روزنامه اصلاح

ناټو: په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو شمېر د سولې په خبرو پورې تړلی

د ناټو عمومی منشی وایی چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د شاملو ځواکونو راتلونکی شمېر له طالبانو سره د امریکایی چارواکو د خبرو له نتیجې سره تړلی دی.

د ناټو عمومی منشی وایی چې ناټو تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د مالی ملاتړ ژمنه کړې، خو په راتلونکی کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د ناټو د پوځی ځواکونو شمېر د سولې د روانو هڅو له نتیجې سره تړلې مسئله ده.

ینس سټولټنبرګ چې په بروکسل کې د ناټو د ۲۰۱۸ کال د راپور د وړاندې کولو پرمهال څرګندونې کولې، زیاته کړه چې ناټو به بیا هېڅ کله اجازه ور نه کړی چې افغانستان بیا د ترورېستانو په ځاله بدل شی.

ده وویل:

“موږ د دې لپاره په افغانستان کې یوو چې دا هېواد بیا هېڅ کله د نړیوالو ترورېستانو ځاله نه شی، همدا له طالبانو سره د روانو خبرو یو مهمه مسئله هم ده، نو په راتلونکې کې د ناټو د ځواکونو شمېر تر ډېره د دې خبرو له نتیجې سره تړلی دی.”

امریکایی چارواکو له تېر یو کال راهیسې له طالبانو سره تماسونو ته زور ورکړی او نږدې شپږ میاشتې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د ځانګړی استازی په توګه وګماره.

ښاغلی خلیلزاد تر دې مهاله د طالبانو له استازو سره په پنځو پړاوونو کې خبرې کړې دی.

طالبان له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوی.

د دې خبرو وروستی پړاو د تېرې سې شنبې په ورځ پای ته ورسېد.

امریکایی چارواکو ویلی چې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ شوی، خو کومې موافقې ته نه دی سره رسېدلی.

سټولټنبرګ وویل چې له طالبانو سره په خبرو کې ښکېلو امریکایی چارواکو له ناټو سره په منظم ډول سلامشورې کړې دی.

دی زیاتوی:

“موږ د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو هرکلی کوو، موږ دا خبرې له نږدې څارو او په دې اړه د ناټو له غړو سره هم سلامشورې کېږی، د امریکا مشر مرکچی زلمی خلیلزاد څو ځلې ناټو ته راغلی او له نږدې تماس ورسره لرو، د امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان جنرال سکاټ مېلر چې د دوحې په خبرو کې حاضر و، هم په دې وروستیو کې ناټو ته راغلی و.”

اوس مهال د ۳۹ هېوادونو شااوخوا ۱۷ زره سرتېری د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره دی چې دنده یې افغان ځواکونو ته د پوځی زده کړو او د سلامشورو ورکول دی.

په دې برخه کې تر ټولو زیاته ونډه امریکایی ځواکونو اخیستې چې شمېر یې ۱۴ زرو ته رسېږی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره ډېسمبر میاشت کې له سوریې څخه د امریکایی ځواکونو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه او ورپسې امریکایی چارواکو وویل چې ټرمپ په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو د شمېر د کمولو په اړه هم غور کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید