روزنامه اصلاح

میدان وردګ کې بند ۴۲ روغتیایی مرکزونه بېرته پرانیستل شول

په میدان وردګ ولایت کې د سویډن کمېټې بند ۴۲ روغتیایی مرکزونه دجمعې په ورځ بېرته د خلکو پر مخ پرانیستل شول.

یاد روغتیایی مرکزونه د تېرو پنځو ورځو راپدېخوا د طالبانو د ګواښ له امله د خلکو پرمخ تړل شوی و.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د پروګرامونو مسؤل ډاکټر خالد فهیم غږ ته ویلی، چې طالبانو بېرته د یادو روغتیایی مرکزونو د خلاصولو اجازه ورکړې ده.

هغه وویل:”موږ په میدان وردګ کې له سیمه ییز دفتر سره اړیکه نیولې ده،د هغوی د معلوماتو له مخې ورته ویل شوی چې کلینیکونه بېرته خلاص کړی، هغه کلینیکونه چې څلورویشت ساعته خدمات وړاندې کوی، هغوی ته موږ د همدغه معلوماتو پر اساس ویلی، چې نوکریوالان په کلینیکونو کې خپلو وظېفو ته حاضر شی.”

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار هم پر خپل ټوېټر پاڼه د یادو روغتیایی مرکزونو د خلاصېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو روانه میاشت په دایمیرداد ولسوالۍ کې پر یو روغتیایی مرکز د افغان ځواکونو تر عملیاتو وروسته چې څلور روغتیایی کار کوونکی پکې ووژل شول د یادو روغتیایی مرکزونو د تړلو ګواښ وکړ.

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د پروګرامونو مسؤل امریکا غږ ته وویل، چې د دغه روغتیایی مرکزونو په تړل کېدو سره هره ورځ ۵۷۰۰ تنه له وړیا درملنې څخه بې برخې کېدل.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې یادو روغتیایی مرکزونو ته د بېرته فعالیت د اجازې خبر ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې مسؤلینو د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې د نړیوالو بشری قوانیونو او حقوقو له مخې د روغتیایی مرکزونو امنیت او خوندیتوب ته پام وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید