد وایی، نصرت فتح علی خان د ځینو نورو هنرمنانو غوندې د پېسو حرص نه درلود. هغه مهال چې دی بیخی ډېر مشهور ؤ، که زما پلار کوم ځای کې د پروګرام په اړه ورته ویل نو هغه هېڅکله د پېسو پوښتنه نه ده کړې او نه یې هم غوښتې دی.
بس غلی به ناست ؤ او هنر به یې وړاندې کاوه.
الیاس حسین هم وایی، زما استاد یو دروېش سړی ؤ، د هغه تر څنګ پاتې کېدو سره هم ما حس نه کړل چې هغه څومره یو لوی انسان دی. که چا به ورته وویل نو په ډېر آرام به پر ځمکه کېناست’.
له نورو هنرمندانو او همکارانو سره د هغه چلند؛
د نصرت فتح علی خان ښه اخلاق یوازې د خپلو مینه والو او نورو شخصیتونو سره نه وو بلکې ده به له خپلو همکارانو او موسیقۍ غږوونکو سره هم ډېر ښه چلند کاوه.
میا اسد وایی، “هغه به د قوالۍ هر محفل ته تر ټاکلی وخت دوه درې ساعته مخکې راته خو نورې ډلې به یې ځنډ کاوه او دی به ورته په تمه ؤ. د هغوی په دې کار خپه کېده خو هېڅکله مې نه دی لیدلی چې هغوی ته یې څه ویلی وی”.
خو الیاس حسین وایی، یوازې په کور کې د موسیقۍ د تمرین پر مهال به یې بیا ویل چې همدلته مو غلطۍ سمې کړئ، ښه ډېر ریاضت وکړئ خو د خلکو په مخکې باید سهوه نه شو. نو هېڅکله یې په کوم محفل کې یا د ثبت پر مهال څوک نه دی بې عزته کړی.
د موسیقۍ سفر؛
نصرت فتح علی خان د رنګ، نسل، مذهب او ژبې له بنده موسیقی راوویستله او یو داسې ځانګړی رنګ یې ورکړ چې نن یې ډېر د سندرو او قوالیو مینه وال دی.
په اسیا، اروپا، امریکا او هر ځای کې هغه د موسیقۍ د بې تاجه پاچا او د قوالۍ د شاه په توګه پېژندل کېږی.
الیاس حسین وایی، چې “پر نصرت فتح علی خان به صوفیانه کلام داسې اغېز کاوه چې هغه به د وجد حالت ته ورسېد او د الله د ثنا پر مهال به یې سترګې نمجنې شوې”.
دی وایی، د نصرت فتح علی خان د «مست قلندر»، «الله هو، الله هو» او «حق علی علی»کلامونه دومره خوښېدل چې کله به یې بلل نو بې اختیاره به یې ژړل.
په خبره یې، په اروپا کې هم د هغه ګڼ شاګردان شته.
پنځوس ساعته ثبت؛
د رحمت ګراموفون د څښتن میا رحمت زوی اسد ادعا کوی چې اوس هم د نصرت فتح علی خان د سندرو داسې پنځوس ساعته ثبت یا ریکارډېنګ لری چې تر اوسه بازار ته نه دی وتلی او نه هم خپور شوی.
دی وایی، د پلار او مشر ورور میا ارشد تر وفات وروسته رحمت ګراموفون وتړل شو او ټول څېزونه یې خوندی اېښودل شوی دی.
هغه دعوه کوی چې نن هم له دوی سره د نصرت فتح علی خان د قوالیو او سندرو یو پنځوس ساعته داسې بې جوړې ثبت شته چې تر اوسه بازار ته نه دی وتلی.
د سرګم سټوډیو جوړول؛
استاد نصرت فتح علی خان د ۱۹۹۰ لسیزې په پېل کې په لاهور کې د سرګم په نوم د سندرو د ثبتولو خپله سټوډیو جوړه کړه چې وروسته یې زیاتره سندرې هماغلته ثبت کړې.
الیاس حسین وایی، کله چې د هندی فلم ‘کچې داګې” لپاره نصرت هند ته لاړ نو په هوټل کې یې د مینه والو او د فلمی ستورو اوږد کتار جوړ کړی ؤ او هیما مالینی یې هم کتو ته ورغلې وه.
الیاس حسین د نصرت فتح علی خان هغه وروستی سفر یادوی چې انګلستان ته تللی وو:
“تر سفر مخکې یې د قوالۍ ټوله ډله سرګم سټوډیو ته راوغوښته او ورته ویې ویل: زه انګلستان ته روان یم، تر هغه وروسته امریکا ته ځم او تاسې سره به هم هغلته ګورم خو اوس زما صحت تر ډېره ښه نه دی. چې بېرته راشم نو له هند به امریکا جوړه کړو او هماغلته به پروګرام کوو”.
خو ښایی، دی نه پوهېده چې د هغه تر مړینې وروسته به ټوله نړۍ د هغه قوالیو ته په خوند خوځېږی.
د نصرت فتح علی خان اولاد؛
د استاد نصرت فتح علی خان یوازینی اولاد د هغه لور ده چې ندا نصرت نومېږی او اوس په کاناډا کې ژوند کوی.
ندا نصرت وایی، دیارلس یا څوارلس کلنه به وه چې پلار یې وفات شو، “که څه هم ما له هغه سره ډېر ژوند نه دی تېر کړی خو په ماشومتوب کې له هغه سره هماغه شپږ تېر کړی کلونه هم زما د ژوند لویه برخه ده”.
دا وایی، ویاړی چې خلک یې د یوه افسانه‌یی هنرمند د لور په توګه یادوی.

عماد خالق
بی‌بی‌سی اردو

ممکن است شما دوست داشته باشید