روزنامه اصلاح

“مړی یې را وځړوئ”؛ د مشرف د اعدام حکم کې جنجالی جمله

د پاکستان یوې ځانګړې محکمې به د دغه هېواد د پخوانی پوځی مشر جنرال مشرف پر ضد د اعدام سزا بشپړه پرېکړه خپره کړې. د دې محکمې په درې قاضیانو کې یوه ویلی، چارواکو ته که د مشرف مړی هم په لاس ورشی، نو د اسلام اباد پر ډی څلورلارې دې یې تر درې ورځو پورې را وځړوی.

د سېټ وقار او شاهد کریم په نامه دوه قاضیانو جنرال مشرف د خیانت او اساسی قانون ماتولو په جرم پړ بللی، خو دریم قاضی نذر اکبر له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.

قاضی سېټ وقار ویلی، چارواکی باید ژر تر ژره جنرال مشرف ونیسی او قانونی چلن ورسره وکړی، او که د هغه مړی هم په لاس ورشی نو باید د درې ورځو لپاره د اسلام اباد پر ډی چوک را وځړول شی.

د ډېرو شنونکو په باور همدې یوې سختې او ناندریزې جملې د محکمې پر ټوله پروسه او حکم سیوری کړی، او ځینې هغه کسان هم چې د جنرال مشرف د محاکمې پلویان وو، اوس وایی چې قاضی باید دا ډول ژبه نه وای کارولې.

د پاکستان پوځ هم په بشپړې پرېکړه کې پر کارولو شویو کلماتو او ژبه، یعنی د مړی پر ځړولو د سختې غوسې څرګندونه کړې او دا یې د پاکستان ضد د بهرنیو کړیو سازش بللی.

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر ای ایس پی ار ویلی، د دغې پرېکړې په تړاو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه تر منځ مهمې خبرې او پرېکړې شوې چې ژر به اعلان شی.

د ای ایس پی ار مشر جنرال اصف غفور یوې خبری غونډې ته وویل، په هره بیه د هېواد او ادارې د وقار ساتنه وشی. د ښاغلی غفور په خبره په پرېکړه کې کاروول شوی توری د بشریت، دین، مدنیت او ټولو ارزښتونو خلاف دی.

تردې وړاندې تېره شپه پخوانی پوځی مشر جنرال پروېز مشرف د هغه ضد د دغې پرېکړې لامل شخصی دښمنی بللې او تور یې پورې کړی، چې قاضیانو له خپله واکه ناوړه ګټه اخیستې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید