روزنامه اصلاح

نرګس نهان: له کانونو نه د جګړې د تمویل لپاره استفاده نه کېږی

د افغانستان د کانونو نه د جګړې د تمویل او خصوصی کولو په اړه د شفافیت د څار بنسټ او یو شمېر مدنی ټولنو د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایی چې په هېڅ صورت د افغانستان د کانونو نه د جګړې د تمویل او خصوصی کولو لپاره ګټه نه اخیستل کېږی.

د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل چې په دې اړه د حکومت پرېکړه واضح ده او نه غواړی چې د افغانستان جګړه خصوصی شی.

نوموړې زیاته کړه:

“دوی وایی هوکړه په دې شوې چې د افغانستان کانونه ورکول کېږی او له پیسو یې جګړه تمویلېږی، په دې برخه کې د حکومت تصمیم واضح دی، په دې اړه د امنیت شورا ناسته وشوه او په کې په ښکاره وویل شول چې نه غواړی د افغانستان جنګ خصوصی شی، موږ پخوا هم ویلی اوس بیا وایو چې د افغانستان د کانونو نه په هېڅ صورت د جګړې د تمویل او خصوصی کولو لپاره استفاده نه کېږی.”

اغلې نهان وایی، د افغانستان په شمال کې د سرو زرو او مسو کانونو تړنونه له امریکایی شرکتونو سره نه بلکې له انګلیسی شرکتونو سره شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلی د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کانونو د تړونونو او جګړې د خصوصی کولو په تړاوو د مدنی ټولنو لخوا یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د افغانستان د طبیعی زېرمو نه د جګړې د تمویل په اړه کوم بحثونه چې په نړیواله ټولنه او د افغانستان حکومت کې روان دی ورته د منلو نه دی.

ښاغلی افضلی وویل، نړیوال دې یو ځل بیا په دې موضوع له سره غور وکړی ځکه افغان ولس په هېڅ صورت چاته دا اجازه نه ورکوی چې د دوی له طبیعی سرچینو نه دې د جګړې تمویل لپاره استفاده وشی.

که څه هم د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ او د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو تړنونه غیر قانونی بولی خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت بیا وایی چې یاد تړونونه له قانونی اړخه کومه ستونزه نه لری او ټول اړین مراحل یې بشپړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په بدخشان ولایت کې د سرو زور او د بلخاب د مسو کانونو د را ایستلو تړونونه د اکټوبر په پنځمه د کانونو او پټرولیم د وزیرې او د دوو بهرنیو شرکتونو ترمنځ په متحده ایالاتو کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شول چې یو لړ غبرګونونه یې هم له ځانه سره لرل.

په ورته وخت کې د اقتصادی چارو کارپوه سید قیاس سعیدی وایی چې عدلی او قضایی ارګانونه باید په دې اړه څېړنې وکړی چې د افغانستان د کانونو په اړه د شفافیت د څاربنسټ څرګندونې او ادعاوې تر کومه سمې دی: “باید اړوند وزارت د هغوی پوښتنو ته ځواب ورکړی او حتا عدلی او قضایی ارګانونو ته باید لاړ شی څو دا معلومه کړی کوم تورونه چې په دوی لګېدلی دا رښتیا دی او کنه؟ دا خو په دې نه کېږی چې ښاغلی افضلی دې هم لاړ شی خبری ناسته دې ورکړی او دوی هم ورته کار وکړی.”

ښاغلی سعیدی وایی، افغان ولس حق لری چې د افغانستان د طبیعی زیرمو په اړه دقیق معلومات ولری چې تړنونه په کومو شرایطو کېږی او عواید یې چېرته ځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید