روزنامه اصلاح

»مۍ میاشت کې نږدې ۲۰۰ ملکی افغانان وژل شوی«

د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې ” سی پی اې جی” د ملکی تلفاتو په اړه د تیرې مۍ د میاشتې په راپور کې ویلی، چې په دغه میاشت کې د اپریل د میاشتې پرتله افغانستان کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله دوه چنده زیاته شوې وه .

د ” سی پی اې جی” ډلې په دغه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ ( غبرګولی ۱۲ مه) یې خپور کړی ویلی، چې د تیرې میلادی میاشتې په ملکی تلفاتو کې ډیر شمیر ماشومان هم شامل وو.

د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې ویلی، چې د تیرې مۍ په میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې ۵۲۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

د دغې ډلې د شمیرنو له مخې په دغه میاشت کې ۱۸۹ ملکی وګړی وژل شوی او ۳۴۰ نور ټپیان شوی دی.

د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د راپور له مخې د اپریل په میاشت کې په ۱۴ ولایتونو کې ۱۲۵ ملکی وګړی وژل شوی او ۱۴۷نور ټپیان شوی وو.

د ملکی وګړو د خوندیوب او عدالت غوښتنې د ډلې رئیس عزیز احمد تسل امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلی، چې د تېرو میاشتو په پرتله د مۍ په میاشت کې ماشومانو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله اوښتې چې په دغه میاشت کې۳۴ ماشومان وژل شوی او ۳۸نور ټپیان شوی دی.

ښاغلی تسل وویل ” تېره میاشت د ۱۴ مېرمنو د شهادت او ۱۱ د ټپی کیدو پیښې هم ثبت شوې دی چې دغه شمېره هم د تېرې میاشتې پرتله لوړه ده“.

سږکال د روژې د میاشتې ډیره برخه د مۍ په میاشت کې وه.

ښاغلی تسل وویل ” که څه هم تمه کېده چې روژه کې به جګړه کې ښکېلې خواوې د جګړو شدت کم کړی خو د ولس د توقع خلاف جګړو زور واخیست او بد بختانه د ملکی تلفاتو کچه هم پکې د پام وړ لوړه شوه“.

سی پی اې جی” ډلې د ثبت شوو پیښو له مخې ویلی، چې تیره میاشت د ماین چاودنو، ځانمرګو بریدونو او هدفی وژنو له امله ۲۶۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده، چې ورپسې د هوایی بریدونو له امله ۶۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله د تیرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې هره میاشت د ملکی وګړو د ژوند د خوندیتوب په اړه راپورونه خپروی.

د دې ډلې سربیره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی دفتر ” یوناما” هم د ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې په جګړه کې د ملکی وګړو د خوندیوب په اړه خپل درې میاشتنې راپورونه خپروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید