روزنامه اصلاح

نادری:تماس ډلې په اختلافی مسائلو غږېدلی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د مذاکرتی ټېم ویاند او غړی نادر نادری ویلی چې د دواړو لورو ترمنځ یاده غونډه وړمه شپه تر سره شوې ده.
نوموړی د اکتوبر۱۲(تلې۲۱) پر خپل ټویټر لیکلی چې د تماس ډلو ترمنځ په دغه ناسته کې د اختلافی موضوعاتو پر حل بحث شوی.
هغه ویلې چې پایلې ته د رسېدو لپاره د ورته ناستو پر دوام توافق وشو.
په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم ویلی چې دواړو لورو په دغه ناسته کې د اختلافی موضوعاتو پر هواری خبرې کړی دی.
په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او طالبانو د مذاکرتی ټېمونو ترمنځ بین الافغانی خبرې د تېرې سپټمبر پر۱۲مه پرانیستل شوی، خو تر دا مهاله د خبرو د اجنډا د کاری طرازلعمل په اړه هوکړې ته نه دی رسېدلی.
د دواړو لورو د تماس ډلې پر داسې مهال د اختلافی موضوعاتو د هواری په اړه بحثونه کوی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.
هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې روانه اونۍ د افغان سرتیرو او طالبانو د درنو جګړو شاهد و.
د افغان چارواکو په وینا په دغه جګړه کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، سړکونه او پلچکونه تخریب شوی او ګڼ شمېر خلک د جګړې له ویرې له خپلو سیمو څخه وتلې دی.
طالبانو تر دا مهاله د هلمند د جګړې په اړه هیڅ تبصره نه ده کړې.
بلخوا په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو په هلمند کې پر طالبانو هوایی بریدونه کړی دی.
بهرنیو ځواکونو په هلمند کې د طالبانو برید د امریکا او طالبانو د موافقې خلاف بللی دی او زیاته کړې ده چې په راتلوونکې به هم ورته بریدونه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید